يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 12

اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟
2 تا هغوئ کَرلى دى او دوئ جرړې کړې دى، دا لوئ شى او مېوه ونيسى. تۀ هر وخت د هغوئ په خولۀ يې، خو د هغوئ د زړونو نه لرې يې.
3 خو اے مالِکه خُدايه، تۀ ما پېژنې، او تۀ ما وينې او تۀ په ما آزمېښت وکړه چې زۀ ستا يم. دا بدعمله خلق داسې راکاږه لکه څنګه چې يو ګډ د حلالولو دپاره راښکلے شى، او د حلالولو پورې يې يوې خوا ته وساته.
4 دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“
5 مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”اے يرمياه، کۀ چرې تۀ د انسانانو سره په منډه وهلو دومره ستړے کېږې، نو تۀ به د آسونو سره څۀ مقابله وکړې؟ کۀ چرې تۀ په يو هوار او محفوظه مېدان کښې تيندکونه خورې او راغورزېږې، نو تۀ به د اُردن سره په ګڼ ځنګل کښې څۀ کوې؟
6 تر دې چې ستا وروڼه، او ستا د خپل خاندان خلق ستا مخالفت کوى. هغوئ ستا خلاف شکايتونه کوى. په هغوئ باور مۀ کوه، کۀ څۀ هم چې هغوئ ستا ښۀ وائى.“
7 مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل خلق پرېښودل، چې زما خاص ميراث دے. ما ته ډېر ګران خلق مې د دشمنانو لاسونو ته حواله کړل.
8 زما غوره شوے قوم لکه د ځنګل د زمرى په شان ما ته وغړمبېدو، نو په دې وجه زۀ د هغوئ نه نفرت کوم.
9 آيا دا مُلک د ګيدړانو غار دے چې ټپوسان پرې بره الوځى رالوځى. خو ځنګلى ځناور دې راشى چې د هغوئ لاشونه وخورى.
10 ډېرو حاکمانو زما د انګورو باغونه برباد کړى دى، او هغوئ ټول بوټى د پښو لاندې کړى دى او ښائست يې ورله ختم او په بيابان بدل کړے دے.
11 هغوئ د دې نه تش بيابان جوړ کړے دے او ما د خپلو خلقو د ماتم ژړا اورېدلې ده، او زما د ټول مُلک نه دشته بيابان جوړ شوے دے، او څوک يې هم پرواه نۀ کوى.
12 د بيابان په ټولو اوچتو او خُشکو غونډو د قتل و غارت فوج ليدلے کيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ تُوره به د يو سر نه تر بل سره پورې هغوئ هلاک کړى. نو څوک به هم محفوظ نۀ وى.
13 زما خلقو غنم وکَرل، خو تش ازغى يې ورېبل، هغوئ ډېر محنت وکړو خو هيڅ فائده يې حاصله نۀ کړه. ځکه د مالِک خُدائ د سختې غصې په وجه، هغوئ صرف د رُسوايۍ او شرم فصل ورېبلو.“
14 مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د بنى اِسرائيلو نه هغه ټول شريره او بدکاره ګاونډيان د جرړې نه راوکاږم څوک چې د هغوئ په زمکه قبضه کول غواړى، او زۀ به يهوداه هم د بنى اِسرائيلو د مينځ نه راوکاږم.
15 خو کله چې زۀ هغوئ راوباسم، نو بيا به زۀ په هغوئ باندې رحم وکړم، او زۀ به هغوئ هر يو قوم خپل ميراث او خپل مُلک ته واپس راولم.
16 او بيا کۀ چرې دا قومونه په رښتيا سره زما د خلقو طريقې زده کړى، او کۀ هغوئ زما په نوم قسم خوړل زده کړى او وائى چې په يقين سره مالِک خُدائ ژوندے دے، لکه څنګه چې هغوئ يو وخت زما قوم ته د بعل د بُت په نوم قسم خوړل ور زده کړى وُو، نو هغوئ به بيا زما د قوم په مينځ کښې آباد شى.
17 خو کۀ چرې هر يو قوم زما خبرو ته غوږ ونۀ نيسى، نو بيا به زۀ هغه قوم په مکمل توګه د بېخ نه راوکاږم او نيست و نابود به يې کړم.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.