لوقا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 3

د تیبریوس امپراتور د حکومت په پنځلسم کال کله چې پانتیاس پیلاتوس د یهودیې والي ؤ او هیرودیس د جلیل حاکم ؤ او د هغه ورور فیلیپوس د ایتوریې او ترخونیتس د سیمو حاکم او لیسانیوس د آبیلینې حاکم ؤ،
2 او حناس او قیافا لوی کاهنان وو، په هغه وخت کې د خدای کلام په دښته کې د زکریا په زوی یحیی باندې نازل شو.
3 نو یحیی د اردن د سیند شاوخوا ټوله سیمه کې ګرځېده او وعظ یې کاوه چې د خپلو ګناهونو د بخښنې په خاطر توبه وباسئ او د تعمید غسل واخلئ.
4 لکه څنګه چې د اشعیا پیغمبر په کتاب کې لیکل شوي دي:«یو څوک چیغې وهي په بیابان کېکړئ تیاره د څښتن دپاره لارهلاره کړئ سمه د هغه دپاره
5 ډکه به شي هره درههواره به شي هره غونډۍ او غرکږې لارې به شي سمېاو شي به هوار کنډ او کپر ځایونه
6 بیا به وویني ټول انسانان د خدای خلاصون»
7 یحیی هغو ګڼ شمېر خلکو ته چې د هغه په لاس د تعمید غسل اخیستلو ته راغلي وو، وویل: «ای د مارانو بچیانو! تاسو چا خبر کړئ چې د راتلونکي غضب څخه وتښتئ؟
8 نو بیا داسې کارونه وکړئ ترڅو دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده. د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې ابراهیم زمونږ پلار دی. ځکه چې زه درته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي.
9 همدا اوس د ونو بېخونو ته تبر نیول شوی دی او هره ونه چې ښه مېوه نه نیسي، هغه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي.»
10 خلکو د هغه څخه پوښتنه وکړه: «نو بیا مونږ څه وکړو؟»
11 هغه ځواب ورکړ: «څوک چې دوه کمیسونه لري، نو یو دې هغه چاته ورکړي چې نه یې لري او همدارنګه چا سره چې خواړه وي هغه دې هم د نورو سره ووېشي.»
12 مالیه ټولوونکي هم د تعمید د غسل اخیستلو دپاره راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ای استاذه! مونږ باید څه وکړو؟»
13 هغه ځواب ورکړ: «د ټاکل شوې اندازې څخه زیاته مالیه مه اخلئ.»
14 همدارنګه ځینو عسکرو هم ورڅخه پوښتنه وکړه: «او مونږ څه وکړو؟» هغوی ته یې وویل: «د چا څخه په زوره پیسې مه اخلئ او په هېچا باندې په دروغو تور مه لګوئ. په خپله تنخوا باندې قناعت وکړئ.»
15 خلکو انتظار کاوه او په خپلو زړونو کې یې د یحیی په هکله فکر کاوه چې هغه به مسیح وي که نه.
16 نو یحیی هغوی ټولو ته وویل: «زه تاسو ته په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو یو څوک راروان دی چې هغه زما څخه ډېر زورور دی. زه حتی د دې لایق هم نه یم چې د هغه د څپلیو تسمې خلاصې کړم. هغه به تاسو ته په روح القدس او په اور باندې د تعمید غسل درکوي.
17 هغه خپله ښاخۍ په لاس کې نیولې ده چې خپل درمند پاک کړي او غنم په خپل ګودام کې سره راټول کړي، خو بوس به په هغه اور کې سوځوي چې هېڅکله نه مړ کیږي.»
18 یحیی په ډېرو نورو طریقو خلک هڅول او هغوی ته یې زېری اوراوه.
19 خو یحیی هیرودیس والي د خپلې ورېندارې هیرودیا سره د ناروا اړیکو درلودلو او نورو ټولو بدو کارونو له امله ملامت کړ.
20 بیا زندان ته د یحیی په اچولو سره هیرودیس یو بل بد کار هم وکړ.
21 کله چې ټولو خلکو ته د تعمید غسل ورکړل شو، نو عیسی ته هم د تعمید غسل ورکړل شو. کله چې هغه دعا کوله نو د اسمان دروازه پرانیستل شوه
22 او روح القدس په هغه باندې د کوترې په شکل رانازل شو او د اسمان څخه یو اواز راغی: «ته زما ګران زوی یې. زه ستا نه خوشحاله یم.»
23 عیسی شاوخوا د دېرشو کالو په عمر ؤ چې خپل خدمت یې پیل کړ او خلکو ګومان کاوه چې هغه د یوسف زوی دی. یوسف د هالي زوی ؤ،
24 هالي د متات زوی ؤ، متات د لاوي زوی ؤ، لاوي د ملکي زوی ؤ، ملکي د ینا زوی ؤ، ینا د یوسف زوی ؤ،
25 یوسف د متاتیا زوی ؤ، متاتیا د عاموس زوی ؤ، عاموس د ناحوم زوی ؤ، ناحوم د حسلي زوی ؤ، حسلي د نجي زوی ؤ،
26 نجي د مات زوی ؤ، مات د متاتیا زوی ؤ، متاتیا د شمعي زوی ؤ، شمعي د یوسک زوی ؤ، یوسک د یوداه زوی ؤ،
27 یوداه د یوحنا زوی ؤ، یوحنا د ریسا زوی ؤ، ریسا د زروڅپرکیل زوی ؤ، زروڅپرکیل د شالتي ییل زوی ؤ، شالتي ییل د نیري زوی ؤ،
28 نیري د ملکي زوی ؤ، ملکي د آدي زوی ؤ، آدي د قوسام زوی ؤ، قوسام د ایلمودام زوی ؤ، ایلمودام د عیر زوی ؤ،
29 عیر د یوشع زوی ؤ، یوشع د ایلعازر زوی ؤ، ایلعازر د یوریم زوی ؤ، یوریم د متات زوی ؤ، متات د لاوي زوی ؤ،
30 لاوي د شمعون زوی ؤ، شمعون د یهودا زوی ؤ، یهودا د یوسف زوی ؤ، یوسف د یونان زوی ؤ، یونان د ایلیاقیم زوی ؤ،
31 ایلیاقیم د ملیا زوی ؤ، ملیا د مینان زوی ؤ، مینان د متاتا زوی ؤ، متاتا د ناتان زوی ؤ، ناتان د داود زوی ؤ،
32 داود د یسي زوی ؤ، یسي د عوبید زوی ؤ، عوبید د بوعز زوی ؤ، بوعز د شلمون زوی ؤ، شلمون د نحشون زوی ؤ،
33 نحشون د عمیناداب زوی ؤ، عمیناداب د ادمین زوی ؤ، ادمین د آرام زوی ؤ، آرام د حزرون زوی ؤ، حزرون د فارز زوی ؤ، فارز د یهودا زوی ؤ،
34 یهودا د یعقوب زوی ؤ، یعقوب د اسحاق زوی ؤ، اسحاق د ابراهیم زوی ؤ، ابراهیم د تارح زوی ؤ، تارح د ناحور زوی ؤ،
35 ناحور د سروج زوی ؤ، سروج د رعو زوی ؤ، رعو د فلج زوی ؤ، فلج د عابر زوی ؤ، عابر د صالح زوی ؤ،
36 صالح د قینان زوی ؤ، قینان د ارفکشاد زوی ؤ، ارفکشاد د سام زوی ؤ، سام د نوح زوی ؤ، نوح د لامک زوی ؤ،
37 لامک د متوشالح زوی ؤ، متوشالح د خنوخ زوی ؤ، خنوخ د یارد زوی ؤ، یارد د مهللییل زوی ؤ، مهللییل د قینان زوی ؤ،
38 قینان د انوش زوی ؤ، انوش د شیث زوی ؤ، شیث د آدم زوی ؤ، او آدم خدای پیدا کړی ؤ.