لوقا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 20

یوه ورځ کله چې عیسی د خدای په کور کې خلکو ته تعلیم ورکاوه او زېری یې ورته اعلاناوه، مشران کاهنان او د شریعت عالمان د نورو یهودي مشرانو سره راغلل
2 او هغه ته یې وویل: «ته څه حق لرې چې دا کارونه کوې؟ چا تاته دا اختیار درکړی دی؟»
3 عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «زه هم ستاسو څخه یوه پوښتنه کوم، ماته ووایئ چې
4 د یحیی د تعمید غسل ورکول د خدای له خوا ؤ یا د انسان له خوا؟»
5 هغوی په خپل منځ کې بحث وکړ او ویل یې: «که چېرې ووایو چې د خدای له خوا ؤ، نو هغه به ووایي چې بیا تاسو ولې په هغه باندې ایمان رانه وړ؟
6 خو که چېرې ووایو چې د انسان له خوا ؤ، نو ټول خلک به مونږ سنګسار کړي، ځکه چې هغوی په دې عقیده دي چې یحیی پیغمبر ؤ.»
7 نو ځواب یې ورکړ: «مونږ نه پوهېږو چې د کوم ځای ؤ.»
8 عیسی هغوی ته وویل: «زه هم تاسو ته نه وایم چې په کوم اختیار دا کارونه کوم.»
9 بیا عیسی خلکو ته دا مثال راوړ: «یو سړي د انګورو باغ جوړ کړ او هغه یې باغوانانو ته په اجاره ورکړ او په خپله د اوږدې مودې دپاره یو بل وطن ته لاړ.
10 کله چې د انګورو د راټولولو وخت راورسېد، نو هغه خپل یو نوکر باغوانانو ته ورولېږه چې د باغ د حاصلاتو څخه د هغه برخه راوړي. خو باغوانانو هغه وواهه او تش لاس یې بېرته ولېږه.
11 بیا هغه بل نوکر ورولېږه، خو باغوانانو هغه هم وواهه، هغه یې بې عزته کړ او تش لاس یې بېرته راولېږه.
12 بیا یې درېم نوکر ورولېږه، خو هغه یې هم ټپي کړ او دباندې یې وغورځاوه.
13 د باغ خاوند د خپل ځان سره وویل: ‹اوس څه وکړم؟ زه به خپل ګران زوی ورولېږم، کېدای شي چې د هغه لحاظ وکړي.›
14 خو کله چې باغوانانو هغه ولید، نو یو بل ته یې سره وویل: ‹دا یې وارث دی. راځئ چې مړ یې کړو، نو میراث به یې زمونږ شي.›
15 نو هغه یې د انګورو د باغ څخه دباندې وویست او ویې واژه.»عیسی پوښتنه وکړه: «د باغ خاوند به اوس د هغوی سره څه کوي؟
16 هغه به راشي او دا باغوانان به مړه کړي او د انګورو باغ به نورو ته ورکړي.» کله چې خلکو دا واورېدل، نو ویې ویل: «خدای دې نه کړي.»
17 عیسی هغوی ته په ځیر سره وکتل او پوښتنه یې وکړه: «نو بیا د زبور د کتاب د دې برخې معنی څه ده؟‹کومه تیږه چې ګلکارانو رد کړههغه د تهداب اصلي تیږه شوه.›
18 هرڅوک چې په دې تیږه راولویږي نو ټوټې ټوټې به شي او که هغه تیږه په چا باندې راولویږي، نو هغه به ذرې ذرې کړي.»
19 د شریعت عالمانو او مشرانو کاهنانو غوښتل چې په هماغه ساعت عیسی ونیسي، ځکه چې هغوی پوه شول چې دا مثال یې د دوی په هکله ووایه، خو د خلکو څخه وېرېدل.
20 بیا هغوی د موقع په لټه کې وو او ځینې جاسوسان یې چې خپل ځانونه یې صادقان ښودل ولېږل، ترڅو عیسی په خپلو خبرو کې راونیسي او هغه د روم والي ته چې د قدرت او واک خاوند دی وسپاري.
21 جاسوسانو عیسی ته وویل: «استاذه! مونږ پوهېږو ته چې څه وایې او کوم تعلیم چې ورکوې هغه صحیح دی. ته د هېچا طرفداري نه کوې بلکې په رښتینولۍ سره د خدای د لارې تعلیم ورکوې.
22 ایا مونږ ته روا ده چې امپراتور ته مالیه ورکړو که نه؟»
23 عیسی پوه شو چې هغوی ورسره چل کوي، نو ورته ویې ویل:
24 «ماته د سپینو زرو یوه سکه وښایئ. په هغې باندې د چا تصویر او د چا نوم دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «د امپراتور.»
25 عیسی وویل: «نو بیا څه چې د امپراتور دي هغه امپراتور ته ورکړئ او څه چې د خدای دي هغه خدای ته ورکړئ.»
26 هغوی ونه شو کولای چې عیسی د خلکو په مخکې په خپلو خبرو کې راونیسي او د هغه په ځواب حیران شول، نو غلي پاتې شول.
27 بیا ځینې صدوقیان چې د مرګ څخه وروسته د بیا راژوندي کېدلو څخه منکر وو، عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې یو سوال وکړ:
28 «استاذه! موسی په شریعت کې مونږ ته لیکلي دي چې که چېرې د چا ورور مړ شي او ښځه یې ترې پاتې شي او اولاد ونه لري، نو د دې سړي ورور باید د هغې کونډې سره واده وکړي، ترڅو د هغه اولادونه پیدا شي او هغه یې د مړه ورور اولادونه وګڼل شي.
29 نو داسې وشول چې اووه ورونه وو، لومړني یې ښځه وکړه او بې اولاده مړ شو.
30 بیا دوهم یې هماغه ښځه وکړله، هغه هم بې اولاده مړ شو.
31 بیا درېم هغه وکړله او په همدې ډول اووه واړو د هغې سره وادونه وکړل او هر یو مړ شو، خو د یو هم اولاد ونه شو،
32 او له ټولو وروسته هغه ښځه هم مړه شوه.
33 نو د قیامت په ورځ به هغه د کوم یو ښځه وي؟ ځکه چې اووه واړو د هغې سره وادونه کړي وو.»
34 عیسی ځواب ورکړ: «په دې نړۍ کې نر او ښځې وادونه کوي،
35 خو کوم خلک چې د راتلونکې نړۍ او د مرګ څخه د بیا راژوندي کېدلو لایق ګڼل شوي دي، هغوی یو د بله سره وادونه نه کوي.
36 هغوی به نور نه مړه کیږي، ځکه چې د فرښتو په شان به وي. هغوی د خدای اولادونه دي، ځکه چې د مړو څخه د تل دپاره راژوندي شوي دي.
37 او دا چې مړي بیا راژوندي کیږي، موسی دا په خپله د سوځېدونکي بوټي په پېښه کې وښودله او هلته یې څښتن د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای وباله.
38 هغه د مړو نه بلکې د ژوندیو خدای دی، ځکه چې د هغه په نظر کې ټول ژوندي دي.»
39 د شریعت ځینو عالمانو وویل: «استاذه! ډېر ښه ځواب دې ورکړ.»
40 له هغې وروسته نور چا جرات ونه کړ چې د هغه څخه بله پوښتنه وکړي.
41 بیا عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «هغوی څنګه ویلی شي چې مسیح د داود زوی دی؟
42 ځکه چې خپله داود د زبور په کتاب کې وایي:څښتن زما بادار ته وویل:‹زما ښي لاس ته کښېنه
43 ترڅو ستا دښمنان ستا تر پښو لاندې کړم.›
44 نو کله چې داود مسیح ته بادار وایي، بیا دا څنګه کېدای شي چې هغه د داود زوی وي؟»
45 په داسې حال کې چې ټولو خلکو د عیسی خبرو ته غوږ نیولی ؤ، خپلو شاګردانو ته یې وویل:
46 «د شریعت د عالمانو سره احتیاط کوئ. هغوی دا خوښوي چې په اوږدو چپنو کې وګرځي او په بازارونو کې ورته خلک سلام واچوي او غواړي چې په کنیسو کې په مخکې ځایونو او په مېلمستیاوو کې په ښو ځایونو کې کښېني.
47 هغوی د کونډو مالونه خوري او د ځان ښودنې دپاره اوږدې اوږدې دعاګانې کوي. د داسې خلکو سزا به د ټولو نه سخته وي.»