لوقا
څپرکی 16
عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «یو شتمن سړي یو ناظر درلود. دا سړی خبر شو چې ناظر د هغه شتمني بېځایه لګوي.
2 نو هغه یې راوغوښت او ورته ویې ویل: ‹دا څه دي چې ستا په هکله یې اورم؟ څه چې دې اخیستي او څه چې دې لګولي دي د هغو حساب راکړه، ځکه چې ته نور نه شې کولای زما ناظر اوسې.›
3 ناظر له ځان سره وویل: ‹زما بادار ما د خپل کار څخه شړي، نو اوس به زه څه کوم؟ زه خو دومره تکړه نه یم چې لاړ شم او چېرته لښتي وکینم او په خیر غوښتلو هم شرمېږم.
4 اوس پوه شوم چې څه وکړم. کله چې ما د دندې څخه لېرې کړي، نو زه باید ملګري ولرم چې ماته په خپلو کورونو کې ځای راکړي.›
5 نو د خپل بادار هر یو پوروړی یې راوغوښت. لومړي ته یې وویل: ‹زما د بادار څومره پوروړی یې؟›
6 هغه ځواب ورکړ: ‹سل پیمانې د زیتونو تېل.› ناظر ورته وویل: ‹خپل حساب راواخله، زر کښېنه او د هغې په ځای پنځوس ولیکه.›
7 بیا یې بل ته وویل: ‹ته څومره پوروړی یې؟› هغه ځواب ورکړ: ‹سل جواله غنم.› ناظر ورته وویل: ‹خپل حساب راواخله او د هغې په ځای اتیا ولیکه.›
8 نو بادار یې هغه بې ایمانه ناظر وستایه، په دې خاطر چې هغه په ځیرکۍ سره داسې کار وکړ، ځکه چې د دې نړۍ خلک په خپلو کې په راکړه ورکړه کې د ایماندارانو په نسبت ډېر ځیرک دي.»
9 عیسی زیاته کړه: «زه تاسو ته وایم چې په خپلې دنیاوي شتمنۍ د نورو سره مرسته وکړئ چې خپلو ځانونو ته ملګري پیدا کړئ، نو کله چې هغه شتمني خلاصه شي تاسو ته به په تلپاتې کورونو کې ځای درکړل شي.
10 څوک چې په لږو شیانو کې صادق وي، نو هغه به په ډېرو شیانو کې هم صادق وي، او څوک چې په لږو شیانو کې صادق نه وي، نو هغه به په ډېرو شیانو کې هم صادق نه وي.
11 که چېرې په دنیاوي شتمنۍ باندې په تاسو اعتبار ونه شي، نو په اصلي شتمنۍ به څوک په تاسو اعتبار وکړي؟
12 که چېرې تاسو د نورو خلکو د شتمنۍ په اړه صادق ونه اوسئ، نو څوک به تاسو ته هغه شتمني چې ستاسو به وي، درکړي؟
13 هېڅ غلام نه شي کولای چې د دوو بادارانو خدمت وکړي، ځکه چې داسې غلام به د یو څخه کرکه کوي او د بل سره به مینه او یا دا چې یو ته به وفادار وي او بل ته به په سپکه سترګه ګوري. تاسو نه شئ کولای چې هم د خدای بندګي وکړئ او هم د پیسو بندګي وکړئ.»
14 فریسیانو چې دا خبرې واورېدلې نو په عیسی باندې یې ملنډې ووهلې، ځکه چې هغوی د پیسو سره مینه لرله.
15 عیسی هغوی ته وویل: «تاسو داسې خلک یئ چې خپل ځانونه د نورو په مخکې رښتیني ښکاره کوئ، خو خدای ستاسو زړونه ښه پېژني. ځکه کوم شیان چې د انسانانو په نظر کې ډېر ارزښت لري، خدای هغه بد ګڼي.
16 د یحیی تر راتللو پورې خلکو د تورات او د پیغمبرانو په لیکنو عمل کاوه. له هغې وروسته د خدای د پاچاهۍ زېری اعلان شو او هرڅوک زیات کوښښ کوي چې هغې ته وردننه شي.
17 د ځمکې او اسمان له منځه تلل اسانه دي، له دې نه چې د شریعت یو ټکی هم له منځه لاړ شي.
18 هرڅوک چې خپله ښځه طلاقه کړي او د بلې ښځې سره واده وکړي، نو هغه زنا کوي او هرڅوک چې د طلاقې شوې ښځې سره واده وکړي، هغه هم زنا کوي.»
19 عیسی وویل: «یو شتمن سړی ؤ چې هره ورځ به یې تر ټولو قیمتي کالي اغوستل او په عیش او عشرت کې یې ژوند تېراوه.
20 د هغه د دروازې په مخکې به یو سوالګر چې ایلعازر نومېده او بدن یې له ټپونو څخه ډک ؤ، پروت ؤ
21 او په دې تمه به ؤ چې د هغه شتمن سړي د دسترخوان څخه په پاتې شویو ټوټو باندې ځان موړ کړي. حتی سپي به راتلل او د هغه ټپونه به یې څټل.
22 داسې وشول چې هغه غریب سړی مړ شو او فرښتو هغه د ابراهیم څنګ ته یووړ. بیا هغه شتمن سړی هم مړ شو او خاورو ته وسپارل شو.
23 هغه د مړو دنیا ته لاړ او هلته ډېر په عذاب ؤ. هغه چې پورته وکتل د لېرې نه یې ابراهیم ولید چې ایلعازر یې په خوا کې ؤ.
24 بیا هغه چیغې کړې او ویې ویل: ‹ای زما نیکه ابراهیمه! په ما رحم وکړه او ایلعازر راولېږه چې خپله ګوته په اوبو کې لمده کړي او زما ژبه پرې یخه کړي، ځکه چې زه په دې اور کې ډېر په عذاب یم.›
25 خو ابراهیم وویل: ‹زویه! در په یاد کړه، تا په خپل ژوند کې ټول ښه شیان تر لاسه کړل او ټول بد شیان د ایلعازر په نصیب کې وو. خو اوس هغه دلته ارام دی او ته په عذاب کې یې.
26 برسېره پر دې، زمونږ او ستاسو په منځ کې یوه لویه کنده شته، چې له هغې څخه نه څوک درپورې وتلی شي او نه څوک ترې راپورې وتلی شي.›
27 هغه شتمن سړي وویل: ‹ای زما پلاره ابراهیمه! زه تاته زارۍ کوم چې ایلعازر زما د پلار کور ته ولېږه،
28 ځکه چې زه پنځه ورونه لرم. پرېږده چې هغه لاړ شي او هغوی خبر کړي، هسې نه چې هغوی هم دې د عذاب ځای ته راشي.›
29 ابراهیم وویل: ‹د هغوی سره د موسی او نورو پیغمبرانو لیکنې شته، نو باید د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي او عمل پرې وکړي.›
30 شتمن سړي ځواب ورکړ: ‹نه، ای زما نیکه ابراهیمه! خو که له مړو څخه څوک هغوی ته ورشي، نو هغوی به توبه وباسي.›
31 خو ابراهیم ورته وویل: ‹که چېرې هغوی د موسی او نورو پیغمبرانو خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو که د مړو څخه هم څوک راپاڅيږي، هغوی به قانع نه شي.›»