يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 6

اے د بنيامين خلقو، د خپل ځان د بچ کېدو دپاره منډه کړئ او د يروشلم نه وتښتئ. په تقوع کښې بيګل وغږوئ او په بيت‌هکرم کښې د خطرې اعلان وکړئ. ځکه چې د شمال طرف نه لوئ افت او بربادى راروانه ده.
2 زما د صيون ښکلې او نازکې لورې تۀ زما خوښه يې خو زۀ به دې تباه کړم.
3 تا به دشمن داسې محاصره کړى لکه څنګه چې شپانو د ښار نه ګېرچاپېره خېمې لګولې وى. هر يو به خپل فوجى ته د تباه کولو ځائ ورښائى.
4 دوئ به چغې وهى، ”راشئ او د جنګ دپاره تيار شئ. راځئ چې مونږ د غرمې په وخت حمله وکړُو. خو افسوس چې اوس ډېر ناوخته شو، د ورځ رڼا په ختمېدو شوه، او د ماښام تيارې راخورې شوې.
5 راځئ چې د شپې په تيارۀ کښې حمله وکړُو او ټول محلونه يې تباه کړُو.“
6 مالِک ربُ الافواج خُدائ فرمائى چې، ”ونې يې ووهئ، او د خاورو د ډېرو نه د يروشلم محاصره وکړئ. دې ښار ته دې سزا ورکړے شى، ځکه چې په دې کښې د ظلم او زياتى نه بغېر نور څۀ په نظر نۀ راځى.
7 لکه څنګه چې د يو کوهى نه تازه اوبۀ راوځى، دغه شان د دې ښار نه تازه تازه فساد او شرارت راوځى. د دې ښار په هرې خوا او ګوټونو او کوڅو کښې د ظلم او زياتى آوازونه اورېدلے کيږى. د دې ښار بيمارى او زخمونه هر وخت زما د سترګو د وړاندې دى.
8 اے د يروشلم خلقو د دې خبردارى نه سبق حاصل کړئ، کۀ زۀ تاسو نه لاس په سر شم، نو ستاسو ښار به تباه کړم، او هغه به نور د اوسېدو قابل نۀ وى.“
9 مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”تر دې چې کوم کسان په اِسرائيل کښې پاتې شوى دى هغوئ به دوباره راوشوکولے شى، لکه څنګه چې باغوان دوباره په بوټى کښې د پاتې شوو انګورو دانو د راشوکولو لټون کوى.“
10 ما ورته ووئيل، ”چا سره زۀ خبرې وکړم، چا ته خبردارے ورکړم؟ څوک به ما ته غوږ ونيسى؟ هغوئ خپل غوږونه کاڼۀ کړى دى او هغوئ اورېدل نۀ غواړى. دوئ د مالِک خُدائ کلام پورې خندا کوى. او په هغې خوشحاليږى نه.
11 نو د دې دپاره زۀ د مالِک خُدائ د قهر نه ډک شوے يم، او د برداشت نه بهر شوے يم.“ مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ خپله غصه په کوڅو کښې په ماشومانو او د زلمو په ډلو او په ښځې او خاوند او په سپين‌ږيرو او بوډاګانو نازلوم.“
12 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د هغوئ کورونه او زمکې سره د هغوئ د ښځو نورو ته حواله کړم، ځکه چې زۀ به خپل لاس د دې مُلک د خلقو په خلاف وراوږد کړم.
13 د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د ‎پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى.
14 هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.
15 آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ ته سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
16 مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“
17 بيا ما په تاسو باندې محافظان مقرر کړل چا چې به تاسو ته وئيل، د بيګل آواز ته غوږ ونيسئ. خو تاسو ووئيل چې، نه مونږ به ورته توجو نۀ ورکوو.
18 نو د دې دپاره تاسو واورئ اے قومونو، او سوچ وکړئ، اے ګواهانو چې دوئ سره به څۀ کيږى.
19 اے د دُنيا قومونو غوږ شئ، زۀ په دې خلقو افت راولم، کوم چې د دوئ د خپلو منصوبو مېوه ده، ځکه چې دوئ زما کلام ته توجو ورنۀ کړه او زما شريعت يې رد کړو.
20 نو بيا يې څۀ فائده ده چې دوئ د شيبا نه ما ته عطر راوړى دى، او يا د لرې مُلکونه نه قيمتى خوشبودارې مصالحې راوړى دى. زۀ به ستاسو سوزېدونکې نذرانې نۀ قبلوم. ستاسو په قربانو زۀ نۀ خوشحالېږم.
21 نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به د دې خلقو په لارو کښې د تيندک خوړلو کاڼے ولګوم چې دوئ پرې تيندک وخورى او راپرېوځى. ترڅو پلار او زامن او ګاونډيان او دوستان پرې په شريکه راپرېوځى او هلاک شى.“
22 مالِک خُدائ فرمائى، ”د شمال د مُلک د خوا نه فوج راروان دے، او ستاسو خلاف يو لوئ او تکړه قوم د لرې نه د جنګ کولو په نيت راپاڅېدلے دے.
23 هغوئ په ليندو او نېزو سره سمبال دى، هغوئ ټول ظالمان او بې‌رحمه دى. ټول جنګيالى يې په آسونو سوارۀ او په جنګى صف بندۍ کښې راروان دى او د هغوئ شور لکه د غضبناک سمندر په شان دے او په تا، صيون لورې، د حملې کولو دپاره تيار دى.“
24 ”کله چې مونږ د دوئ په حقله واورېدل، نو زمونږ لاسونو همت پرېښودلو او په لړزېدو شول. لکه څنګه چې يوې ښځې ته د لنګون درد شروع شى دغه شان درد، يرې او وحشت راواخستلو.
25 بهر مېدان ته مۀ ځئ، او په کوڅو کښې مۀ ګرځئ، ځکه چې زمونږ دشمن تُوره په لاس دے، او هرې خوا ته خوف خور شوے دے.“
26 مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى، ”اے زما غوره شوى قومه، د ټاټ جامې واغوندئ او په ايرو کښې ولوغړېږئ. داسې بد بد وير وکړئ لکه څوک يې چې په يک يو زوئ باندې کوى،“ ځکه چې تباه کوونکى به په مونږ ناګهانه حمله وکړى.
27 ”اے يرمياه، ما تۀ د اوسپنې آزمائيونکے جوړ کړې او خپل قوم نه مې اوسپنه جوړه کړه. تۀ زما غوره شوے قوم وآزمايه ترڅو د دوئ د عمل درته پته ولګى.
28 هغوئ ټول سخت سرکشه شوى دى، او بدرد وائى او زړونه يې لکه د اوسپنې او پيتلو په شان سخت دى، او دوئ ټول بې‌ايمانى کوى.
29 د بټۍ لاندې خو سخت اور بليږى چې سيکه د سپينو زرو نه جدا کړى خو هغې زما قوم پاک نۀ کړو او بدعمله خلق ترې جدا نۀ شول.
30 هغوئ ته رد شوى سپين زر وئيلے شى، ځکه ما، مالِک خُدائ هغوئ رد کړى دى.“