لوقا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 13

په همدې وخت کې په هغه ځای کې ځینو حاضرینو عیسی د هغو جلیلیانو څخه خبر کړ چې پیلاتوس هغوی خدای ته د قرباني وړاندې کولو په وخت کې ووژل.
2 عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «ایا ګومان کوئ چې دغه جلیلیان د جلیل له نورو ټولو اوسېدونکو څخه ډېر ګناهکاران وو چې په دې ډول ووژل شول؟
3 نه، زه تاسو ته وایم که چېرې تاسو توبه ونه باسئ، نو تاسو ټول به د هغوی په شان تباه شئ.
4 یا هغه اتلس تنه چې په سیلوام کې ورباندې برج راوغورځېده او مړه شول، ایا ګومان کوئ چې هغوی د هغو نورو ټولو خلکو څخه چې په اورشلیم کې اوسیږي ډېر ګناهکاران وو؟
5 نه، زه تاسو ته وایم که چېرې توبه ونه باسئ، نو تاسو ټول به د هغوی په شان تباه شئ.»
6 بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «یو سړي خپل د انګورو په باغ کې د انځر یوه ونه کرلې وه. کله چې راغی چې انځران راټول کړي، هېڅ یې په کې پیدا نه کړل.
7 نو خپل باغوان ته یې وویل: ‹ګوره، درې کاله کیږي چې راځم او په دې ونه کې مېوه لټوم، خو هېڅ مې په کې پیدا نه کړ. دا ونه ووهه. دې ونې ولې هسې ځای نیولی دی؟›
8 خو باغوان ورته ځواب ورکړ: ‹باداره! دا کال یې هم پرېږده، زه به د هغې شاوخوا ځمکه وکینم او سره به ورته واچوم.
9 که په راتلونکي فصل کې یې مېوه ونیوله نو ډېره ښه به وي، که نه نو بیا کولای شې چې ویې وهې.›»
10 د سبت په یوه ورځ عیسی په کنیسه کې تعلیم ورکاوه.
11 هلته یوه ښځه وه چې اتلس کاله کېدل چې پېریانو نیولې وه او هغه یې کمزورې کړې وه. ملا یې ورته داسې کړوپه کړې وه چې بیخي سمه ودرېدلی نه شوه.
12 کله چې عیسی هغه ښځه ولیدله، نو هغه یې راوغوښتله او ورته ویې ویل: «ای خورې! ته د خپلې ناروغۍ څخه خلاصه شوې.»
13 بیا یې خپل لاسونه په هغې باندې کېښودل او هغه سمدلاسه نېغه ودرېدله او د خدای ثنا یې وویله.
14 خو د کنیسې مشر د عیسی په دې کار چې د سبت په ورځ یې ناروغ ته شفا ورکړې وه، خفه شو او خلکو ته یې وویل: «په هفته کې شپږ ورځې دي چې باید کار وشي، نو په همدې ورځو کې راځئ او شفا مومئ، خو د سبت په ورځ نه.»
15 خو عیسی هغه ته ځواب ورکړ: «ای منافقانو! ایا تاسو هر یو د سبت په ورځ خپل غویی یا خر د آخور څخه نه ایله کوئ او د اوبو دپاره یې نه بیایئ؟
16 نو دا ښځه د ابراهیم لور ده او اتلس کاله کیږي چې د شیطان په بند کې وه. ایا هغه باید د سبت په ورځ د بند څخه ازاده نه شي؟»
17 د عیسی په دې خبرو د هغه مخالفین خجالته شول، خو خلک د هغه په دې حیرانوونکي کارونو چې کول یې، خوشحاله شول.
18 بیا عیسی پوښتنه وکړه: «د خدای پاچاهي د څه شي په شان ده او هغه د څه شي سره پرتله کړم؟
19 دا د شړشمو د تخم په شان ده چې یو سړي هغه راواخیست او په خپل پټي کې یې وکرلو. هغه لوی شو او بوټی ترې جوړ شو او مرغان راغلل او د هغه په څانګو یې ځالې جوړې کړې.»
20 عیسی یوځل بیا پوښتنه وکړه: «د خدای پاچاهي د څه شي سره پرتله کړم؟
21 دا د هغې خمیرې په شان ده چې یوه ښځه هغه واخلي او د درې پیمانې اوړو سره یې ګډه کړي، ترڅو هغه ټول خمیره شي.»
22 عیسی اورشلیم ته روان ؤ او په لاره یې په ښارونو او کلیو کې خلکو ته تعلیم ورکاوه.
23 یو چا ورڅخه پوښتنه وکړه: «استاذه! ایا یوازې لږ خلک به خلاصون ومومي؟» عیسی ځواب ورکړ:
24 «زیات کوښښ وکړئ چې له تنګې دروازې څخه وردننه شئ، ځکه زه تاسو ته وایم چې ډېر خلک به د ننوتلو هڅه وکړي، خو وبه نه شي کړای.
25 کله چې یوځل د کور خاوند راپاڅيږي او دروازه بنده کړي، نو تاسو به دباندې پاتې شئ او دروازه به ټکوئ او وایئ به چې ای ښاغلیه! دروازه خلاصه کړه. خو هغه به ځواب درکړي چې زه تاسو نه پېژنم چې له کوم ځای نه راغلي یئ.
26 نو بیا به تاسو وایئ: ‹مونږ تا سره په یو دسترخوان خوړلې او څښلې او تا زمونږ په کوڅو کې تعلیم ورکاوه.›
27 خو هغه به بیا درته ووایي: ‹زه تاسو نه پېژنم چې له کوم ځای نه راغلي یئ. ای بدکارانو! زما د مخې نه لېرې شئ.›
28 کله چې تاسو ووینئ چې ابراهیم، اسحاق، یعقوب او ټول پیغمبران د خدای په پاچاهۍ کې دي خو تاسو ورڅخه شړل شوي یئ، نو بیا به ژاړئ او خپل غاښونه به چیچئ.
29 خلک به د ختیځ او لوېدیځ او شمال او جنوب څخه راشي او د خدای د پاچاهۍ په مېلمستیا کې به کښېني.
30 څوک چې اوس وروستي دي، هغوی به اول شي او څوک چې اول وي هغوی به وروستي شي.»
31 په هماغه وخت کې یو څو فریسیان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «دا ځای پرېږده او کوم بل ځای ته لاړ شه، ځکه چې هیرودیس غواړي تا ووژني.»
32 عیسی هغوی ته وویل: «لاړ شئ او هغه ګیدړ ته ووایئ چې زه نن او سبا پېریان وباسم او خلک روغوم او په درېمه ورځ به خپل کار پای ته ورسوم.
33 په هر حال، زه باید نن او سبا او بل سبا خپل سفر ته دوام ورکړم، ځکه چې دا ناشونې ده چې یو پیغمبر دې د اورشلیم څخه پرته په بل ځای کې ووژل شي.
34 ای اورشلیمه! ای اورشلیمه! ای هغه ښاره چې پیغمبران وژنې او کوم کسان چې د خدای له خوا درلېږل کیږي، هغه سنګساروې. ما څو څو ځلې وغوښتل چې ستا خلک داسې سره راټول کړم لکه چرګه چې خپل بچي د خپلو وزرونو لاندې راټولوي، خو تا ونه غوښتل.
35 ګوره، ستاسو کور تاسو ته خالي پرېښودل کیږي. زه تاسو ته وایم چې نور به ما تر هغې ونه وینئ ترڅو هغه وخت راشي چې دا ووایئ:‹مبارک دی هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي.›»