يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 27

د صدقياه د يوسياه د زوئ د يهوداه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې دا پېغام يرمياه ته د مالِک خُدائ له طرفه ورکړے شو.
2 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د خپل ځان دپاره جغ جوړ کړه او د څرمنې په تسمو سره يې په خپله غاړه کښې واچوه.“
3 بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د ادوم، موآب، عمون، صور او د صيدا بادشاهانو ته د هغوئ د هغه سفيرانو په ذريعه پېغام ورواستوه څوک چې يروشلم ته د يهوداه د بادشاه صدقياه ليدلو له راغلى وُو.
4 هغوئ له دا پېغام د هغوئ د مالِکانو دپاره ورکړه چې دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ يې فرمائى،
5 ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم.
6 خو زۀ به اوس ستاسو ټول مُلکونه خپل خِدمت کوونکى نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه ته حواله کړم، تر دې چې زۀ به ځنګلى ځناور هم د دۀ تابعدار کړم.
7 ټول قومونه به د هغۀ خِدمت وکړى، او د هغۀ د زوئ او د نمسى به تر هغې پورې خِدمت کوى ترڅو چې د هغۀ د مُلک د ختمېدو دپاره مقرر شوے وخت نۀ وى راغلے. نو بيا به نور ډېر قومونه او لوئ بادشاهان راشى او څپرکیليان به خپل غلامان جوړ کړى.
8 مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې يو قوم يا بادشاهت د نبوکدنضر يعنې د څپرکیل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار وکړى او يا خپل څټ د هغۀ د جغ لاندې نۀ کړى، نو زۀ به بيا په هغه قوم جنګ، قحط او وبا را نازله کړم، ترڅو چې څپرکیليانو هغه قبضه کړے نۀ وى.
9 نو بيا خپلو دروغژنو نبيانو، فالګرو، د خوب تعبير کوونکو، خپل قسمت معلومونکو او جادوګرو ته غوږ مۀ نيسئ، څوک چې تاسو ته وائى چې تاسو به د څپرکیل د بادشاه خِدمت نۀ کوئ.
10 هغوئ تاسو ته د دروغو نبوت کوى او په دې خبرو به تاسو د خپل مُلک نه لرې وشړلے شئ، زۀ به تاسو خوارۀ وارۀ کړم او تاسو به تباه شئ.
11 خو کۀ کوم يو قوم هم خپل څټ د څپرکیل بادشاه د جغ لاندې ښکته کړى او د هغۀ خِدمت وکړى، نو زۀ به دا قوم په خپله زمکه باندې پرېږدم چې هغه وکَرى او هلته اوسيږى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.
12 ما هم دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته ورکړو. ما ورته ووئيل، ”خپل څټونه د څپرکیل بادشاه جغ ته ښکته کړئ، د هغۀ او د هغۀ د خلقو خِدمت وکړئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.
13 نو بيا ولې تۀ او ستا عوام دې په هغه جنګ، قحط يا وبا مړۀ شى په کومو چې مالِک خُدائ هر هغه قوم يروى څوک چې د څپرکیل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار کوى؟
14 د دروغژنو نبيانو خبرو ته غوږ مۀ نيسئ څوک چې تاسو ته وائى چې د څپرکیل د بادشاه خِدمت به نۀ کوئ، ځکه چې هغوئ تاسو ته دروغ وائى.
15 مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، هغوئ ما نۀ دى درلېږلى. هغوئ زما په نوم د دروغو نبوت کوى. نو ځکه زۀ به تاسو د خپل مُلک نه وشړم، نو تاسو او هغه نبيان دواړه به هلاک شئ.“
16 نو بيا ما اِمامانو ته ووئيل چې، ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، هغه نبيانو ته غوږ مۀ نيسئ چې څوک داسې وائى چې د خُدائ پاک د کور مقدس څيزونه به ډېر زر د څپرکیل نه راواپس شى. هغوئ تاسو ته د دروغو پېشګويانې کوى.
17 هغوئ ته غوږ مۀ نيسئ، د څپرکیل د بادشاه خِدمت کوئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. نو بيا دې ولې دا ښار تباه او په کنډرو بدل شى څۀ؟
18 کۀ چرې هغوئ په رښتيا سره پېغمبران وى او د مالِک خُدائ د خوا نه ورته کلام ورکړے شوے وى نو بيا دې هغوئ ما ته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يم سوال او مِنت وکړى چې زۀ هغه پاتې شوى مقدس څيزونه څپرکیل ته پرې نۀ ږدم چې هغوئ يوسى. او چې هغه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ په کور او د يهوداه بادشاه په محل کښې پاتې شى.
19 نو مالِک خُدائ، ربُ الافواج د هغه څيزونو په حقله وفرمائيل کوم چې په يروشلم کښې پاتې وُو لکه د زېړو ستنې او د زېړو ډيګۍ، او د اوبو راوړلو ګاډۍ او نور سامانونه.
20 دا هم هغه پاتې شوى څيزونه دى کله چې نبوکدنضر بادشاه د يهوداه بادشاه، د يهويقيم زوئ يهوياکين او د يهوداه او يروشلم مشران سپين روبى ټول څپرکیل ته بوتلل.
21 مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى هغه څيزونو په حقله کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې پاتې دى او د يهوداه او په يروشلم او د بادشاه په محل کښې پاتې دى،
22 دا سامانونه به څپرکیل ته يوړے شى او دا به زما د راتلو د ورځې پورې هلته وى، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، نو بيا به زۀ دا ټول سامان واپس راوړم او په دې ځائ کښې به يې ولګوم.“