يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 34

کله چې د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ ټولو لښکرو او د هغۀ د بادشاهت د لاندې ټولو مُلکونو چې په يروشلم او د هغۀ په خوا او شا ښارونو باندې حمله کوله نو د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته ورکړے شو.
2 مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يرمياه ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د يهوداه بادشاه صدقياه ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ دا ښار د څپرکیل بادشاه ته حواله کړم، او هغه به اوس دې ښار ته اور واچوى.
3 تۀ به د هغۀ د ګرفتارى نه ونۀ تښتې بلکې په يقين سره به تۀ ګرفتار شې او هغۀ ته به حواله کړے شې. تۀ به د څپرکیل بادشاه په خپلو سترګو ووينې، او هغه به تا سره مخامخ خبرې وکړى. او هغه به تا څپرکیل ته جلاوطن کړى.
4 نو بيا اے صدقياه د يهوداه بادشاه، ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ ستا په حقله فرمائى چې، تۀ به په جنګ کښې قتل نۀ شې،
5 بلکې تۀ به په خپل عام مرګ باندې مړ شې. څنګه چې خلقو ستا د پلار نيکۀ د جنازې د عزت دپاره خوشبو سوزوله څوک چې ستا نه وړاندې بادشاهان وُو، نو دغه شان به خلق ستا د جنازې د عزت دپاره خوشبو وسوزوى. او هغوئ به ماتم کوى او وائى به چې، افسوس، اے زمونږه بادشاه، تۀ مړ شوې. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“
6 نو بيا يرمياه پېغمبر دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته په يروشلم کښې ورکړو.
7 په هغه وخت کښې د څپرکیل بادشاه لښکرو د يروشلم او د يهوداه د نورو ښارونو په خلاف جنګ کولو کوم چې لکيس او عزيقه وُو. صرف دا مضبوط ښارونه وُو چې د قبضې نه پاتې شوى وُو.
8 د مالِک خُدائ دا پېغام يرمياه ته ورکړے شو پس د دې نه چې صدقياه بادشاه او د يروشلم ټولو خلقو د غلامانو د آزادولو دپاره لوظ وکړو
9 او ټولو په دې اتفاق وکړو چې هر څوک به خپل عبرانى غلامان او وينځې آزادوى، او هيڅ څوک به خپل د مُلک سړے يا ښځه بند نۀ ساتى.
10 ټولو مشرانو او خلقو چا چې هم دا لوظ کړے وو هغوئ دا خبره ومنله چې هغوئ به خپل غلامان او وينځې آزادوى او نور به هغوئ په خپله قبضه کښې نۀ ساتى او هغوئ يې آزاد کړل.
11 خو وروستو هغوئ خپله فېصله بدله کړه، هغوئ آزاد شوى غلامان واپس راوستل او هغوئ يې بيا په زور سره دوباره خپل غلامان او وينځې جوړ کړل.
12 نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو،
13 ”ما ستاسو د پلار نيکۀ سره لوظ وکړو کله چې ما هغوئ د مِصر نه د غلامۍ د مُلک نه رابهر او آزاد کړل. نو ما وفرمائيل چې،
14 په هر يو اوؤم کال تاسو هر هغه عبرانى چې خپل ځان يې په تاسو خرڅ کړے دے آزاد کړئ. د شپږ کاله د خِدمت کولو نه وروستو، نو په کار دے چې تاسو هغه آزاد کړئ او رُخصت يې کړئ. خو ستاسو پلار نيکۀ زما خبرو ته نۀ غوږ ونيولو او نۀ يې ورته توجو ورکړه.
15 خو اوس تاسو پښېمانه شوئ او توبه مو وويستله او خپله فېصله مو بدله کړه او هغه کار مو وکړو چې څۀ زما په نظر کښې صحيح وو، او تاسو هر يو د خپلو غلامانو د آزادولو اعلان وکړو. او دا چې تاسو زما په کور کښې چې زما د نوم مهر پرې لګولے شوے دے ما سره لوظ وکړو.
16 خو تاسو بيا خپله فېصله بدله کړه او زما د نوم بې‌حرمتى مو وکړه، او تاسو بيا هر يو سړے غلام او ښځه مو واپس وينځه کړه څوک چې تاسو آزاد کړى وُو. نو بيا تاسو هغوئ په زور سره دوباره غلامان او وينځې کړل.
17 نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زما پيروى ونۀ کړه، تاسو د خپل مُلک خلقو ته د آزادۍ اعلان ونۀ کړو. نو زۀ اوس بيا تاسو ته دغه شان د آزادۍ اعلان کوم. مالِک خُدائ فرمائى چې ستاسو آزادى به داسې وى چې زۀ به تاسو په تُورې، وبا او قحط باندې مړۀ کړم. زۀ به تاسو ټولې دُنيا ته د عبرت او د يرې سبب وګرځوم.
18 ځکه چې تاسو ما سره د لوظ شرائط مات کړل نو زۀ به تاسو هم دوه ځايه کړم لکه څنګه چې تاسو سخى دوه ځايه کړى وُو او د هغې په مينځ کښې تېر شوئ.
19 آو، زۀ به تاسو په مينځ وشلوم، هغه کۀ تاسو د يهوداه او يروشلم آفسران، د دربار خصيان آفسران، اِمامان او يا عام خلق هم يئ، ځکه چې تاسو ما سره خپل لوظ مات کړو.
20 نو زۀ به مو خپلو دشمنانو ته حواله کړم څوک چې ستاسو مرګ پسې ګرځى. ستاسو د مړو لاشونه به د هوا د مارغانو او د ګيدړانو خوراک کړم.
21 زۀ به د يهوداه بادشاه صدقياه او د هغۀ آفسران هم د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د هغوئ مرګ پسې ګرځى. کۀ څۀ هم چې د څپرکیليانو د بادشاه لښکرو خپلې حملې ستاسو خلاف بندى کړى دى،
22 مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ ته حُکم ورکړم او بيا به زۀ هغوئ واپس دې ښار ته راولم. هغوئ به ستاسو خلاف جنګ وکړى او هغوئ به دا ښار قبضه کړى او وبه يې سوزوى. او زۀ به د يهوداه ښارونه وران او تباه کړم نو بيا به څوک هم هلته نۀ اوسيږى.“