يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 16

د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
2 ”دلته وادۀ ونۀ کړې او نۀ زامن او لوڼه پېدا کړې.
3 ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، کوم ماشومان چې دلته پېدا کيږى او هم داسې د هغوئ مور، پلار
4 چې هغوئ به د سختو بيمارو نه مړۀ شى. او په هغوئ به هيڅ څوک ژړا ونۀ کړى او نۀ به يې ښخ کړى، او د هغوئ لاشونه به په زمکه لکه د سوټو په شان خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. او هغوئ به په جنګ او قحط مړۀ شى، او د هغوئ لاشونه به د ټپوسانو، او د ځنګلى ځناورو خوراک شى.
5 مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، هغه کور ته مۀ ورننوځه په کوم کښې چې د مړى ژړا وى، د هغوئ سره ماتم او همدردى مۀ کوه، ځکه چې ما د هغه خلقو نه خپل برکت، مينه او رحم اخوا کړے دے، دا د مالِک خُدائ وينا ده.
6 مالداره او غريبانان به دواړه په دې مُلک کښې مړۀ شى، هغوئ به نۀ ښخ کړے شى او نۀ به ورباندې ماتم وشى، د هغوئ دوستان به نۀ خپل ځانونه دردمند کړى او نۀ به د خفګان ښکاره کولو په وجه خپل سرونه د هغوئ دپاره ګنجى کړى.
7 هيڅوک به هغوئ ته د غمرازۍ روټۍ نۀ راوړى، تر دې چې د خپل مور او پلار دپاره به تعزيت نۀ کوى، او نۀ به ورته څوک د تسلۍ دپاره څښلو له څۀ ورکوى.
8 او هغه کور ته هم مۀ ورننوځه په کوم کور کښې چې د خوراک څښاک پروګرام وى او د هغوئ سره روټۍ ته مۀ کښېنه.
9 ځکه چې دا مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ درته فرمائى، ستا په ژوند کښې او ستا د سترګو د وړاندې به زۀ په دې مُلک کښې د خندا او د خوشحالۍ آوازونه ختم کړم. نور به په کښې د ناوې او زلمى د خوشحالۍ آوازونه نۀ اورېدلے کيږى.
10 کله چې تۀ هغوئ ته دا هر څۀ ووائې نو هغوئ به درنه تپوس وکړى چې، مالِک خُدائ په مونږ دومره سخت افت ولې نازلوى؟ مونږ څۀ غلطى کړې ده؟ مونږ داسې کومه ګناه د مالِک خُدائ خلاف کړې ده؟
11 نو بيا هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى چې، ستاسو پلار نيکۀ زۀ هېر کړے وم، هغوئ زما په ځائ د نورو معبودانو عبادت او خِدمت وکړو. او هغوئ زۀ پرېښودم او زما د کلام تابعدارى يې ونۀ کړه.
12 خو تاسو د خپل پلار نيکۀ نه هم زيات بد سلوک وکړو. ګوره چې څنګه تاسو هر يو زما د پيروى په ځائ د خپلو سرکشه او بدکاره زړونو خواهشاتو ته غوږ ونيولو.
13 نو زۀ به تاسو د دې مُلک نه داسې مُلک ته وشړم چې نۀ يې تاسو ته څۀ پته شته او نۀ يې ستاسو پلار نيکۀ ته څۀ پته وه، نو هلته به تاسو شپه او ورځ د نورو معبودانو عبادت کوئ، ځکه چې زۀ به په تاسو نور رحم نۀ کوم.“
14 مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”داسې وخت راروان دے چې خلق به داسې قسم نۀ خورى چې، د ژوندى خُدائ پاک په نوم مې دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل.
15 خو هغوئ به داسې قسم خورى چې، د ژوندى خُدائ پاک په نوم مې دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د شمال او د هغه ټولو مُلکونو نه راوويستل کومو ته چې هغۀ شړلى وُو. ځکه چې زۀ به هغوئ دوباره هغه مُلک ته واپس راولم کوم چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.“
16 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.
17 د هغوئ ټول عملونه زما د سترګو د وړاندې دى او زۀ يې وينم، هغه زما نه پټ نۀ دى، او تر دې چې د هغوئ ګناهونه هم زما د سترګو نه پټ پناه نۀ دى.
18 زۀ به هغوئ له د خپلو ګناهونو او حرامو کارونو بدله يو په دوه ورکړم، ځکه چې هغوئ د بې‌ساه شکلونو او نفرت آميزه بُتانو په وجه زما موروثى مُلک پليت کړے دے.“
19 اے مالِکه خُدايه، تۀ زما طاقت او زما قلعه يې، د مصيبت په وخت کښې زما پناه ګاه يې. د دُنيا د آخر سر نه به قومونه تا ته راشى او وائى به چې، ”زمونږ پلار نيکۀ سره هيڅ نۀ وو بلکې دروغژن معبودان، هغه بې‌کاره بُتان چې دوئ ته هيڅ قسمه ښېګړه نۀ شى ورکولے.
20 خلق خو ځان له خپل خُدايان په خپله جوړوى، خو په حقيقت کښې هغه صحيح خُدايان نۀ وى.“
21 ”نو په دې وجه به زۀ هغوئ ته په دې وخت کښې د خپل زور او طاقت په حقله تعليم ورکړم. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زما نوم مالِک خُدائ دے.“