لوقا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 11

یوه ورځ عیسی په یو ځای کې دعا کوله. کله چې هغه خپله دعا خلاصه کړه، نو د شاګردانو څخه یو تن هغه ته وویل: «ای استاذه! لکه څنګه چې یحیی خپلو شاګردانو ته دعا کول زده کړي وو، ته یې هم مونږ ته رازده کړه.»
2 عیسی هغوی ته وویل: «کله چې تاسو دعا کوئ نو داسې ووایئ:‹ای اسماني پلاره!ستا نوم دې پاک وي،ستا پاچاهي دې راشي.
3 زمونږ ورځنی رزق هره ورځ مونږ ته راکړه.
4 زمونږ ګناهونه وبخښهځکه چې مونږ هم هغه خلک بخښو چې زمونږ سره بدي کوياو مونږ په ازمایښت کې مه اچوه.›»
5 بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «فرض کړئ ستاسو څخه کوم یو ملګری ولري او په نیمه شپه کې د هغه ملګري کور ته ورشي او ورته ووایي: ‹ای ملګریه! ماته درې ډوډۍ په پور راکړه.
6 زما یو ملګری چې په سفر کې ؤ زما کور ته راغلی دی او زما سره څه نشته چې د هغه په مخکې یې کېږدم چې ویې خوري.›
7 او ستاسو ملګری د کور له دننه څخه تاسو ته ځواب درکړي: ‹ما مه ناارامه کوه، دروازه اوس بنده ده او زه او زما بچیان په خپلو بسترو کې پراته یو. زه نه شم کولای چې راپاڅېږم او تاته کوم څه درکړم.›
8 زه تاسو ته وایم که چېرې هغه د ملګرتیا په خاطر راپانڅيږي او ډوډۍ درنه کړي، خو بیاهم په دې خاطر چې تاسو په سوال کولو نه شرمېږئ نو هغه به راپاڅيږي او هرڅه ته چې اړتیا ولرئ تاسو ته به یې درکړي.
9 همدارنګه تاسو ته وایم چې وغواړئ نو تاسو ته به درکړل شي، ولټوئ نو پیدا به یې کړئ، دروازه وټکوئ نو درته خلاصه به شي.
10 ځکه هرڅوک چې څه وغواړي، نو لاسته به یې راوړي او هرڅوک چې څه ولټوي، نو پیدا به یې کړي او هرڅوک چې دروازه وټکوي نو ورته خلاصه به شي.
11 ایا په تاسو کې داسې پلار شته چې زوی یې ورڅخه ماهي وغواړي او هغه د ماهي په ځای ورته مار ورکړي؟
12 یا هغه ورڅخه هګۍ وغواړي او هغه ورته لړم ورکړي؟
13 نو تاسو چې دومره بد خلک یئ، په دې پوهېږئ چې خپلو اولادونو ته څنګه ښه شیان ورکړئ، نو ستاسو اسماني پلار به څومره زیات روح القدس هغو خلکو ته ورکړي چې ورڅخه یې وغواړي.»
14 عیسی د یو سړي څخه ګونګی پېری وویست او کله چې هغه پېری ووت، نو هغه ګونګي سړي په خبرو پیل وکړ او خلک حیران شول.
15 خو ځینو خلکو وویل چې هغه د پېریانو د مشر بعلزبول یعنې شیطان په مرسته پېریان وباسي.
16 نورو د ازمایښت په ډول د عیسی څخه اسماني معجزه وغوښتله.
17 خو عیسی د هغوی په خیالونو پوهېده، نو هغوی ته یې وویل: «هره پاچاهي چې په خپل منځ کې بې اتفاقي رامنځته شي هغه له منځه ځي. په هره کورنۍ کې چې بې اتفاقي رامنځته شي نو هغه کورنۍ ټوټې ټوټې کیږي.
18 او که چېرې شیطان د خپل ځان په خلاف شي، نو د هغه پاچاهي به څنګه پاتې شي؟ خو بیاهم تاسو وایئ چې زه د بعلزبول په مرسته پېریان وباسم.
19 که چېرې زه د بعلزبول په مرسته پېریان وباسم، نو ستاسو خپل پیروان یې د چا په مرسته وباسي؟ نو هغوی به ستاسو په هکله قضاوت وکړي.
20 خو که چېرې زه د خدای په قدرت سره پېریان وباسم، نو په دې پوه شئ چې د خدای پاچاهي تاسو ته راغلې ده.
21 کله چې یو زورور سړی چې په وسله سمبال وي د خپل کور ساتنه کوي نو د هغه مال او جایداد به خوندي وي،
22 خو کله چې د هغه څخه کوم زیات زورور سړی په هغه باندې حمله وکړي او هغه ته ماتې ورکړي، نو د هغه څخه به هغه ټوله وسله چې ورباندې ډاډه ؤ، واخلي او کوم شیان چې هغه غلا کړي دي هغه به په خپلو کې سره ووېشي.
23 څوک چې زما سره نه دی، هغه زما په خلاف دی او څوک چې زما سره د خلکو په راټولولو کې مرسته نه کوي، هغه یې خواره واره کوي.
24 کله چې د یو سړي څخه پېری راوځي، نو په دښتو کې سرګردانه ګرځي او د ارام کولو دپاره ځای لټوي، خو کله چې داسې ځای پیدا نه کړي، نو د خپل ځان سره وایي: ‹زه به بېرته هغه کور ته لاړ شم چې ورڅخه راوتلی وم.›
25 نو کله چې بېرته راشي نو هغه کور جارو شوی او په ترتیب سره وویني.
26 بیا هغه لاړ شي او تر ځان بد نور اووه پېریان راولي او هغوی ټول راشي، په هغه کس کې ورننوځي او هلته اوسیږي. نو د هغه حال له مخکې څخه هم خراب شي.»
27 کله چې عیسی دا خبرې کولې، د خلکو له منځ څخه یوې ښځې په لوړ اواز هغه ته وویل: «بختوره ده هغه ښځه چې ته ورڅخه پیدا شوی یې او تاته یې شیدې درکړې دي.»
28 خو عیسی ځواب ورکړ: «هو، هغه څوک بختور دی چې د خدای کلام اوري او عمل ورباندې کوي.»
29 کله چې د عیسی په شاوخوا ډېر خلک راټول شول، هغه داسې وویل: «د دې زمانې خلک څومره بدکاره دي. هغوی معجزه غواړي، خو یوازېنۍ معجزه چې هغوی ته به وښودل شي هغه د یونس پیغمبر معجزه ده.
30 لکه څنګه چې یونس پیغمبر د نینوا د خلکو دپاره یوه نښه وه، نو همداسې به د انسان زوی د دې زمانې د خلکو دپاره یوه نښه وي.
31 د شیبا ملکه به د قیامت په ورځ راپاڅيږي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغه د نړۍ د بل سر څخه راغلې وه چې د سلیمان د حکمت څخه ډکې خبرې واوري. خو ګورئ اوس دلته یو څوک شته چې د سلیمان څخه لوی دی.
32 د قیامت په ورځ به د نینوا خلک راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغوی د یونس د وعظ په اورېدلو سره توبه وویستله، خو ګورئ څوک چې اوس دلته دی هغه د یونس نه ډېر لوی دی.
33 هېڅوک څراغ د دې دپاره نه بلوي چې هغه په یو پټ ځای کې کېږدي او یا یې د یوې کاسې لاندې کېږدي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې کله خلک راشي نو رڼا یې وویني.
34 ستا سترګې ستا د بدن دپاره لکه د څراغ په شان دي. کله چې دې سترګې روغې وي نو ټول بدن به دې هم رڼا وي، خو کله چې دې سترګې خرابې وي، نو ستا بدن به هم تیاره وي.
35 نو پام کوه، هسې نه په تا کې چې کومه رڼا ده هغه تیاره وي.
36 که چېرې ستا ټول بدن د روښنایۍ څخه ډک وي او یوه برخه یې هم په تیاره کې نه وي، نو ټول بدن به دې داسې روښانه وي لکه څراغ چې په خپله رڼا تا روښانه کړي.»
37 کله چې عیسی خپلې خبرې خلاصې کړې، نو یو فریسي هغه ته د ډوډۍ دپاره بلنه ورکړه. عیسی د هغه کور ته ورغی او دسترخوان ته کښېناست.
38 کله چې فریسي ولیدل چې عیسی له خوراک څخه مخکې لاسونه ونه وینځل، نو حیران شو.
39 عیسی هغه ته وویل: «تاسو فریسیان د خپلو پیالو او قابونو باندینۍ برخې پاکوئ، خو ستاسو زړونه د حرص او بدیو څخه ډک دي.
40 ای کم عقلو خلکو! چا چې باندینۍ برخه جوړه کړې ده ایا هغه دنننۍ برخه نه ده جوړه کړې؟
41 خو څه چې ستاسو په پیالو او قابونو کې دي هغه غریبانو ته خیرات ورکړئ، نو بیا به ټول شیان ستاسو دپاره پاک شي.
42 خو ای فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د وېلني او سپېلني او نورو بوټو لسمه برخه ورکوئ، خو په انصاف کولو او د خدای سره په مینه کولو کې بې پروایي کوئ. تاسو باید په دې ټولو باندې عمل کولای او هغه نور مو هم له نظره نه غورځولی.
43 ای فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو دا خوښوئ چې په کنیسو کې مخکې ځایونه ونیسئ، او دا خوښوئ چې په بازارونو کې دې درته سلامونه واچول شي.
44 ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د هغو بې نښو او بې شناختو قبرونو په شان یئ چې خلک ورباندې ګرځي او نه یې پېژني.»
45 د شریعت د عالمانو څخه یو تن عیسی ته په ځواب کې وویل: «استاذه! کله چې داسې خبرې کوې، نو زمونږ هم سپکاوی کوې.»
46 عیسی ځواب ورکړ: «ای د شریعت عالمانو! ستاسو په حال دې هم افسوس وي. تاسو خلکو ته داسې بارونه ور په شا کوئ چې په سختۍ سره یې وړي، خو خپله ورته ګوتې هم نه وروړئ.
47 ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د هغو پیغمبرانو دپاره زیارتونه جوړوئ چې ستاسو نیکونو وژلي وو.
48 ستاسو نیکونو چې کوم کارونه کړي دي تاسو په خپله هغه منئ او تصدیقوئ. هغوی پیغمبران ووژل او تاسو ورته زیارتونه جوړوئ،
49 له دې امله خدای په خپل حکمت سره وویل: ‹زه به هغوی ته پیغمبران او رسولان ورولېږم. خو هغوی به له دوی څخه ځینې ووژني او نور به وځوروي.›
50 نو د دې زمانې د خلکو څخه به د هغو پیغمبرانو د وینو ځواب چې د نړۍ د پیدایښت راهیسې توی شوي دي وغوښتل شي.
51 د هابیل له وژلو نیولې د زکریا تر وژلو پورې چې د قربانۍ د ځای او سپېڅلي ځای ترمنځ ووژل شو. هو، زه تاسو ته وایم چې د دې زمانې خلک به د دې هرڅه دپاره ځواب ورکوي.
52 ای د شریعت عالمانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د علم د کور د دروازې کیلي اخیستې، په خپله هم نه ورننوځئ او څوک چې ورننوځي هغوی هم نه پرېږدئ.»
53 کله چې عیسی له هغه کوره ووت، د شریعت عالمانو او فریسیانو د هغه سره ډېر سخت مخالفت پیل کړ او د ډېرو شیانو په هکله یې ورڅخه سختې پوښتنې کولې.
54 هغوی کوښښ کاوه چې هغه په خپلو خبرو کې راونیسي.