يرمياه
څپرکی 19
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د کُلال نه يو د خټو منګے په بيعه واخله. او ځان سره د خلقو يو څو مشران او لوئ اِمامان بوځه.
2 او د بنىهنوم وادۍ ته لاړ شه، او د کُلالانو د ماتو لوښو دروازې ته مخامخ هلته هغه پېغام خلقو ته بيان کړه کوم چې زۀ تا له درکوم.
3 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ ته داسې ووايه، اے د يهوداه بادشاهانو او د يروشلم خلقو، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ځائ دومره سخت افت راولم، او چې څوک يې هم واورى نو د هغۀ غوږونه به وبوګنيږى.
4 ځکه چې زۀ هغوئ پرېښے يم او دا ځائ يې غېرو معبودانو ته حواله کړو، او په دې ځائ کښې هغوئ هغه معبودانو ته داسې قربانۍ پېش کړې چې هغه نۀ دوئ په خپله او نۀ د دوئ پلار نيکۀ او نۀ د يهوداه بادشاهانو پخوا کړى وى. هغوئ دا زمکه د بېګناه خلقو په وينو تويولو سره ډکه او رنګ کړه.
5 او هغوئ د بعل بُت دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې دى چې خپل بچى هلته په کښې د سوزېدونکى قربانۍ په توګه بعل بُت ته پېش کړى. د داسې کار ما نۀ هغوئ ته حکم ورکړے دے او نۀ مې په خيال خاطر کښې راغلى دى،
6 نو مالِک خُدائ فرمائى چې خبردار، هغه وخت راروان دے چې خلق به نور دې ځائ ته د ”توفت“ يا بنىهنوم وادى ونۀ وائى، بلکې دا به ”د قتل و غارت د وادۍ“ په نوم مشهوره شى.
7 په دې ځائ کښې به زۀ د يهوداه او د يروشلم د خلقو ټولې منصوبې تباه کړم. زۀ به هغوئ د هغه دشمن په لاس ووژنم، څوک چې د دوئ وينو ته تږى ناست دى، او زۀ به د دوئ لاشونه د هوا د مارغانو او د ځنګلى ځناورو خوراک کړم.
8 زۀ به يروشلم تباه کړم، او د خلقو د خندا به يې کړم. څوک هم چې په دې لار تېريږى نو د هغوئ په تباهۍ به حق حېران شى.
9 زۀ به د هغوئ دشمنان څوک چې د هغوئ د وينو تږى دى راپاڅوم چې د دوئ ښار نه ګېره واچوى او دوئ ته غټ تکليف ورسوى. او دا ګېره به دومره سخته وى چې دوئ به د خپلو ماشومانو او ګاونډيانو په خوړلو شروع وکړى.
10 بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغه کسان چې تا خپل ځان سره بوتلى دى د هغوئ په وړاندې دا منګے چې تا سره دے مات کړه.
11 او هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى، زۀ به د دې منګى په شان دا قوم او دا ښار ټوټې ټوټې کړم چې د بيا جوړېدو امکان به يې نۀ وى. په هغه وخت کښې به هغوئ خپل مړى په توفت کښې ښخوى، تر هغې پورې چې د ښخولو نور ځائ پاتې نۀ شى.
12 مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به دې ښار او د دې د اوسېدونکو سره هم دغه رنګ وکړم. او د دوئ سره به د توفت په شان پليت سلوک وکړم.
13 زۀ به د يروشلم ټول کورونه، د يهوداه د بادشاهانو شاهى محلونه لکه د توفت په شان پليت وګرځوم، چا چې د خپلو کورونو په چتونو ستورو ته قربانۍ پېش کړې دى، او د څښلو نذرانې يې نورو بُتانو ته پېش کړې دى.“
14 نو بيا يرمياه د توفت نه راواپس شو، کوم ځائ ته چې مالِک خُدائ هغه د پېغام ورکولو دپاره لېږلے وو. نو بيا هغه د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېدو او ټولو خلقو ته يې وفرمائيل چې،
15 ”مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ښار او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو هغه ټول افتونه راولم چې د کومو ما وړاندې ذکر کړے دے، ځکه چې تاسو په سرکشۍ سره زما خبرو اورېدلو ته تيار نۀ يئ.“