يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 25

يرمياه ته د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ يهويقيم د بادشاهۍ په څلورم کال، د يهوداه د ټولو خلقو په حقله د مالِک خُدائ د طرف نه پېغام ورکړے شو. په هم دغه کال باندې نبوکدنضر د څپرکیل په تخت کښېناستو.
2 نو بيا يرمياه نبى د يروشلم ټولو اوسېدونکو او د يهوداه ټول قوم ته بيان وکړو او ورته يې وفرمائيل،
3 ”د يهوداه بادشاه د امون د زوئ يوسياه د بادشاهۍ د ديارلسم کال نه واخله، تر اوسه پورې مالِک خُدائ د درويشتو کالو دپاره ما ته پېغام راکړو او ما هغه تاسو ته څو ځله در رسولے دے، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.
4 سره د دې چې مالِک خُدائ بيا بيا خپل خِدمتګاران پېغمبران رالېږلى دى، تاسو هغوئ ته نۀ غوږ نيولو او نۀ مو هغوئ ته توجو ورکوله.
5 هغوئ به تاسو ته فرمائيل چې، تاسو هر يو خپلې خرابې طريقې او هغه بد کارونه پرېږدئ کوم چې تاسو کوئ، نو بيا تاسو په هغه مُلک کښې تر تله پورې اوسېدلے شئ کوم چې ما تاسو او ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے دے.
6 هغوئ به تاسو ته فرمائيل چې د نورو معبودانو عبادت او خِدمت مۀ کوئ، تاسو چې په خپلو لاسونو کوم بُتان جوړ کړى دى هغوئ ته په عبادت کولو زما قهر مۀ راپاروئ. نو بيا به زۀ تاسو ته نقصان نۀ درکوم.
7 مالِک خُدائ وفرمائيل چې، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو، او تاسو چې څۀ جوړ کړى وُو د هغې په وجه تاسو زۀ په قهر او غصه کړم، او تاسو په خپله خپل ځان ته نقصان ورسولو.
8 نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ځکه چې تاسو زما پېغام ته غوږ ونۀ نيولو،
9 زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.
10 زۀ به د هغوئ د خندا او د خوشحالۍ چغې د دې ځائ نه خاموش کړم او زۀ به د هغوئ د وادۀ د ناوې او د زلمى د خوشحالۍ آوازونه خاموش کړم. د هغوئ د مېچونو آوازونه به خاموش کړم او د هغوئ ډيوې به مړې کړم.
11 دا ټول مُلک به په شاړو او خرابو باندې بدل شى، او دا قومونه به د اويا کالونو دپاره د څپرکیل د بادشاه خِدمت کوى.
12 خو چې کله اويا کالونه پوره شى، نو بيا به زۀ د څپرکیل بادشاه او د هغۀ قوم، او د هغۀ مُلک له سزا ورکړم، د هغوئ د هغه ګناهونو په وجه کوم چې هغوئ کړى دى، مالِک خُدائ دا فرمائى، او د تل دپاره به د څپرکیل مُلک په دشته او خرابه بدل کړم.
13 زۀ به په دې مُلک هغه ټول افتونه راولم کوم چې ما د دۀ خلاف بيان کړى دى، او په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى او کوم چې د يرمياه نبى په ذريعه د ټولو قومونو خلاف پېشګوئې شوې ده.
14 نور ډېر قومونه او غټ بادشاهان به هغوئ غلامان جوړ کړى، او زۀ به هغوئ ته هم هغه شان سزا ورکړم کومه سزا چې هغوئ نورو ته ورکړې وه.“
15 مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے ما ته يې وفرمائيل، ”زما د لاس نه دا پيالۍ واخله چې زما د غضب د شرابو نه ډکه ده او ټولو قومونو ته چې زۀ تا استوم په هغوئ يې وڅښوه.
16 کله چې هغوئ دا وڅښى، نو هغوئ ټول به زنګيږى او تيندکونه به خورى او کوم جنګ چې زۀ په دوئ باندې راولم د هغې په وجه به ليونى شى.“
17 نو بيا ما د مالِک خُدائ د لاس نه پيالۍ واخستله او په هغه ټولو قومونو مې وڅښله چې زۀ چا ته هغۀ ورلېږلے وم.
18 زۀ يروشلم او د يهوداه ټولو ښارونو او د هغوئ بادشاهانو او مشرانو له لاړم او هغوئ ټولو د غضب د پيالۍ نه وڅښل. د هغه وخت نه تر اوسه پورې، دا مُلک تباه شو، او د هغوئ دپاره د يرې او دهشت، ټوقو مسخرو شو او خلقو د هغوئ په نومونو لعنت وئيلو.
19 ما دا پيالۍ فِرعون د مِصر بادشاه او د هغۀ نوکرانو او آفسرانو له او ټولو مِصريانو له ورکړه،
20 او نورو ټولو هغه پردو خلقو ته څوک چې په دې مُلک کښې اوسېدل، او د عُوض ټولو بادشاهانو ته، د فلستيه د ټولو ښارونو بادشاهانو ته لکه اسقلون، غزه، عقرون، او کوم خلق چې په اشدود کښې پاتې وُو ورکړه،
21 د ادوم، موآب او عمون قومونه ته،
22 د صور او صيدا ټولو بادشاهانو ته، او د سمندر د ساحلى علاقو بادشاهانو ته،
23 د ددان، تيما او بُوز ښارونو او هغه ټولو خلقو ته څوک چې لرې اوسېدل،
24 د عربو ټولو بادشاهانو ته او د ټولو هغه اجنبيانو بادشاهانو ته چې هلته په ريګستان کښې اوسېدل،
25 د زِمرى، عيلام او د مادى ټولو بادشاهانو ته،
26 او ما د شمال ټولو نزدې لرې بادشاهانو ته، او پرله پسې د زمکې په مخ ټولو بادشاهتونو ته ورکړه. او د دې هر څۀ نه وروستو د څپرکیل بادشاه به يې هم وڅښى.
27 بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اوس هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، تاسو وڅښئ چې نشه شئ او اولټۍ وکړئ، او چې راوغورزېږئ چې بيا هيڅکله راپورته نۀ شئ ځکه چې زۀ به په تاسو جنګ راولم.
28 خو کۀ هغوئ ستا د لاس د پيالۍ اخستلو او څښلو نه اِنکار وکړى، هغوئ ته ووايه، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، دا پيالۍ به ضرور څښئ.
29 ګورئ چې ما د تباهۍ کار په يروشلم کښې شروع کړلو کوم ښار چې زما په نوم ياديږى. نو ولې تاسو به د سزا نه خلاص شئ څۀ؟ تاسو به بې‌سزا پاتې نۀ شئ، ځکه چې زۀ په ټوله زمکه کښې او د هغوئ په ټولو اوسېدونکو باندې جنګ راولم، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.
30 نو اوس دا ټولې خبرې د هغوئ خلاف بيان کړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ به د آسمان د اوچتو او مقدسو ځايونو نه لکه د ازمرى په شان وغړمبيږى او هغه به د خپل وطن خلاف زورَور آوازونه وکړى. او هغه به داسې په تېزه آوازونه وکړى لکه څنګه چې د انګورو نچوړونکى په هغه وخت کښې شور کوى. او هغه به د هغوئ ټولو خلاف په زوره چغې ووهى څوک چې په دُنيا کښې اوسيږى.
31 او د هغۀ د عدالت آواز به د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې ورسيږى. ځکه چې مالِک خُدائ د قومونو خِلاف عدالت کوى. او هغه به د ټولو انسانانو فېصله واوروى او بدکاران به جنګونو ته حواله کړى. مالِک خُدائ دا فرمائى.
32 ربُ الافواج داسې فرمائى چې، وګورئ، افت د يو مُلک نه بل مُلک ته پيوسته خوريږى او يو لوئ طوفان د دُنيا د بل سر نه راروان دے.
33 په هغه ورځ به چې کوم خلق مالِک خُدائ وژلى وى د هغوئ لاشونه به هر چرته د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې پراتۀ وى. په هغوئ باندې به نۀ څوک ماتم کوى او نۀ به يې څوک رايوځائ کولے شى او نۀ به ښخولے شى خو په زمکه به لکه د ډيران د ډيرى په شان پراتۀ وى.
34 اے د قوم شپونکو تاسو په خپل ځان باندې ژړا او ماتم وکړئ، او اے د قومونو مشرانو تاسو په خاورو ايرو کښې ورغړېږئ. ځکه ستاسو د حلالېدلو او خورېدلو وخت رارسېدلے دے. تاسو به د خټو د نازک لوښى په شان راوغورزېږئ او ټوکړې ټوکړې به شئ.
35 د شپونکو سره به د تېښتې دپاره يو ځائ هم نۀ وى، او د قوم د مشرانو سره به د منډې دپاره يو ځائ هم نۀ وى.
36 د شپونکو ژړا انګولا واورئ، او د قوم د مشرانو ژړا او فرياد واورئ، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ مُلک تباه کوى.
37 د مالِک خُدائ د يروونکى قهر په وجه به د آرام ځايونه خراب شى.
38 مالِک خُدائ لکه د يو طاقتور ازمرى په شان کله چې د خپل غار نه راوځى او په خلقو حمله وکړى نو دغه شان به د ظالم تيره تُوره او د مالِک خُدائ سخت قهر به د هغوئ مُلک تباه کړى.“