لوقا - Luke

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 23

بیا د شورا ټول غړي پاڅېدل او عیسی یې پیلاتوس ته بوته
2 او په هغه باندې یې په تور لګولو پیل وکړ او ویې ویل: ‎«مونږ ولیدل چې دې سړي زمونږ قوم بې لارې کاوه او خلک یې امپراتور ته د مالیې ورکولو څخه منع کول او دعوه کوي چې هغه خپله مسیح یعنې پاچا دی.»
3 پیلاتوس د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته د یهودیانو پاچا یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «ته په خپله وایې.»
4 بیا پیلاتوس مشرانو کاهنانو او حاضرو خلکو ته وویل: «زه په دې سړي کې هېڅ ډول جرم نه وینم.»
5 خو هغوی ډېر ټینګار کاوه او ویل یې: «هغه په ټوله یهودیه کې په تعلیم ورکولو سره خلک راپاروي. هغه د جلیل څخه پیل وکړ او تر دې ځایه راورسېد.»
6 کله چې پیلاتوس دا واورېدل نو پوښتنه یې وکړه: «ایا دا سړی جلیلي دی؟»
7 کله چې هغه خبر شو چې عیسی د هغې سیمې څخه دی چې د هیرودیس تر واکمنۍ لاندې ده، نو هغه یې هیرودیس ته چې په هغه وخت کې په اورشلیم کې ؤ، ولېږه.
8 کله چې هیرودیس عیسی ولید نو ډېر خوشحاله شو، ځکه چې د هغه په هکله یې ډېر څه اورېدلي وو او له ډېرې مودې راهیسې یې غوښتل چې عیسی وویني. هغه په دې تمه ؤ چې د هغه څخه کومه معجزه وویني.
9 نو هیرودیس د عیسی څخه ډېرې پوښتنې وکړې، خو عیسی هېڅ ځواب ورنه کړ.
10 مشران کاهنان او د شریعت عالمان ولاړ وو او په عیسی یې سخت تورونه ولګول.
11 هیرودیس او د هغه عسکرو په عیسی باندې ملنډې ووهلې او د هغه سپکاوی یې وکړ، بیا یې د پاچاهۍ چپنه ورته ورواغوستله او بېرته یې پیلاتوس ته ورولېږه.
12 په هماغه ورځ هیرودیس او پیلاتوس یو د بل سره ملګري شول، ځکه چې له دې څخه مخکې د هغو دواړو ترمنځ دښمني وه.
13 بیا پیلاتوس مشران کاهنان، د قوم مشران او خلک راوغوښتل
14 او هغوی ته یې وویل: «تاسو دا سړی ماته راوستلی دی او وایئ چې هغه خلک بې لارې کوي. خو اوس ما ستاسو په مخکې د هغه څخه پوښتنې وکړې او په هغه کې مې هغه جرم ونه مونده چې تاسو پرې تور لګولی دی.
15 او نه هم هیرودیس په هغه کې کومه ګناه ولیدله، نو ځکه یې بېرته مونږ ته راولېږه. ښکاره ده چې هغه داسې کوم کار نه دی کړی چې د مرګ لایق وي.
16 نو زه به هغه د یو څو دورو وهلو وروسته پرېږدم چې لاړ شي.» [
17 ځکه په هغه وخت کې د رواج له مخې هغه مجبور ؤ چې په هر اختر کې هغوی ته یو بندي ازاد کړي.]
18 خو ټولو خلکو په یو اواز چیغې کړې: «دا سړی ووژنه! باراباس مونږ ته ازاد کړه.»
19 باراباس یو سړی ؤ چې په ښار کې د بغاوت او قتل په تور زندان ته اچول شوی ؤ.
20 پیلاتوس چې غوښتل یې عیسی خلاص کړي یوځل بیا هغوی ته خبرې وکړې.
21 خو هغوی چیغې وهلې: «په صلیب باندې یې ځوړند کړه، په صلیب باندې یې ځوړند کړه.»
22 پیلاتوس د درېم ځل دپاره هغوی ته وویل: «ولې؟ څه جرم یې کړی دی؟ ما په هغه کې داسې کوم جرم ونه مونده چې د مرګ لایق وګڼل شي. نو زه به هغه د یو څو دورو وهلو وروسته پرېږدم چې لاړ شي.»
23 خو هغوی ټینګار کاوه او په لوړ اواز سره یې چیغې وهلې چې هغه باید په صلیب وځړول شي. خلکو دومره چیغې ووهلې چې په پای کې د هغوی چیغې بریالۍ شوې.
24 نو پیلاتوس د هغوی د غوښتنې سره سم پرېکړه وکړه
25 او باراباس یې چې د بغاوت او قتل له امله زنداني شوی ؤ، د زندان څخه خلاص کړ او عیسی یې هغوی ته په لاس ورکړ چې هرڅه وغواړي ورسره ویې کړي.
26 کله چې عسکرو هغه په صلیب باندې د ځوړندولو دپاره بیولو، نو هغوی د شمعون په نامه یو سړی چې د قیروان څخه ؤ او د اطراف څخه ښار ته راروان ؤ، راونیوه. هغه یې مجبور کړ چې صلیب په اوږه کړي او د عیسی پسې یې یوسي.
27 ګڼ شمېر خلک په عیسی پسې روان وو چې په هغو کې ښځې هم وې چې ځانونه یې وهل او د هغه دپاره یې ژړا انګولا کوله.
28 عیسی هغوی ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل: «ای د اورشلیم ښځو! زما دپاره مه ژاړئ، خو د خپلو ځانونو او خپلو اولادونو دپاره وژاړئ.
29 ځکه چې داسې ورځې راتلونکې دي چې خلک به وایي چې هغه ښځې بختورې دي چې شنډې دي او هېڅکله یې ماشومان نه دي زېږولي او هېڅکله یې تی نه دی ورکړی.
30 په هغه وخت کې به خلک غرونو ته وایي چې په مونږ باندې راولوېږئ او غونډیو ته به وایي چې مونږ پټ کړئ.
31 ځکه که چېرې هغوی د شنې ونې سره داسې کار کوي نو د وچې ونې سره به څه کیږي؟»
32 دوه نور مجرمان یې هم د عیسی سره روان کړي وو چې د هغه سره یوځای اعدام شي.
33 کله چې هغوی هغه ځای ته چې د سر د کوپړۍ په نوم یادېده ورسېدل، نو عسکرو عیسی هلته په صلیب باندې مېخ کړ او هغه دوه مجرمان یې هم ورسره په صلیب وځړول، یو یې د هغه ښي لاس ته او بل یې د هغه چپ لاس ته.
34 عیسی وویل: «ای پلاره! دوی وبخښه، ځکه دوی نه پوهیږي چې څه کوي.» عسکرو د عیسی په کالیو باندې پچه واچوله او په خپل منځ کې یې سره ووېشل.
35 خلک د سیل دپاره هلته ولاړ وو او د یهودیانو مشرانو په هغه باندې ملنډې وهلې او ویل یې: «هغه نور خلک ژغورل، که چېرې هغه په رښتیا سره د خدای غوره شوی مسیح وي، نو اوس دې خپل ځان وژغوري.»
36 عسکرو هم په هغه باندې ملنډې ووهلې او هغوی د عیسی خواته ورنژدې شول او عادي شراب یې ورته ورکړل
37 او ورته ویې ویل: «که چېرې ته د یهودیانو پاچا یې، نو خپل ځان دې وژغوره.»
38 د هغه د سر دپاسه یوه تخته لګول شوې وه چې ورباندې لیکل شوي وو: «دا د یهودیانو پاچا دی.»
39 یو له هغو مجرمانو څخه چې هلته ځړول شوی ؤ عیسی ته پېغور ورکړ او ویې ویل: «ایا ته مسیح نه یې؟ نو بیا خپل ځان او مونږ وژغوره.»
40 خو هغه بل مجرم هغه ورټلو او ورته ویې ویل: «ایا ته له خدایه نه وېرېږې؟ ځکه چې په تا باندې هم د هغه په شان د مرګ حکم شوی دی.
41 زمونږ سره انصاف شوی دی، ځکه چې مونږ ته د خپلو عملونو سزا راکول کیږي. خو دې سړي کوم غلط کار نه دی کړی.»
42 بیا هغه وویل: «ای عیسی! کله چې خپلې پاچاهۍ ته ورسېدې، نو ما هم در په یاد کړه.»
43 عیسی هغه ته وویل: «په یقین سره زه تاته وایم چې ته به نن زما سره په جنت فردوس کې اوسې.»
44 ‏-
45 د غرمې شاوخوا دولس بجې وې چې لمر ورک شو او د ماسپښین تر درې بجو پورې په ټوله سیمه کې تیاره خپره شوه او د خدای د کور پرده په منځ کې دوه ټوټې شوه.
46 عیسی په لوړ اواز چیغه ووهله او ویې ویل: «ای پلاره! زه خپل روح تاته سپارم.» دا یې وویل او ساه یې ورکړه.
47 کله چې رومي منصبدار دا هرڅه ولیدل، نو د خدای ثنا یې وویله او ویې ویل: «بې له شکه چې دا سړی بې ګناه ؤ.»
48 هغه خلک چې دې نندارې ته راټول شوي وو، کله یې چې دا پېښه ولیدله، نو له غمه یې خپل ځانونه وهل او بېرته خپلو کورونو ته لاړل.
49 د عیسی ټول اشنایان او هغه ښځې چې د جلیل څخه هغه پسې راغلې وې په لېرې فاصله کې ولاړې وې او دا هرڅه یې لیدل.
50 هلته د یوسف په نوم یو سړی ؤ چې په یهودیه کې د رامه د ښار څخه ؤ او د یهودیانو د شورا غړی ؤ. هغه یو نېک او رښتینی سړی ؤ.
51 خو د هغوی د دې پرېکړې او دې کار سره جوړ نه ؤ او د خدای د پاچاهۍ په انتظار ؤ.
52 هغه پیلاتوس ته ورغی او د عیسی مړی یې ترې وغوښت.
53 بیا هغه د صلیب څخه مړی راښکته کړ او د کتان په کفن کې یې تاو کړ او په تیږه کې کیندل شوي قبر کې یې کېښود چې د دې نه مخکې په کې څوک نه ؤ ښخ شوی.
54 دا د جمعې ورځ وه، یعنې سبت ته د تیاري نیولو ورځ وه او د سبت ورځ پیل کېدله.
55 کومې ښځې چې د جلیل څخه د عیسی سره راغلې وې یوسف پسې روانې وې. هغوی قبر ولید چې د عیسی مړی په کې څنګه ایښودل شوی ؤ.
56 بیا هغوی بېرته د اورشلیم ښار ته لاړې او د مړي دپاره یې خوشبویه مسالې او عطر تیار کړل او د شریعت د حکم له مخې یې د سبت په ورځ ارام وکړ.