يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 50

مالِک خُدائ يرمياه نبى ته د څپرکیل د خلقو او د څپرکیل د وطن په حقله دا پېغام نازل کړو چې،
2 ”د قومونو په مينځ کښې د دې خبرې اعلان وکړه، جنډا اوچته کړه او په ډاګه ورته ووايه، او هيڅ خبره مۀ پټوه بلکې دا ښکاره وايه چې، څپرکیل به قبضه کړے شى، او بيل بُت به په شرمونو وشرميږى او رسوا به شى، او مردوک بُت به ويريږى. د څپرکیل مجسمه به په شرمونو وشرمولے شى او د هغې بُتان يرې راخستى دى.
3 د شمال د خوا نه به يو قوم په دې حمله وکړى او د هغوئ مُلک به تباه کړى او په صحرا به يې بدل کړى. او هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى، انسانان او ځناور به وتښتى.“
4 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه ورځو کښې به د اِسرائيل او د يهوداه خلق په يو ځائ په ژړا راروان وى. د مالِک خُدائ او د خپل مقدس خُدائ لټون به کوى.
5 هغوئ به د صيون د لارې تپوس وکړى او بيا به هغه خوا ته مخ تاو کړى او ورروان به شى. هغوئ به ما سره ابدى لوظ وکړى کوم به چې کله هم نۀ هېريږى.
6 زما غوره شوے قوم د ورکو شوو ګډو په شان دے، د هغوئ د قوم شپونکو هغه په غلطو لارو روان کړى دى او په غرونو کښې يې سرګردانه پرېښودى دى. او هغوئ په غرونو او غونډو سرګردانه ګرځى او خپل د آرام کولو ځائ ترې نه هېر وى.
7 هر چا به چې هم هغوئ بياموندل نو هغوئ به يې وژل. د هغوئ دشمنانو وئيل، مونږ په دوئ باندې په حملې کولو سره ګناه ګار نۀ يُو، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده څوک چې رښتينے څرن ځائ دے او د هغوئ پلار نيکۀ به هم په هغۀ باندې يقين او خپل اُميد ساتلو.
8 اے زما غوره شوے قومه د څپرکیل نه وتښتئ، د څپرکیليانو مُلک پرېږدئ، او د هغه نر چېلى په شان شئ چې د رَمې رهنمائى کوى.
9 زۀ به د شمال نه د تکړه قومونو اِتحاد جوړ کړم او د څپرکیل خلاف به يې راپاڅوم. او هغوئ به د څپرکیل خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړى او د شمال د خوا نه به هغه قبضه کړى. او هغوئ په غشو ويشتو کښې ماهران دى چې کله هم د هغوئ غشى نۀ خطا کيږى.
10 خو څپرکیل به لوټ کړے شى او هر هغه څوک چې هغه لوټ کړى او هر څۀ چې غواړى هغه به يوسى او ځان به پرې موړ کړى. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“
11 ”اے څپرکیليانو تاسو چا چې زما غوره شوے قوم تالا والا کړو، او اوس په خپلو کښې خندا خوشحالى کوئ، تاسو د هغه سخى په شان ټوپونه وهئ کله چې هغه د موږى نه آزاد شى او د آس په شان هڼېږئ،
12 خو ستاسو خپله مور به رسوا شى، چا چې تاسو زيږولى يئ هغه به شرمنده شى. هغه به په ټولو مُلکونو کښې بې‌اهميته وى، هغه به په دشتو، په اوچه زمکه، او په صحرا بدله شى.
13 د مالِک خُدائ د غضب په وجه به بيا په کښې څوک نۀ اوسيږى خو بلکل به وران ويجاړ شى. څوک هم چې پرې تېريږى او د څپرکیل تباهى وګورى نو د وحشت نه به حق حېران شى.
14 اے ليندو والاو تاسو ټولو چا چې خپلې ليندې راښکلى دى، د څپرکیليانو خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړئ. په هغوئ باندې ګزار وکړئ. چې يو غشے درنه خطا نۀ شى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده.
15 د هرې خوا نه د هغۀ خلاف د جنګ چغې ووهئ. وګورئ هغه محاصره شوے دے، د هغۀ دېوالونه راغورزېدلى دى. دا د مالِک خُدائ د انتقام اخستو ورځ ده، د څپرکیل نه انتقام واخلئ. کوم سلوک چې هغوئ د نورو سره کړے وو هم هغه شان سلوک ورسره وکړئ.
16 د څپرکیل خلق په پټو کښې د تخم کَرلو او فصل رېبلو نه منع کړئ، د ظالمانو د ظلم د وجې نه دې ټول غېر مُلکيان خپلو خلقو او خپل مُلک ته واپس لاړ شى.“
17 ”بنى اِسرائيل د ګډو د هغه خورې ورې شوې رمې په شان دے چې زمرو په مخه کړې وى. په اول ځل چې چا تېر کړل هغه د اسور بادشاه وو، په آخر کښې چا چې د هغۀ هډُوکى مات کړل هغه نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه وو.
18 نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به اوس د څپرکیل بادشاه او د هغۀ مُلک له سزا ورکړم لکه څنګه چې ما د اسور بادشاه له ورکړې وه.
19 زۀ به بنى اِسرائيل خپل د څرن ځائ ته واپس راولم او هغوئ به د کرمل او بسن په پټو کښې وڅريږى، او د هغوئ لوږه به د اِفرائيم او د جِلعاد په غونډو کښې معموره شى.
20 په هغه ورځو کښې، مالِک خُدائ فرمائى چې، د اِسرائيل ګناهونه به ولټولے شى خو يو به په کښې پېدا نۀ شى، او د يهوداه ګناهونه به ولټولے شى او هيڅ ګناه به په کښې پېدا نۀ شى، ځکه چې کوم ما ژوندى پرېښودى دى زۀ به د هغوئ ګناهونه معاف کړم.“
21 مالِک خُدائ فرمائى، ”زما لښکرو د مراتايم په وطن او د فقود په خلقو باندې حمله وکړئ. هغوئ پسې شئ، او وې وژنئ او مکمل يې تباه کړئ، او هر څۀ وکړئ د څۀ چې ما حکم درکړے دے.
22 په مُلک کښې دې د جنګ شور او ژړاګانې واورېدلے شى، او د لوئې تباهۍ آوازونه اورېدلے کيږى.
23 په ټوله دُنيا کښې د څپرکیل لوئ او زورَور څټک څنګه ټوکړې ټوکړې شو. او وګورئ چې څپرکیل څنګه په نورو قومونو کښې د وحشت مثال وګرځېدو.
24 اے څپرکیليانو، ما تاسو ته لټ کېښودلو، خو تاسو پرې خبر نۀ وئ خو په کښې ګرفتار شوئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خلاف جنګ وکړو.
25 مالِک خُدائ خپل د وسلې ګودام کولاو کړے دے او د خپل غضب وسله يې ترې راويستلې ده، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به دا د څپرکیل خلاف د هغوئ په مُلک کښې استعمال کړى.
26 د هرې خوا نه د هغۀ خلاف حمله وکړئ، او ګودامونه يې مات کړئ، او هغه لکه د غلې دانو په شان ډېرے کړئ. په مکمل توګه هغه تباه کړئ او هيڅ څوک په کښې ژوندى مۀ پرېږدئ.
27 د هغوئ ټول غوَيان حلال کړئ، په دوئ دې افسوس وى ځکه د هغوئ د سزا او حساب ورځ او وخت رارسېدلے دے.
28 هغه کسانو ته غوږ شئ څوک چې د څپرکیل نه راتښتېدلى دى، نو هغوئ په يروشلم کښې وائى چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د هغوئ نه څنګه انتقام اخلى څوک چې د هغۀ کور تباه کوى.
29 ټول لينده چلوونکى د څپرکیل خلاف راجمع کړئ، محاصره يې کړئ چې يو کس هم درنه ونۀ تښتى. هغۀ ته د خپلو اعمالو په مطابق بدله ورکړئ، هغۀ سره هغه څۀ وکړئ کوم چې دۀ د نورو خلقو سره کړى دى. ځکه چې څپرکیل د خپلې مغرورتيا په وجه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات خلاف سرکشى کړې ده.
30 مالِک خُدائ فرمائى چې، د هغۀ ځوانان به په کوڅو کښې راپرېوځى او قتل به شى، او د هغوئ فوجيان به په هغه ورځ ټول ختم کړے شى.
31 مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ګورئ، زۀ ستاسو خلاف يم، اے مغروره خلقو، ستاسو د سزا ورځ رارسېدلې ده هغه وخت چې زۀ تاسو له سزا درکړم.
32 ستا کبرژن قوم به تيندک وخورى او راوبه غورزيږى، او هيڅ څوک به تاسو نۀ راوچتوى، زۀ به د هغۀ په ښارونو اور بل کړم او هغه به په خپل شا او خوا کښې ځان سره هر څۀ وسوزوى.
33 مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، د اِسرائيل او د يهوداه خلق مظلومان دى، هغوئ چې چا نيولى دى نو د هغوئ د پرېښودو نه اِنکار کوى.
34 خو د هغوئ بچ کوونکے ډېر زورَور دے، او مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ نوم دے. هغه به په سختۍ سره د هغوئ د مسئلې دفاع وکړى، او هغه به دوئ ته آرام ورکړى، خو د څپرکیل خلق به نا آرامه کړى.
35 مالِک خُدائ فرمائى چې، د تباهۍ تُوره دې څپرکیل تباه کړى. هغه دې د څپرکیل ټول اوسېدونکى او د هغۀ آفسران او هوښياران خلق تباه کړى.
36 د هغوئ دروغژن نبيان به په جنګ کښې مړۀ شى، او هغوئ به بې‌وقوفان ثابت شى. د هغوئ تکړه فوجيان به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ به سختو يرو ترخو کښې راګېر شى.
37 جنګ به د هغوئ خلاف د هغوئ آسونه او جنګى ګاډۍ تباه کړى او په هغۀ کښې د نورو مُلکونو فوجيان به هم تباه کړى. او هغوئ به د ښځو په شان بُزدله شى. او جنګ به د هغوئ خزانې تباه کړى، او لوټ به يې کړى.
38 د هغۀ د اوبو ذخيرې دې اوچې کړے شى. هغه به اوچې شى، ځکه چې ټول مُلک د بُتانو نه ډک شوے دے، او د هغه خلقو د بُتانو د يرې نه لکه د ليونو په شان عمل وکړو.
39 نو بيا به په څپرکیل کښې د دشتو ځناور اوسيږى، او د ګيدړانو او ګونګيانو په کور به بدل شى. نو دا به بيا هيڅکله آباد نۀ شى او دا به همېشه دپاره شاړ پروت وى.
40 لکه څنګه چې خُدائ پاک سدوم او عموره، سره د ګاونډيانو تباه کړل هم هغه شان به څپرکیل هم تباه کړى. مالِک خُدائ فرمائى چې، نو هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى او نۀ به يو انسان په کښې ژوند کوى.
41 وګورئ، د شمال د خوا نه فوج راروان دے، يو لوئ قوم او ډېر بادشاهان د دُنيا د آخر نه راپاڅېدلى دى.
42 هغوئ په ليندو او نېزو باندې سمبال دى، او هغوئ ظالمان دى او هيڅ رحم په کښې نشته. کله چې هغوئ په خپلو آسونو باندې سوارۀ شى لکه د سمندر داسې غړمبار کوى، هغوئ جنګ ته په قطارونو کښې راروان دى چې په لور څپرکیل باندې حمله وکړى.
43 د څپرکیل بادشاه چې د دشمن د راتلو په حقله دا خبر واورېدو، نو د هغۀ لاسونه شل شول. هغه يرې او دردونو ونيولو، داسې درد لکه چې د ښځې د لنګون په وخت کښې وى.
44 لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ د څپرکیل خلق د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښى مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى.
45 نو بيا هغې منصوبې ته غوږ شه کومه چې مالِک خُدائ د څپرکیليانو خلاف جوړه کړې ده، تر دې چې واړۀ ماشومان به د ګډورو په شان وشړلے شى، او د هغوئ د څرن ځايونه به وران کړے شى.
46 زمکه به په دې چغو سورو سره په لړزان شى ”څپرکیل قبضه کړے شوے دے.“ او د هغوئ د مايوسۍ ژړا به په ټوله دُنيا کښې واورېدلے شى.“