يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 43

کله چې يرمياه د مالِک خُدائ د دوئ د خُدائ پاک هغه پېغام بيانول ټولو خلقو ته ختم کړو کوم يې چې دوئ ته رالېږلے وو،
2 نو عزرياه د هوسعياه زوئ او يوحانان د قريح زوئ او نورو ټولو کبرژنو خلقو يرمياه ته ووئيل چې، ”تۀ دروغ وائې، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ کله هم مِصر ته د تلو نه منع کړى نۀ يُو.
3 تۀ باروک د نيرياه زوئ په دې رضا کړے يې چې داسې خبرې کوه، ځکه هغه غواړى چې مونږ دلته پاتې شُو او د څپرکیليانو د لاسه مړۀ شُو او يا څپرکیل ته جلاوطن کړے شُو.“
4 نو بيا د قريح زوئ يوحانان او نورو فوجى مشرانو او نورو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو چې په يهوداه کښې پاتې شى.
5 يوحنان او نورو مشرانو ځان سره ټول خلق بوتلل څوک چې د نزدې مُلکونو نه راواپس شوى وُو کوم ځائ ته چې دوئ خوارۀ شوى وُو.
6 او په هغوئ کښې نارينه، زنانه، ماشومان، د بادشاه لوڼه، او ټول هغه خلق شامل وُو چې نبوزردان د محافظانو آفسر جدلياه ته سپارلى وُو. په دوئ کښې يرمياه پېغمبر او باروک هم شامل وُو.
7 خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو او د مِصر تحفنحيس ښار ته ورسېدل.
8 په تحفنحيس کښې مالِک خُدائ يرمياه ته بل پېغام ورکړو. هغۀ وفرمائيل چې،
9 ”کله چې د يهوداه خلق درته ګورى، نو دلته په تحفنحيس کښې يو څو غټ کاڼى راواخله او د فِرعون د محل په دروازه کښې يې د فرش لاندې ښخ کړه.
10 نو بيا د يهوداه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې زۀ به په يقين سره خپل خِدمتګار نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه دلته مِصر ته راولم. زۀ به د هغۀ تخت په دې کاڼو دپاسه جوړ کړم کوم چې يرمياه دلته ښخ کړل. هغه به په دې کاڼو خپل شاهى تمبو وغوړوى.
11 او کله چې هغه راشى، نو هغه به د مِصر مُلک تباه کړى. هغه څوک به مړ کړى د چا دپاره چې د مرګ سزا مقرر شوې وى، د قېد سزا به هغۀ ته ورکړى چا ته چې د قېد سزا مقرر شوې وى، او څوک به په تُوره مړۀ کړى د چا دپاره چې په تُوره مړ کېدل مقرر شوى وى.
12 هغه به د مِصر د معبودانو په مندرونو اور بل کړى، هغه به مندرونه وسوزوى او بُتان به قبضه کړى او د غنيمت په توګه به يې يوسى. هغه به د مِصر مال متاع داسې صفا کړى لکه څنګه چې يو شپون د خپلې چُوغې نه ورَږې صفا کوى. او بې‌نقصانه به هغه خپل مُلک ته واپس شى.
13 هغه به د مِصر په بيت‌شمس مندر کښې مقدسې ستنې راوغورزوى کومې چې په هغې کښې ولاړې دى، او هغه به د مِصر د معبودانو مندرونه وسوزوى.“