لوقا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 15

په دې وخت کې ډېر مالیه ټولوونکي او ګناهکاران عیسی ته ورنژدې شول چې د هغه خبرې واوري.
2 خو فریسیانو او د شریعت عالمانو په خپلو کې په ګورېدلو پیل وکړ او ویل یې: «دا سړی د ګناهکارانو سره ناسته ولاړه کوي او حتی د هغوی سره یوځای ډوډۍ خوري.»
3 نو عیسی هغوی ته دا مثال راوړ:
4 «که چېرې په تاسو کې څوک سل پسونه ولري او یو پسه ورڅخه ورک شي، نو هغه به څه کوي؟ ایا هغه به هغه نهه نوي پسونه په دښته کې پرېنږدي او د هغه ورک پسه پسې به لاړ نه شي، ترڅو هغه پیدا کړي؟
5 کله چې هغه راپیدا کړي، نو په خوشحالۍ سره به یې خپلو اوږو ته پورته کړي.
6 او کله چې کور ته راشي، خپل ټول ملګري او ګاونډیان به سره راټول کړي او هغوی ته به ووایي: ‹زما سره په دې خوشحالۍ کې شریک شئ، ځکه چې خپل ورک شوی پسه مې وموند.›
7 زه تاسو ته وایم چې په همدې ډول کله چې یو ګناهکار توبه وباسي، نو په جنت کې به د هغه دپاره د نهه نوي نېکانو په پرتله چې توبې ته اړتیا نه لري، ډېره خوشحالي وي.
8 یا فرض کړئ د یوې ښځې سره د سپینو زرو لس سکې وي او یوه ترې ورکه شي. ایا هغه به څراغ بل نه کړي، خپل کور به جارو نه کړي او ټول ځایونه به ونه لټوي، ترڅو هغه راپیدا کړي؟
9 کله چې هغه راپیدا کړي، نو خپل ملګري او ګاونډیان به سره راټول کړي او هغوی ته به ووایي: ‹زما سره خوشحالي وکړئ، ځکه چې ما خپله ورکه شوې سکه راپیدا کړه.›
10 په همدې ډول زه تاسو ته وایم کله چې یو ګناهکار توبه وباسي، نو د خدای فرښتې به د هغه دپاره خوشحالي کوي.»
11 بیا عیسی وویل: «یو سړي دوه زامن لرل.
12 کشر زوی یې خپل پلار ته وویل: ‹پلاره! ماته مې خپله برخه جایداد راکړه.› نو هغه سړي خپل جایداد د خپلو دواړو زامنو ترمنځ ووېشه.
13 څو ورځې وروسته کشر زوی خپله برخه جایداد خرڅ کړ او پیسې یې واخیستلې او یو لېرې وطن ته لاړ او خپلې پیسې یې هلته په عیاشۍ کې بېځایه برباد کړلې.
14 کله چې هغه خپل هرڅه مصرف کړل، په هغه وطن کې سخته قحطي راغله او هغه محتاج شو.
15 نو هغه لاړ او د هغه وطن د یو سړي سره نوکر شو او هغه سړي هغه خپلو پټیو ته ولېږه چې خوګان وساتي.
16 هغه په دې ارمان ؤ چې خپله ګېډه په هغو خوړو باندې مړه کړي چې خوګانو به خوړل، خو هېچا هغه ته څه نه ورکول.
17 په پای کې د هغه عقل سر ته راغی او ویې ویل: ‹زما د پلار مزدوران دومره زیات خواړه لري چې ورڅخه پاتې کیږي او زه دلته د لوږې له لاسه مړ کېږم.
18 زه به لاړ شم او خپل پلار ته به ورشم او ورته به ووایم چې پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده.
19 زه نور د دې وړ نه یم چې ته راته خپل زوی ووایې. ما هم یو له خپلو مزدورانو څخه وشمېره.›
20 نو هغه پاڅېد او د خپل پلار کور ته روان شو. هغه لا کور ته نه ؤ رسېدلی چې پلار یې هغه له لېرې ولیده، زړه یې ورباندې وسوځېده او په منډه منډه د خپل زوی خواته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه او ښکل یې کړ.
21 زوی یې وویل: ‹پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده. زه نور د دې وړ نه یم چې ستا زوی وګڼل شم.›
22 خو پلار یې خپلو نوکرانو ته وویل: ‹زر شئ. تر ټولو ښه چپنه راوړئ او هغه ته یې واغوندئ. ګوته ورته په لاس کړئ او څپلۍ ورته په پښو کړئ.
23 یو چاغ خوسکی راولئ او حلال یې کړئ او راځئ چې مېله جوړه کړو او خوشحالي وکړو.
24 ځکه چې زما دا زوی مړ شوی ؤ او بېرته راژوندی شوی دی. هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.› نو هغوی جشن پیل کړ.
25 خو د هغه مشر زوی په دې وخت کې په پټي کې ؤ. کله چې راغی او کور ته رانژدې شو، نو د ساز او نڅا اواز یې واورېد.
26 نو یو نوکر یې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه: ‹دا څه دي؟›
27 نوکر ځواب ورکړ: ‹ستا ورور راغلی دی او پلار دې یو چاغ خوسکی حلال کړی دی، ځکه چې هغه روغ رمټ بېرته راغلی دی.›
28 خو مشر ورور دومره په قهر شو چې نه یې غوښتل کور ته ننوځي. پلار یې دباندې راووت او هغه ته یې زاري وکړه چې کور ته ننوځي.
29 خو هغه خپل پلار ته په ځواب کې وویل: ‹ګوره، کلونه کلونه کیږي چې ما لکه د غلام په شان ستا خدمت کړی دی او هېڅکله مې ستا د امر څخه سرغړونه نه ده کړې. خو ماته دې یو سېرلی هم نه دی راکړی چې خپلو ملګرو ته مې مېلمستیا ورکړې وای.
30 خو دې زوی دې خپل ټول جایداد په فاحشو باندې برباد کړ او کله چې بېرته کور ته راغی نو تا ورته چاغ خوسکی حلال کړ.›
31 پلار یې ورته وویل: ‹زما زویه! ته تل زما سره یې او زه چې هرڅه لرم هغه ستا دي.
32 خو اوس باید جشن ونیسو او خوشحالي وکړو، ځکه چې ستا دا ورور مړ شوی ؤ، خو اوس بېرته راژوندی شوی دی، هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.›»