لوقا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 4

عیسی چې د روح القدس څخه ډک ؤ، د اردن د سیند څخه راستون شو او هماغه روح هغه دښتې ته بوته
2 او په هغه ځای کې څلوېښت ورځې د شیطان تر ازمایښت لاندې ؤ. په هغو ورځو کې هغه هېڅ ونه خوړل او په پای کې ډېر وږی شو.
3 شیطان هغه ته وویل: «که ته د خدای زوی یې نو دې تیږې ته ووایه چې په ډوډۍ بدله شي.»
4 خو عیسی ځواب ورکړ: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې انسان یوازې په ډوډۍ باندې ژوندی نه دی.»
5 بیا شیطان هغه یو لوړ ځای ته بوته او د سترګو په رپ کې یې ورته د ټولې نړۍ پاچاهۍ وروښودلې.
6 شیطان هغه ته وویل: «زه به د دې ټولو واک او اختیار او د هغو شان او شوکت تاته درکړم، ځکه چې دا ماته راکړل شوي دي او هرچا ته چې زه وغواړم هغه ته یې ورکوم.
7 که چېرې ته ماته سجده وکړې نو دا ټول به ستا شي.»
8 عیسی په ځواب کې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې خپل څښتن خدای ته عبادت کوه او یوازې د هغه خدمت کوه.»
9 بیا شیطان هغه اورشلیم ته بوته او د خدای د کور په مناره یې ودراوه او ورته ویې ویل: «که چېرې ته د خدای زوی یې نو خپل ځان له دې ځایه ښکته وغورځوه.
10 ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې خدای به خپلو فرښتو ته حکم وکړي چې تا وساتي.
11 همدارنګه لیکل شوي دي چې هغوی به تا په خپلو لاسونو کې پورته کړي، ترڅو ستا پښه په تیږه ونه لګیږي.»
12 خو عیسی په ځواب کې وویل: «د خدای په کلام کې ویل شوي دي چې خپل څښتن خدای مه ازمایئ.»
13 کله چې شیطان ټولې وسوسې پای ته ورسولې، نو هغه یې د یو څه وخت دپاره پرېښود.
14 عیسی د روح القدس په قدرت سره جلیل ته راستون شو. د هغه په هکله په ټوله سیمه کې اوازه خپره شوه.
15 هغه د یهودیانو په کنیسو کې تعلیم ورکاوه او ټولو خلکو د هغه ستاینه کوله.
16 بیا عیسی د ناصرې ښار ته، یعنې هغه ځای ته چې هغه په کې لوی شوی ؤ راغی، او لکه څنګه چې د هغه عادت ؤ نو د سبت په ورځ کنیسې ته لاړ. هغه هلته ودرېده چې د خدای کلام ولولي
17 او د اشعیا پیغمبر طومار ورته ورکړل شو. هغه یې پرانیست او هغه ځای یې پیدا کړ چې په کې لیکل شوي وو:
18 «د څښتن روح په ما باندې نازل شوی دیځکه چې زه یې غوره کړی یمترڅو غریبانو ته زېری ورسومهغه زه رالېږلی یم چې اعلان وکړمچې بندیان به ازاد شيړانده به بینا شي او مظلومان به ازاد شي
19 او دا اعلان کړم چې د څښتن د مهربانۍ وخت رارسېدلی دی.»
20 عیسی طومار بند کړ او هغه یې بېرته د کنیسې مرستیال ته ورکړ او کښېناست. ټولو خلکو په کنیسه کې د هغه خواته سترګې نیولې وې.
21 عیسی هغوی ته وویل: «نن چې تاسو د خدای د کلام دا لیکنه واورېدله، هغه رښتیا شوه.»
22 هغوی ټولو په هغه باندې ښه وویل او په دې حیران شول چې داسې د فضل خبرې د هغه د خولې څخه راووتلې او ویل یې: «ایا دا د یوسف زوی نه دی؟»
23 عیسی هغوی ته وویل: «بې له شکه چې تاسو به ماته دا متل ووایئ: ‹ای ډاکتره! خپل ځان روغ کړه.› دا به هم راته ووایئ چې کوم کارونه چې تا د کپرناحوم په ښار کې کړي دي او مونږ د هغو په هکله اورېدلي، هماغه کارونه په خپل ښار کې هم وکړه.»
24 عیسی زیاته کړه: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هېڅ پیغمبر په خپل وطن کې چا نه دی منلی.
25 دا رښتیا دي چې د الیاس پیغمبر په زمانه کې په اسراییلو کې ډېرې کونډې وې. په هغه وخت کې درې نیم کاله بارانونه نه وو شوي او په ټول وطن کې سخته قحطي راغلې وه.
26 خو الیاس په هغو کونډو کې یوې ته هم د مرستې دپاره ونه لېږل شو، خو یوازې هغې کونډې ته ولېږل شو چې د صیدون د زرفت په سیمه کې وه.
27 همدارنګه د الیشع نبي په زمانه کې په اسراییلو کې ډېر خلک وو چې د جذام په ناروغۍ اخته وو، خو د هغوی څخه یو هم پاک او روغ نه شو، یوازې نعمان چې سوریایي ؤ، روغ شو.»
28 کله چې په کنیسه کې خلکو دا خبرې واورېدلې نو ډېر په قهر شول.
29 هغوی راپاڅېدل او عیسی یې له ښاره وویست او د هغې غونډۍ سرته یې وخېژاوه چې دا ښار ورباندې جوړ شوی ؤ ترڅو لاندې یې وغورځوي.
30 خو هغه د هغوی له منځ څخه تېر شو او لاړ.
31 بیا عیسی کپرناحوم ته چې د جلیل یو ښار ؤ لاړ او د سبت په ورځ یې خلکو ته تعلیم ورکاوه.
32 خلک د هغه په تعلیم حیران شول، ځکه چې په پوره اختیار سره یې خبرې کولې.
33 په کنیسه کې یو سړی ؤ چې پېریانو نیولی ؤ او په لوړ اواز یې چیغې ووهلې:
34 «ای عیسی ناصري! زمونږ سره څه کار لرې؟ ته راغلی یې چې مونږ تباه کړې؟ زه دې پېژنم چې ته څوک یې، ته د خدای سپېڅلی یې.»
35 عیسی پېري ته حکم وکړ: «غلی شه او د دې سړي څخه راووځه.» پېري هغه سړی د هغوی په مخکې په ځمکه راوویشت او بې له دې چې کوم زیان ورته ورسوي ورڅخه ووت.
36 ټول خلک حیران شول او یو بل ته یې ویل: «دا څه خبره ده چې دا سړی په پوره اختیار او قدرت سره پېریانو ته امر کوي او هغوی وځي؟»
37 او په دې ډول دا خبره په ټوله سیمه کې خپره شوه.
38 عیسی د کنیسې څخه راووت او د شمعون کور ته لاړ. د شمعون خواښې سختې تبې نیولې وه او هغوی د عیسی څخه وغوښتل چې د هغې سره مرسته وکړي.
39 عیسی لاړ او د هغې په خوا کې ودرېده او تبې ته یې امر وکړ چې هغه پرېږدي. تبې هغه ښځه پرېښودله، بیا ښځه سمدلاسه پاڅېدله او د هغوی په خدمت یې پیل کړ.
40 د لمر پرېوتولو په وخت کې ‎خلکو خپل ناروغان چې په ډول ډول ناروغیو اخته وو عیسی ته راوستل. هغه په هر یو باندې خپل لاس کېښود او ټول یې روغ کړل.
41 د ډېرو خلکو څخه پېریان ووتل او چیغې یې وهلې: «ته د خدای زوی یې.» خو عیسی پېریانو ته حکم وکړ او هغوی یې پرېنښودل چې خبرې وکړي، ځکه هغوی پوهېدل چې هغه مسیح دی.
42 کله چې سهار شو نو عیسی له ښاره روان شو او یو ګوښه ځای ته لاړ. خلکو هغه لټاوه او چې کله یې پیدا کړ، نو کوښښ یې وکړ چې د هغه د تللو مخه ونیسي.
43 خو هغه ورته وویل: «زه باید نورو ښارونو ته هم د خدای د پاچاهۍ زېری ورسوم، ځکه چې د همدې کار دپاره رالېږل شوی یم.»
44 نو هغه د یهودیې په ټولو کنیسو کې وعظ کاوه.