يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 40

د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته پس د هغې نه ورکړے شو کله چې د فوج کمانډر نبوزردان هغه په راما کښې آزاد کړو. نو هغۀ يرمياه هم د يروشلم او يهوداه په هغه کسانو کښې په زنځيرونو تړلے وموندلو څوک چې څپرکیل ته جلاوطن کېدلو.
2 د فوج کمانډر يرمياه ته آواز وکړو او ورته يې ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا مقدس رب دا تباهى په دې مُلک نازله کړې ده.
3 لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو هغه شان يې وکړل. ځکه چې دې خلقو د مالِک خُدائ خلاف ګناه وکړه او د هغۀ نافرمانى يې وکړه.
4 خو زۀ اوس ستا د لاسونو نه زنځيرونه اخوا کوم او تا آزادوم. کۀ تۀ ما سره څپرکیل ته تلل غواړې، نو راځه چې ځُو. زۀ به ګورم چې ستا پوره خيال وساتلے شى. او کۀ تۀ ما سره هلته تلل نۀ غواړې، نو دلته ايسار شه. ټول مُلک ستا د وړاندې دے. چرته چې تۀ تلل غواړې نو هلته په آزاده توګه لاړ شه.
5 کۀ چرې تا دا فېصله کړې وى چې دلته پاتې شې، نو بيا جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته واپس لاړ شه. هغه د څپرکیل بادشاه له طرفه د يهوداه حکمران مقرر شوے دے. د هغه خلقو سره پاتې شه په چا چې هغه حکومت کوى. خو دا ستا خوښه ده، چرته دې چې زړۀ غواړى هلته لاړ شه.“ نو بيا نبوزردان يرمياه ته څۀ خوراک او پېسې ورکړې او هغۀ ته يې ووئيل چې لاړ شه.
6 نو بيا يرمياه جدلياه د اخيقام زوئ له په مصفاه کښې واپس لاړو، او هغه په يهوداه کښې د هغه خلقو سره اوسېدلو کوم چې په هغه مُلک کښې پاتې شوى وُو.
7 د يهوداه څۀ فوجى آفسران چې په کلى والو علاقو کښې پټ شوى وُو، هغوئ دا واورېدل چې په يهوداه کښې جدلياه د اخيقام زوئ په غريبانانو خلقو باندې د څپرکیل بادشاه حکمران مقرر کړے دے. په هغوئ کښې نارينه، زنانه، او ماشومان شامل دى څوک چې څپرکیل ته جلاوطن کړے شوى نۀ وُو او په يهوداه کښې پاتې وُو.
8 په هغوئ کښې دا آفسران شامل دى، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ، يوحانان او يونتن د قريح زامن، شراياه د تنحومت زوئ، د عيفاى نطوفاتى زامن، يزنياه د معکاتى زوئ او د هغوئ فوجيان. هغوئ د جدلياه د ليدو دپاره مصفاه ته لاړل.
9 جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى هغوئ سره په قسم خوړلو وعده وکړه چې، ”د خپل ځان په حواله کېدو څپرکیليانو نه مۀ يرېږئ. د هغوئ د خِدمت کولو نه مۀ يرېږئ. په دې مُلک کښې اوسېږئ، او د څپرکیل د بادشاه خِدمت کوئ او هر څۀ به ستاسو دپاره د خير وى.
10 زۀ به په خپله په مصفاه کښې اوسېږم او کله چې د څپرکیليانو وفد دلته راشى نو زۀ به ستاسو د طرف نه نمائنده يم. خو په دې وخت کښې تاسو انګور، او د ګرمۍ مېوې، او د زيتُونو تېل په چاټو کښې جمع کړئ، او په کومو ښارونو مو چې قبضه کړې ده په هغوئ کښې اوسېږئ.“
11 په دې دوران کښې چې کوم د يهوديانو خلق چې موآب، عمون، ادوم او نورو مُلکونو ته مسافر شوى وُو نو هغوئ ټول په دې خبر شول چې د څپرکیل بادشاه د يهوداه پاتې شوى خلقو له په يهوداه کښې د اوسېدو اجازت ورکړے دے او جدلياه يې د هغوئ حکمران جوړ کړے دے،
12 نو بيا هغوئ ټول د يهوداه مُلک ته واپس راغلل، په مصفاه کښې جدلياه ته، د هغه ټولو مُلکونو نه کوم ته چې هغوئ خوارۀ شوى وُو. او هغوئ د اوړى ډيرې مېوې او انګور راټول کړل.
13 د هغې نه پس، د قريح زوئ يوحانان او هغه فوجى آفسران څوک چې په کلى والو علاقو کښې وُو، په مصفاه کښې جدلياه له راغلل،
14 هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”تا ته دا پته شته چې بعليس د عمون بادشاه اِسمٰعيل د نتنياه زوئ ستا د قتلولو دپاره رالېږلے دے؟“ خو جدلياه په دې خبره باندې يقين ونۀ کړلو.
15 نو د قريح زوئ يوحانان هغۀ ته پټ غوندې ووئيل، ”ما پرېږده چې د نتنياه زوئ اِسمٰعيل ووژنم او هيچا ته به د دې پته ونۀ لګى. ولې مونږ هغۀ ته اجازت ورکړُو چې هغه راشى او تا ووژنى؟ د يهوداه د هغه خلقو به څۀ حال وى څوک چې واپس خپل مُلک ته راغلل او ستا په مشرۍ کښې راټول شول؟ نو بيا ولې دې مونږ د يهوداه دا لږ کسان کوم چې ژوندى يُو خوارۀ وارۀ او ورک شُو؟“
16 خو جدلياه يوحانان ته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ تا په سختۍ سره منع کوم دا کار مۀ کوه. تۀ چې د اِسمٰعيل په حقله څۀ وائې نو هغه رښتيا نۀ دى.“