يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 28

د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،
2 مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ”زۀ به د څپرکیل د بادشاه جغ مات کړم چې بوج يې په خلقو باندې دے.
3 زۀ به په دوو کالو کښې دننه دننه د مالِک خُدائ د کور هغه ټول مقدس څيزونه واپس دې ځائ ته راوړم کوم چې نبوکدنضر بادشاه څپرکیل ته وړلى وُو.
4 زۀ به هم د يهوداه بادشاه د يهويقيم زوئ يهوياکين سره د يهوداه د هغه ټولو خلقو واپس دې ځائ ته راولم کوم چې په څپرکیل کښې جلاوطن دى. بې‌شکه چې زۀ به د څپرکیل د بادشاه جغ مات کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.“
5 بيا يرمياه پېغمبر د اِمامانو او د هغه ټولو خلقو په مخکښې کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې ولاړ وُو حننياه نبى ته داسې جواب ورکړو،
6 هغۀ وفرمائيل چې، ”آمين. مالِک خُدائ دې هم داسې وکړى. هغه دې ستا پېشګوئې پوره او رښتيا کړى چې هغه به دوباره ټول د مالِک خُدائ د کور سامان سره د هغه کسانو چې څپرکیل ته قېديان بوتلے شوى دى دلته واپس راولى.
7 خو اوس تۀ هم هغه خبرو ته کومې چې زۀ تا ته د ټولو خلقو په وړاندې کوم غوږ ونيسه.
8 زما او ستا نه ډېر وړاندې پخوانو نبيانو دا پېشګوئې کړې ده چې په ډېرو مُلکونو او لويو بادشاهتونو به جنګ، قحط او وبا راځى.
9 خو کوم يو پېغمبر چې د خير او سلامتۍ پېشګوئې کوى نو هغه به په رښتيا سره په دې وپېژندلے شى چې د مالِک خُدائ له طرفه رالېږلے شوے دے کله چې د هغۀ پېشګوئې رښتيا شى.“
10 نو بيا حننياه د يرمياه نبى د غاړې نه جغ لرې کړو او ټوټه ټوټه يې کړو،
11 او حننياه ټولو خلقو ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به په دوو کالونو کښې دننه هم دغه شان د نبوکدنضر بادشاه جغ چې کوم هغۀ د ټولو قومونو په غاړه کښې اچولے دے لرې کړم.“ په دې خبره يرمياه د هغه ځائ نه لاړو.
12 نو بيا څۀ موده وروستو کله چې حننياه پېغمبر د يرمياه پېغمبر د څټ نه جغ مات کړو، نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه پېغمبر نازل شو چې،
13 ”لاړ شه او حننياه ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى، تا خو د لرګى جغ مات کړو، خو د دې په ځائ به مالِک خُدائ د خلقو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوى.
14 مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ټولو قومونو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوم ترڅو چې هغوئ د څپرکیل د بادشاه نبوکدنضر خِدمت وکړى. مالِک خُدائ فرمائيلى دى، تر دې چې زۀ به د ځنګل په ځناورو باندې هم نبوکدنضر ته اختيار ورکړم چې د هغۀ خِدمت وکړى.“
15 بيا يرمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى.
16 نو ځکه بيا مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې، زۀ اوس تا د زمکې د مخ نه اخوا کوم. په هم دې کال کښې به تۀ مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ خلاف د سرکشۍ تعليم ورکړے دے.“
17 نو د هم هغه کال په اوومه مياشت حننياه پېغمبر مړ شو.