يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 51

مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ګوره، زۀ به د څپرکیل او د هغۀ د خلقو خلاف تباه کوونکې هوا راوچته کړم.
2 زۀ به څپرکیل ته غېر مُلکيان ورولېږم چې هغه چاڼ کړى او د هغۀ مُلک تباه کړى. او هغوئ به په هغۀ د هرې خوا نه حمله وکړى کله چې د هغۀ د تباهۍ ورځ راشى.
3 د څپرکیل فوجيان ليندو راښکلو ته مۀ پرېږدئ، او زغرو اچولو ته يې مۀ پرېږدئ. د هغوئ ځوانان درنه بچ نۀ شى، د هغوئ فوجيان په مکمل توګه تباه کړئ.
4 هغوئ به په څپرکیل کښې مړۀ شى، او د هغۀ په کوڅو کښې به سخت زخميان شى.
5 خو اِسرائيل او يهوداه خُدائ پاک ربُ الافواج نۀ دى هېر کړى، کۀ څۀ هم چې د هغوئ مُلک د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات په خلاف د ګناه نه ډک دے.
6 د څپرکیل نه وتښتئ، د خپل ژوند د بچ کولو دپاره منډه ووهئ، د هغۀ د ګناهونو په وجه خپل ځان مۀ مړ کوئ. دا د مالِک خُدائ د انتقام وخت دے، هغه به ورته پوره بدل ورکړى د کوم چې څپرکیل حقدار وى.
7 څپرکیل د مالِک خُدائ په لاس کښې د سرو زرو پياله وه، هغه پيالۍ چې ټوله زمکه يې نشه کړه. قومونو د هغۀ شراب وڅښل نو په دې وجه هغوئ اوس مست شول.
8 خو ناګهانه څپرکیل هم راوغورزېدو په هغۀ ماتم وکړئ. د هغۀ زخمونو له مرهم ورکړئ. کېدے شى چې هغه شفا ومومى.
9 مونږ به هغۀ ته شفا ورکړې وه کۀ چرې مونږ کولے شو، خو هغه اوس نۀ رغيږى. راځئ چې اوس هغه پرېږدو او هر يو خپل مُلک ته واپس لاړ شُو، د هغۀ سزا اوس آسمان ته رسېدلې ده، دا دومره لويه ده چې هغه اوس د اندازه کولو نه بهر ده.
10 مالِک خُدائ دا خبره څرګنده کړه چې مونږ په حقه يُو. راځئ چې په صيون کښې هغه څۀ ووايو کوم کارونه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک کړى دى.
11 خپل غشى تېرۀ کړئ، او خپل ډالونه راوچت کړئ، مالِک خُدائ دا مادى بادشاهان راوچت کړى دى، چې د څپرکیل خلاف پېش قدمى وکړى او هغه تباه کړى. دا د هغۀ انتقام اخستل دى د هغه چا نه چا چې د هغۀ کور پليت کړے دے.
12 د څپرکیل د دېوالونو خلاف جنډا اوچته کړئ، د ښار محافظان مضبوط کړئ، او چوکيداران ودروئ او د پټ ګزار دپاره تيارے وکړئ، ځکه چې مالِک خُدائ به خپله منصوبه او مقصد پوره کړى، هغۀ چې څۀ وفرمائيل نو هم هغه به د څپرکیل د خلقو سره وکړى.
13 اے څپرکیله، تۀ د ډېرو سيندونو په غاړه پروت ښار يې او د مال دولت او تجارت نه ډک يې، خو ستا اَنجام رارسېدلے دے، او ستا د ژوند تار شلېدلے دے.
14 مالِک خُدائ ربُ الافواج په خپل ذات باندې قسم وکړو چې، زۀ به ستاسو ښارونه د دشمنانو نه ډک کړم، لکه څنګه چې يو پټے د مُولخانو نه ډک وى، او هغوئ به په تاسو باندې د فتحې چغې ووهى.“
15 ”مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل.
16 د هغۀ په حُکم باندې آسمان په غرار شى، هغه وريځې د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې خوروى. هغه برېښنا د باران سره رالېږى او د خپلو ذخيرو نه هوا رالوځوى.
17 د انسان ټول نسلونه بې‌عقله او بې‌علمه دى، هغه کاريګر چې بُتان جوړوى دوئ به د دې بُتانو په وجه وشرميږى، ځکه چې د دوئ بُتان هم دوکه ده او ساه په کښې نشته.
18 دا بُتان فضول او د مسخرو څيزونه دى. کله چې د هغوئ د حساب کِتاب ورځ راشى دا به ټول تباه شى.
19 خو مالِک خُدائ د يعقوب ميراث د دې بُتانو په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل قوم دے. او د هغۀ نوم ربُ الافواج دے.“
20 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اے څپرکیله، تۀ زما د جنګ تبر يې، او زما د جنګ وسله يې. ستا په ذريعه به زۀ قومونه ذره ذره کوم، او زۀ به په تا بادشاهتونه تباه کوم،
21 زۀ به ستا په ذريعه آسونه او د هغۀ سوارۀ ذره ذره کوم، زۀ به په تا ګاډۍ او د هغې چلوونکى تس نس کوم،
22 زۀ به په تا ښځې او سړى ذره ذره کوم، زۀ به په تا بوډاګان او ځوانان وژنم، زۀ به په تا ځوانان او پېغلې ذره ذره کوم،
23 زۀ به په تا شپونکى او رمې تس نس کوم، زۀ به په تا زميندار او د غوَيانو جوړې ذره ذره کوم، زۀ به په تا حکمرانان او مشران وژنم.“
24 ”ستا د سترګو د وړاندې به زۀ څپرکیليانو او څوک چې په څپرکیل کښې اوسيږى د هغوئ د بدو کارونو په بدله کښې چې يې په صيون کښې کړى دى بدله ورکړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
25 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ ستا په خلاف يم، اے تباه کوونکيه غره، تۀ چې ټوله زمکه تباه کوې. زۀ به خپل لاس ستا په خلاف دراوږد کړم، چې د اوچت ځائ نه دې رانسکور کړم، او چې درنه يو سوزېدلے او د ايرو غر جوړ کړم.
26 ستا نه به يو کاڼے هم راوچت نۀ کړے شى چې د ګوټ کاڼے شى، او نۀ به درنه يو کاڼے د بنياد دپاره استعمال شى، ځکه تۀ به د تل دپاره په خرابه بدل شې. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
27 په هغه مُلک کښې د څپرکیل خلاف جنډا راوچته کړئ، په قومونو کښې بيګل وغږوئ، قومونه د هغۀ په خلاف د جنګ دپاره تيار کړئ، او دغه بادشاهتونه د هغۀ په خلاف راوچت کړئ يعنې، اراراط، مِنى، او اشکناز بادشاهتونه د هغۀ خلاف راوغواړئ. او د هغۀ خلاف جنګى کمانډر مقرر کړئ، او د هغۀ خلاف دومره آسونه راولئ لکه د مُولخانو پرګله.
28 قومونه د څپرکیل خِلاف د جنګ دپاره تيار کړئ. د مادى بادشاهان، د هغوئ حکمرانان او د هغوئ ټول مشران، او هغه ټول مُلکونه چې هغوئ ورباندې حکومت کوى راوغواړئ چې د هغوئ خلاف جنګ وکړى.
29 زمکه لړزيږى او د دردونو په وجه چورليږى، ځکه چې مالِک خُدائ د څپرکیل په خلاف چې کومه منصوبه تياره کړې ده هغه نۀ بدلېدونکې ده. نو څپرکیل به په خرابه بدل کړے شى او يو کس به هم هلته نۀ اوسيږى.
30 د څپرکیل فوجيانو جنګ بس کړو، او په خپلو برجونو کښې بند پاتې شول. د هغوئ زور ختم شو او هغوئ لکه د ښځو په شان بُزدله شول. حمله کوونکو د هغوئ کورونو ته اور واچولو او د هغوئ د ښار دروازې يې ماتې کړې.
31 قاصدان د يو بل نه مخکښې کيږى او په منډه دى چې د څپرکیل بادشاه ته دا پېغام ورسوى او په دې يې خبر کړى چې د هغۀ ټول ښار قبضه شو،
32 دشمن د سيندونو لارې ګودرې د تښتېدلو دپاره بندې کړې دى او په جبو او لوخو يې اور بل کړے دے او د څپرکیل فوجيان يرې راخستى دى.
33 مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، څپرکیل لکه د درمند په شان تيار دے او اوس هغه وخت رارسېدلے دے چې خلق هغه د پښو لاندې کړى هرکله چې د لو وخت شروع شى.“
34 ”نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه مونږ لواړ تېر کړُو، او هغۀ مونږ سرګردانه او مات کړُو، هغۀ مونږ لکه د تش منګى په شان يوې خوا ته وغورزولو. لکه د ښامار په شان يې تېر کړُو او زمونږ د ښو غوښو نه يې خپله ګېډه ډکه کړه، او نوره يې بيا د خولې نه تُو کړه.“
35 خو اوس دې د صيون اوسېدونکى وائى چې، ”مونږ سره چې کوم ظلم زياتے شوے دے هم هغه شان حالات دې په څپرکیل راشى.“ د يروشلم اوسېدونکى دې وائى چې، ”زمونږ چې کومه وينه توئ شوې ده نو د هغې ذمه وارى دې د څپرکیل په غاړه وى.“
36 نو په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به ستاسو د حق دفاع وکړم او ستاسو انتقام به واخلم، زۀ به د هغۀ د سيند او چينو اوبۀ اوچې کړم.
37 څپرکیل نه به د تباهۍ ډېرے جوړ شى، او ګيدړان به په کښې غارونه جوړ کړى. هغه به نورو ته د يرې او مسخرو شى، او څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى.
38 د څپرکیل ټول خلق به لکه د زمرو په شان شور کوى. او هغه به لکه د زمرو د ورکوټو بچو په شان غريږى.
39 خو کله چې هغوئ په مستۍ کښې راشى نو زۀ به هغوئ دپاره مېلمستيا وکړم او هغوئ به ښۀ نشه کړم، نو بيا به هغوئ په چغو سورو او خندا ګانو کښې داسې د ټول عمر دپاره اودۀ کړم چې بيا به کله هم راوچت نۀ شى. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
40 زۀ به هغوئ لکه د ګډورو، چېلو او ګډانو په شان حلالېدو دپاره بوځم.“
41 مالِک خُدائ د څپرکیل په حقله فرمائى چې، ”د څپرکیل هغه لوئ ښار چې ټولې دُنيا به يې صِفت کولو څنګه شکست وخوړو او قبضه شو، د ټولو قومونو دپاره د څپرکیليانو نه څۀ يروونکے منظر جوړ شو.
42 سمندر به په څپرکیل راواوړى او د هغۀ زورَورى چپې به څپرکیل پټ کړى.
43 د هغۀ ښارونه به وران او تباه کړى او په اوچه دشته او ميره باندې به بدل شى، هغه به په داسې زمکه باندې بدل شى چې څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى، او نۀ به څوک په کښې سفر کوى.
44 زۀ به د څپرکیل معبود بيل بُت ته سزا ورکړم، او څۀ چې يې خوړلى دى هغه به پرې ګنډير کړم. قومونه به نور د هغۀ عبادت نۀ کوى. او د څپرکیل دېوالونه به راوغورزيږى.
45 اے زما خلقو د هغۀ نه رابهر شئ. د خپل ژوند د بچ کولو دپاره د هغه ځائ نه منډه کړئ. او د مالِک خُدائ د سخت غضب نه وتښتئ.
46 تاسو چې په دغه مُلک کومې افواه ګانې اورئ نو چې د هغې په وجه نۀ بې‌زړۀ شئ او نۀ ويرېږئ. دا افواه به کال په کال راځى. ظلم او فساد به مُلک کښې راوچت شى او بادشاهان به د يو بل سره جنګونه کوى.
47 خو په حقيقت کښې هغه وخت راروان دے چې زۀ به د څپرکیليانو بُتانو ته سزا ورکړم، او د هغۀ ټول مُلک به وشرميږى، او د هغوئ قتل شوى کسان به ټول په کښې مړۀ پراتۀ وى.
48 نو بيا به آسمان او زمکه او هر څۀ چې په کښې دى د څپرکیل په شکست د خوشحالۍ چغې ووهى، ځکه چې د شمال نه به تباه کوونکى فوجيان په هغۀ حمله وکړى، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
49 لکه څنګه چې څپرکیل د بنى اِسرائيلو او د ټولې دُنيا د قتل عام سبب جوړ شوے وو، نو بيا به هغه هم هغه شان قتل کړے شى.“۵۰”تاسو څوک چې د مرګ نه راتښتېدلى يئ، ودرېږئ مه، لاړ شئ. تاسو چې څومره هم لرې يئ نو مالِک خُدائ يادوئ. او د خپل کور يروشلم په حقله سوچ کوئ.“
51 تاسو وايئ چې، ”مونږ په شرمونو وشرمېدو، او زمونږ بې‌عزتى وشوه او شرم مو په مخ راخور شوے دے، ځکه چې غېر مُلکيان د مالِک خُدائ په مقدس ځائ کښې راداخل شوى دى.“
52 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راروانې دى کله چې به زۀ د څپرکیل بُتانو ته سزا ورکړم نو د هغوئ د زخمونو زبيرګى به ټول مُلک کښې اورېدلے شى.
53 کۀ څپرکیليان آسمان ته هم وخېژى او هلته يوه مضبوطه قلعه جوړه کړى، نو زۀ به هلته هم دشمنان ورولېږم چې هغوئ چور کړى، مالِک خُدائ فرمائى.“
54 ”د ژړا آوازونه د څپرکیل نه راځى، د لوئ تباهۍ آوازونه د څپرکیليانو د زمکې نه اورېدلے کيږى.
55 مالِک خُدائ به څپرکیل تباه کړى، او هغه به د هغوئ د شور نه ډک ښار خاموشه کړى، دشمن به لکه د اوبو د غضبناکو چپو په شان راروان وى او د هغوئ د آوازونو شور به اورېدلے شى.
56 تباه کوونکے به د څپرکیل خلاف راشى، د هغوئ جنګى فوجيان به ونيولے شى او د هغوئ ليندې به ماتې کړے شى. ځکه چې مالِک خُدائ د انتقام اخستلو خُدائ پاک دے او هغه به پوره بدله ورکړى.
57 زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
58 مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”د څپرکیل پيړ دېوالونه به هوار کړے شى او د هغۀ اوچتې دروازې به وسوزولے شى، نو خلقو يې خپل ځان ستړے کړو خو هيڅ فائده يې ونۀ کړه، د دې قوم ټول محنت صرف د اور دپاره خشاک دے.“
59 يرمياه نبى دا پېغام د عملى آفسر سراياه د نيرياه زوئ يعنې د محسياه نمسې ته هغه وخت ورکړو کله چې هغه څپرکیل ته د صدقياه د يهوداه بادشاه د حکومت په څلورم کال د هغۀ سره لاړو.
60 يرمياه د هغه ټولو افتونو د تفصيل په حقله چې په څپرکیل باندې راتلونکى وُو په يو طومار کښې وليکل.
61 هغۀ سراياه ته وفرمائيل، ”کله چې تۀ څپرکیل ته ورسېږې نو تۀ دا ټول کلام په اوچت آواز سره خلقو ته ولوله.
62 نو بيا داسې وايه چې، اے مالِکه خُدايه، تا وفرمائيل چې تاسو به دا ځائ تباه کړئ، نو په دې کښې به نۀ انسان او نۀ ځناور اوسيږى، او دا به د تل دپاره وران ويجاړ پروت وى.
63 کله چې تۀ د دې طومار لوستل بند کړې، نو يو کاڼے ورپورې وتړه او د فرات د سيند په مينځ کښې يې وغورزوه.
64 نو بيا هغوئ ته ووايه چې، دغه شان به څپرکیليان ډوب شى او هيڅکله به بيا راوچت نۀ شى د هغه افت په وجه کوم چې زۀ په دوئ نازلوم. نو د هغۀ خلق به راوغورزيږى.“ د يرمياه خبرې دلته په دې ځائ باندې ختمې شوې.