لوقا
څپرکی 14
د سبت په یوه ورځ عیسی د ډوډۍ خوړلو دپاره د فریسیانو د ډلې د یو مشر کور ته لاړ او هلته خلکو په ځیر هغه ته کتل.
2 هلته عیسی ته مخامخ یو سړی ولاړ ؤ چې د پړسوب په ناروغۍ اخته ؤ.
3 عیسی د شریعت د عالمانو او فریسیانو څخه پوښتنه وکړه: «ایا د سبت په ورځ د ناروغانو روغول روا دي که نه؟»
4 خو هغوی غلي پاتې شول. نو عیسی هغه سړی له لاسه ونیوه، هغه یې روغ کړ او رخصت یې کړ.
5 بیا عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «که چېرې د سبت په ورځ په تاسو کې د کوم چا زوی یا غویی په څاه کې ولویږي، نو ایا هغه به یې سمدلاسه راونه باسي؟»
6 خو د هغوی سره د دې خبرې ځواب نه ؤ.
7 کله چې عیسی ولیدل چې ځینو مېلمنو کوښښ کاوه د ځانونو دپاره تر ټولو ښه ځایونه ونیسي، نو هغوی ته یې دا مثال راوړ:
8 «کله چې څوک تاسو ته د واده د مېلمستیا دپاره بلنه درکړي نو د مجلس په سر کې مه کښېنئ، ځکه کېدای شي چې ستاسو څخه کوم بل ډېر مهم سړی رابلل شوی وي،
9 او ستاسو کوربه چې تاسو دواړه یې رابللي یئ راشي او درته ووایي: ‹خپل ځای دې سړي ته پرېږده.› نو بیا به وشرمېږې او مجبوره به شې چې تر ټولو وروستني ځای کې کښېنې.
10 خو کله چې د چا مېلمه شې، نو لاړ شه او تر ټولو وروستني ځای کې کښېنه، ترڅو کله چې کوربه راشي او درته ووایي: ‹ای زما ملګریه! پاس کښېنئ.› په دې به د نورو ټولو مېلمنو په مخکې ستا عزت وشي،
11 ځکه څوک چې خپل ځان لوی ګڼي، هغه به خوار شي او څوک چې خپل ځان عاجز کړي، هغه به سرلوړی شي.»
12 بیا عیسی خپل کوربه ته وویل: «کله چې د غرمې یا د ماښام ډوډۍ دپاره څوک راغواړې، نو خپلو ملګرو یا خپلو ورونو یا خپلوانو یا خپلو شتمنو ګاونډیانو ته بلنه مه ورکوه، ځکه چې هغوی به هم بېرته تاته بلنه درکړي او په دې ډول به ستا بدل پوره کړي.
13 خو کله چې مېلمستیا ورکوې، نو غریبانو، شلانو، ګوډانو او ړندو ته بلنه ورکړه.
14 نو ته به بختور یې، ځکه چې هغوی ستا بدل نه شي پوره کولای. خو د قیامت په ورځ به خدای تاته د نېکانو سره اجر درکړي.»
15 کله چې د حاضرو خلکو څخه یو تن چې په دسترخوان ورسره ناست ؤ دا واورېدل، نو عیسی ته یې وویل: «بختور دي هغه خلک چې د خدای په پاچاهۍ کې به په مېلمستیا کې کښېني.»
16 عیسی هغه ته وویل: «یو سړي یوه لویه مېلمستیا جوړه کړه او ډېر خلک یې راوبلل.
17 کله چې د ډوډۍ وخت شو، نو خپل نوکر یې مېلمنو پسې ولېږه چې ورته ووایي: ‹راشئ، هرڅه تیار دي.›
18 خو هغوی ټولو بهانې پیل کړې. لومړني وویل: ‹ما لږه ځمکه اخیستې ده، باید لاړ شم او هغه ووینم. مهرباني وکړه زما عذر ومنه.›
19 بل وویل: ‹ما پنځه جوړې غویان اخیستي دي او روان یم چې هغه امتحان کړم، مهرباني وکړه زما عذر ومنه.›
20 او بل یې وویل: ‹ما نوی واده کړی دی، نو له دې امله نه شم درتللی.›
21 نوکر بېرته راغی او خپل بادار ته یې دا هرڅه وویل. بادار ډېر په قهر شو او خپل نوکر ته یې وویل: ‹زر زر د ښار لارو او کوڅو ته ووځه او غریبان، شلان، ړانده او ګوډان راوله.›
22 کله چې نوکر بېرته راستون شو، نو ویې ویل: ‹باداره! ستاسو امر په ځای شو، خو بیاهم د نورو خلکو دپاره ځای شته.›
23 بیا بادار خپل نوکر ته وویل: ‹د ښار څخه دباندې سرکونو او کوڅو ته ووځه او خلک په زوره راوله، ترڅو زما کور ډک شي.
24 زه تاسو ته وایم چې د هغو خلکو څخه چې لومړی مې ورته بلنه ورکړې وه هېڅوک به هم زما د دې مېلمستیا خوند ونه څکي.›»
25 یوځل چې د خلکو یوه لویه ډله د عیسی سره روانه وه، عیسی هغوی ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل:
26 «که څوک ماته راځي او هغه د خپل مور، پلار، خپلې ښځې او اولادونو، خویندو او ورونو او حتی د خپل ځان څخه هم زما سره زیاته مینه ونه کړي، هغه نه شي کولای چې زما شاګرد شي.
27 که چېرې څوک خپل صلیب راوانخلي او ما پسې رانه شي، نو هغه زما شاګرد کېدای نه شي.
28 فرض کړئ چې په تاسو کې کوم څوک غواړي یو برج جوړ کړي، ایا هغه به لومړی نه کښېني چې لګښت یې وسنجوي، ترڅو وویني چې د هغه سره دومره پیسې شته چې هغه ورباندې سرته ورسوي یا نه؟
29 که نه، نو تهداب به یې کېږدي، خو وبه نه شي کولای چې سرته یې ورسوي، نو هرڅوک چې هغه وګوري ورپورې وبه خاندي.
30 هغوی به وایي چې دې سړي د ودانۍ کار پیل کړ، خو ویې نه شو کولای چې سرته یې ورسوي.
31 یا کوم داسې پاچا به وي چې د بل پاچا سره د جګړې دپاره ځي او پرته له دې چې لومړی کښېني او فکر وکړي چې ایا د خپل لسو زرو عسکرو سره به وکولای شي د هغه بل پاچا سره چې شل زره لښکر لري، وجنګیږي؟
32 که چېرې هغه ونه شي کولای، نو مخکې له دې چې دښمن ورته راورسیږي، هغه به استازي ولېږي او د سولې د شرطونو په هکله به ورڅخه غوښتنه وکړي.
33 په همدې ډول په تاسو کې هېڅوک تر هغې زما شاګرد کېدای نه شي، ترڅو پورې چې د خپل مال او دولت څخه تېر نه شي.
34 مالګه ښه شی دی، خو که په خپله مالګه بې خونده شي نو هغه به څنګه بېرته خپل خوند پیدا کړي؟
35 د هغې څخه نور نه د ځمکې دپاره او نه د سرې دپاره کار اخیستل کیږي او خلک هغه لېرې غورځوي. که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.»