يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 31

مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو خُدائ يم، او هغوئ به زما خلق وى.“
2 مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”د بنى اِسرائيلو کوم خلق چې د مرګ نه بچ پاتې شوى وُو ما په هغوئ په بيابان کښې فضل وکړو، کله چې هغوئ د آرام په تلاش کښې روان وُو ما د هغوئ ساتنه وکړه.
3 ډېر پخوا مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته راڅرګند شو، او ورته يې وفرمائيل چې، ما تاسو سره نۀ ختمېدونکې مينه کړې ده، ما تاسو په خپله مينه او رحم سره خپل ځان ته رانزدې کړئ.
4 زۀ به تا بيا آباد کړم، او تۀ به بيا آباد شې، اے پېغلې اِسرائيله. تۀ به بيا تمبل راواخلې او بهر به د ګډا دپاره په خوشحالۍ سره راووځې.
5 تاسو به دوباره د سامريه په غونډو باندې د انګورو باغونه وکَرئ، او څوک چې دا باغونه کَرى هغوئ به يې په مېوه خوشحاله شى.
6 نو هغه ورځ راروانه ده چې د اِفرائيم د غونډو نه به چوکيداران آوازونه وکړى او وائى به چې، راځئ چې صيون ته د عبادت دپاره او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته لاړ شو.“
7 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يعقوب دپاره د خوشحالۍ سندرې ووايئ او چغې ووهئ چې بنى اِسرائيل د ټولو نه لوئ قوم دے. مالِک خُدائ ته د حمد و ثناء چغې ووهئ او ووايئ چې، اے مالِکه خُدايه، په بنى اِسرائيلو کښې پاتې شوے خپل قوم دې بچ کړه.
8 نو زۀ به هغوئ د شمالى مُلک نه واپس راولم او د زمکې د لرو ځايونو نه به يې راغونډ کړم. تر دې چې ړاندۀ، ګوډيان، اُميدوارې ښځې او د ماشوم د پېدا کېدو په حالت کښې ښځې، نو هغوئ ټول به د لوئ قبيلې په شکل کښې دلته بيا راواپس شى.
9 کله چې هغوئ واپس راشى نو د پښېمانۍ نه به اوښکې د هغوئ په مخ روانې وى او زۀ به هغوئ په ډېره مينه خپلو کورونو ته واپس بوځم، نو زۀ به هغوئ د روانو اوبو په خوا کښې او په هواره لاره بوځم هسې نه چې چرته تيندک وخورى، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو پلار يم، او اِفرائيم زما مشر زوئ دے.“
10 مالِک خُدائ فرمائى، ”اے قومونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ، او هغه لرې ساحلى وطنونو ته يې بيان کړئ. هغه چا چې بنى اِسرائيل خوارۀ کړى دى هم هغه به يې راغونډ کړى. لکه څنګه چې شپونکے د خپلې رمې ساتنه کوى هم داسې به هغه د هغوئ خيال ساتى.
11 مالِک خُدائ به د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى او هغوئ به د هغه کسانو نه آزاد کړى چې د دوئ نه زورَور دى.
12 هغوئ به راشى او پاس د صيون په غرۀ به د خوشحالۍ چغې ووهى، او هغوئ به د مالِک خُدائ په برکتونو لکه غله دانه، مے، تېل، او د رمو په زياتولو خوشحاله شى. د هغوئ ژوند به لکه د سيرابه باغ په شان وى، او هغوئ به نور غمژن نۀ شى.
13 نو پېغلې به د خوشحالۍ نه ګډيږى، ځوانان او بوډاګان به هم خوشحالى کوى. زۀ به د هغوئ غم په خوشحالۍ باندې بدل کړم، او زۀ به هغوئ له تسلى ورکړم، او زۀ به د هغوئ خفګان په خوشحالۍ بدل کړم.
14 زۀ به د هغوئ اِمامان په غوړو زېړو خوراکونو ماړۀ کړم، او زما خلق به زما په نعمتونو باندې ماړۀ پټ شى. مالِک خُدائ دا فرمائى.“
15 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په راما کښې د چغو آواز واورېدلے شو، د ماتم او لوئ ژړا آواز. راحيل په خپلو بچو باندې ژړا کوى، هيڅ قسم تسلى نۀ قبلوى ځکه چې د هغې ماشومان غېب کړے شوى دى.“
16 خو مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ژړا او اوښکې توېدل بس کړئ، تاسو ته به د خپلو کارونو اجر مِلاو شى.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ستاسو ماشومان به د دشمن د مُلک نه راواپس شى.“
17 مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ستا د راتلونکى ژوند دپاره اُميد شته دے، ستاسو ماشومان به خپل مُلک ته بيا واپس راشى.
18 د اِفرائيم ژړا او فرياد ما ته رارسېدلے دے، تا ما ته تربيت راکړو چې په لاره شم، لکه د ناجوته سخى په شان دې تربيت راکړو او زۀ اوس په لاره شوے يم. ما دې خپل حضور ته واپس راوله، نو زۀ به واپس راشم، ځکه چې تۀ زما مالِک خُدائ او خُدائ پاک يې.
19 ستا نه د اوړېدو نه پس مونږ توبه وکړه، د پوهېدو نه وروستو مونږ خپله سينه ووهله. مونږ چې کوم کم عقل کارونه په ځوانۍ کښې کړى وُو د هغې په وجه سپک او شرمنده شُو.“
20 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.
21 اے زما قومه، تاسو د تلو په وخت په خپله لار داسې نښې ودروئ چې د هغې نه په واپسۍ کښې خلقو ته د صحيح لارې پته ولګى. اے پېغلې اِسرائيله راوګرځه، خپلو ښارونو ته راوګرځه.
22 اے زما بې‌وفا لورې، تۀ به ترڅو پورې سرګردانه ګرځې؟ مالِک خُدائ به يو نوے کار وکړى او هغه دا دے چې بنى اِسرائيل به خپل مالِک خُدائ ته غاړه ورکړى.“
23 مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”کله چې زۀ هغوئ د غلامۍ نه واپس راولم، په يهوداه او د هغې په ښارونو کښې به هغوئ بيا داسې ووائى چې، اے د صداقت ځايه، اے مقدس غره، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.
24 ښاريان او زمينداران او شپونکى به د خپلو رمو سره په شريکه د يهوداه په مُلک کښې اوسيږى.
25 زۀ به ستړو ستومانو ته طاقت ورکړم او مړاوى شوى به تازه کړم.
26 نو کله چې زۀ راپاڅېدم او خپلې سترګې مې پرانستلې، نو زۀ پوهه شوم چې په خوږ خوب اودۀ وم.“
27 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځ راروانه ده چې زۀ به د اِسرائيل او يهوداه او د هغوئ د ځناورو نسلونه زيات کړم.
28 او لکه څنګه چې ما هغوئ د بېخ نه راويستل، او ټوکړې ټوکړې مې کړل، او راومې غورزول، او تباه مې کړل او افتونه مې پرې نازل کړل، نو دغه شان به زۀ هغوئ دوباره آباد او قائم کړم.
29 په هغه ورځو کښې به نور خلق داسې نۀ وائى چې، تراوۀ انګور يې پلارانو وخوړل، او غاښونه يې د بچو وبرېښېدل.
30 خو هر سړے به د خپلې ګناه په وجه مړ کيږى، هر څوک چې تراوۀ انګور وخورى هم د هغۀ غاښونه به برېښيږى.“
31 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه وخت راروان دے چې کله زۀ د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم.
32 دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو، کۀ څۀ هم چې زما مثال هغوئ ته د وفادار خاوند په شان وو. مالِک خُدائ داسې فرمائى.
33 خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.
34 نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“
35 مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه څوک چې نمر په دې مقرروى چې د ورځې وځليږى، او هغه چا چې سپوږمۍ او ستورى مقرر کړل چې د شپې وځليږى، څوک چې سمندر راپاڅوى چې د هغې چپې شور وکړى نو د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
36 مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ترڅو پورې د کائنات دا نظام موجود وى، نو تر هغه وخته پورې به د بنى اِسرائيلو قوم زما د وړاندې قائم وى.“
37 مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لکه څنګه چې د آسمان د ناپ تول اندازه نۀ شى لګولے او د زمکې د بنياد اندازه نۀ شى معلومولے نو زۀ به هم د اِسرائيل د ګناهونو په وجه د هغوئ نه اِنکار ونۀ کړم.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
38 ”هغه ورځ راتلونکى ده،“ مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کله چې دا ښار د حنن‌ايل د برج نه واخله تر د ګوټ د دروازې پورې به دوباره زما دپاره آباد شى.
39 او د هغه ځائ نه به سيدها د ښار حدود جارب غونډۍ پورې ورسيږى او بيا به د جوعه طرف ته راتاو شى.
40 نو بيا به ټوله دره چرته چې د مړو لاشونه او ايرې غورزولے شى او هغه ټوله زمکه د کومې مېدانونه چې د قِدرون د درې د نمرخاتۀ پورې پراتۀ دى، او د آسونو د دروازې پورې، ټوله به مالِک خُدائ ته مقدسه وى. دا ښار به هيڅکله بيا د بېخ نه راونۀ ويستلے شى او نۀ به تباه شى.“