لوقا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 18

عیسی خپلو شاګردانو ته دا مثال راوړ چې هغوی ته وروښایي چې تل باید دعا وکړي او هېڅکله ناامیده نه شي.
2 هغه وویل: «په یو ښار کې یو قاضي ؤ چې نه له خدایه وېرېده او نه یې د خلکو پروا لرله.
3 په همدې ښار کې یوه کونډه وه چې هر وخت به هغه ته راتله او د خپل حق په خاطر به یې ورته زارۍ کولې او ویل به یې چې زما او زما د دښمن ترمنځ په شخړه کې زما سره انصاف وکړه.
4 قاضي ډېره موده نه غوښتل چې کوم کار وکړي، خو اخر هغه د خپل ځان سره وویل: ‹که څه هم زه نه له خدایه وېرېږم او نه د خلکو پروا لرم،
5 خو دا چې دې کونډې ماته سرخوږی پیدا کړی دی، نو زه به د هغې سره انصاف وکړم. که نه، نو هغه به هر وخت راځي او ما به تنګوي.›»
6 بیا عیسی وویل: «واورئ چې دا بې انصافه قاضي څه وایي.
7 ایا خدای به د خپلو غوره شویو خلکو سره چې شپه او ورځ ورته د مرستې په خاطر فریادونه کوي، انصاف ونه کړي؟ ایا د هغوی سره به په مرسته کولو کې ځنډ وکړي؟
8 زه درته وایم چې هغه به زر د هغوی سره انصاف وکړي. خو کله چې د انسان زوی راشي، نو ایا هغه به د ځمکې په مخ داسې څوک پیدا کړي چې ایمان ولري؟»
9 همدارنګه عیسی د هغو خلکو دپاره چې په خپل ځان ډاډمن وو چې نېک خلک دي او نور یې سپک ګڼل، دا مثال راوړ:
10 «یو وخت دوه تنه چې یو یې فریسي او بل یې مالیه ټولوونکی ؤ د دعا دپاره د خدای کور ته لاړل.
11 فریسي ودرېده او د خپل ځان سره یې داسې دعا وکړه: ‹ای خدایه! ستا شکر کوم چې د نورو په شان حریص، بې ایمانه او زناکار نه یم او نه د دې مالیه ټولوونکي په شان یم.
12 زه په هفته کې دوه ورځې روژه نیسم او څه چې ګټم د هغې لسمه برخه ورکوم.›
13 خو هغه مالیه ټولوونکی لېرې ولاړ ؤ او تر دې چې نه یې غوښتل پاس اسمان ته وګوري، خو خپله سینه یې وهله او ویل یې: ‹ای خدایه! په ما ګناهکار رحم وکړه.›»
14 عیسی وویل: «زه تاسو ته وایم چې هغه مالیه ټولوونکی چې خپل کور ته لاړ بخښل شوی دی، نه هغه فریسي. ځکه هرڅوک چې خپل ځان لوی ګڼي، هغه به خوار شي او هرڅوک چې خپل ځان عاجز کړي، نو هغه به سرلوړی شي.»
15 ځینو خلکو به عیسی ته خپل ماشومان راوستل چې خپل لاس په هغوی باندې کېږدي. کله چې شاګردانو دا ولیدل نو هغوی یې ورټل،
16 خو عیسی هغه ماشومان خپل ځان ته راوغوښتل او ویې ویل: «پرېږدئ چې ماشومان ماته راشي، هغوی مه منع کوئ، ځکه چې د خدای پاچاهي د همداسې خلکو ده.
17 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې د خدای پاچاهي د یو ماشوم په څېر ونه مني، نو هېڅکله به هغې ته وردننه نه شي.»
18 یو یهودي مشر د عیسی څخه پوښتنه وکړه: «ای نېک استاذه! زه باید څه وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟»
19 عیسی هغه ته وویل: «ولې ماته نېک وایې؟ پرته له خدایه بل هېڅوک نېک نه دی.
20 ته په حکمونو باندې پوهېږې: زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، د دروغو شاهدي مه ورکوه او د خپل مور او پلار عزت کوه.»
21 هغه سړي ځواب ورکړ: «ما د ځوانۍ له وخته په دې ټولو حکمونو عمل کړی دی.»
22 کله چې عیسی دا واورېدل نو هغه ته یې وویل: «په تا کې اوس هم د یو شي کمی شته. هرڅه چې لرې هغه خرڅ کړه او پیسې یې په غریبانو باندې ووېشه، نو ته به په اسمان کې خزانې ولرې، بیا راشه او زما پیروي وکړه.»
23 کله چې هغه سړي دا خبره واورېدله نو ډېر غمجن شو، ځکه چې هغه ډېر شتمن سړی ؤ.
24 کله چې عیسی ولیدل چې هغه غمجن شو نو ویې ویل: «د شتمنو خلکو دپاره د خدای په پاچاهۍ کې ننوتل څومره ګران کار دی.
25 د ستنې د سوري څخه د اوښ تېرېدل اسانه دي، له دې نه چې یو شتمن سړی دې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي.»
26 کومو خلکو چې دا واورېدل، نو د هغه نه یې پوښتنه وکړه: «نو بیا څوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟»
27 عیسی ځواب ورکړ: «هغه څه چې د انسانانو دپاره ناشوني دي، هغه د خدای دپاره ممکن دي.»
28 پطروس وویل: «وګوره، مونږ خپل هرڅه پریښي دي او تا پسې روان شو.»
29 عیسی هغوی ته وویل: «هو، په یقین سره زه تاسو ته دا وایم هرڅوک چې د خدای د پاچاهۍ دپاره خپل کور، خپله ښځه، ورونه، مور او پلار او اولادونه پرېږدي،
30 نو هغه به په دې نړۍ کې د هغې څو چنده بدل تر لاسه کړي او په اخرت کې به تلپاتې ژوندون ولري.»
31 بیا هغه خپل دولس شاګردان ګوښه کړل او هغوی ته یې وویل: «واورئ! مونږ اوس اورشلیم ته ځو او هغه څه چې پیغمبرانو د انسان د زوی په هکله لیکلي دي، هغه به پوره شي.
32 هغه به غیریهودیانو ته په لاس ورکړل شي. هغوی به ورباندې ملنډې ووهي، سپکاوی به یې وکړي او لاړې به ورباندې تو کړي.
33 هغه به په دورو ووهي او وبه یې وژني، خو په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.»
34 خو شاګردان په دې خبرو پوه نه شول، ځکه چې د دې خبرو معنی د هغوی څخه پټه ساتل شوې وه او هغوی نه پوهېدل چې عیسی د څه شي په هکله خبرې کولې.
35 کله چې عیسی اریحا ښار ته نژدې شو، نو یو ړوند سړی په لاره کې ناست ؤ او خیر یې غوښته.
36 کله چې هغه سړي د ګڼ شمېر خلکو اوازونه چې له هغه ځای څخه تېرېدل واورېد، نو پوښتنه یې وکړه: «څه خبره ده؟»
37 هغوی ورته وویل: «عیسی ناصري په دې لاره تېریږي.»
38 نو هغه چیغې ووهلې: «ای عیسی د داود زویه! په ما رحم وکړه.»
39 کوم خلک چې د عیسی څخه مخکې روان وو، هغه سړی ورټلو او ورته ویې ویل: «غلی شه.» خو هغه نور هم په لوړ اواز چیغې کړې: «ای د داود زویه! په ما رحم وکړه.»
40 نو عیسی ودرېده او امر یې وکړ چې هغه سړی هغه ته راولي. کله چې ورنژدې شو، نو عیسی ورڅخه پوښتنه وکړه:
41 «څه غواړې چې درته ویې وکړم؟» هغه وویل: «ای ښاغلیه! غواړم چې بینا شم.»
42 عیسی هغه ته وویل: «بینا شه، ته خپل ایمان روغ کړې.»
43 او هغه سمدلاسه بینا شو او په داسې حال کې چې د خدای ثنا یې ویله، د عیسی پسې روان شو. کله چې خلکو دا هرڅه ولیدل، نو ټولو د خدای ثنا وویله.