يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 33

يرمياه چې لا د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بند وو نو د مالِک خُدائ پېغام په دوېم ځل هغۀ ته راغلو،
2 ”مالِک خُدائ چا چې، زمکه جوړه کړه، او هغې ته يې شکل ورکړو او قائمه يې کړه او د چا نوم چې مالِک خُدائ دے هغه فرمائى،
3 د مدد دپاره ما ته ووايه او زۀ به جواب درکړم او زۀ به تا ته هغه لوئ او پټ رازونه او خبرې څرګندې کړم چې تۀ پرې نۀ پوهېږې.
4 نو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تاسو د ښار کورونه او تر دې چې شاهى محل هم راوغورزولو د دې دپاره چې د دشمن د محاصرې او حملې په وخت کښې تاسو د هغې په ملبې خپل د خاورو ډېرو دېوالونه مضبوط کړئ.
5 د څپرکیليانو سره په جنګ کولو کښې به دا ښار او د دې کورونه د خلقو د مړو د لاشونو نه ډک کړم. زۀ به دوئ په خپل قهر او غضب کښې تباه کړم. زۀ به د دې ښار نه د دوئ د ګناهونو په وجه خپل مخ پټ کړم.
6 خو باوجود د دې به هغه وخت راشى چې زۀ به د يروشلم زخمونو ته شفا ورکړم او هغې ته به حقيقى امن او سکون ورکړم.
7 زۀ به يهوداه او اِسرائيل د غلامۍ نه واپس راولم او هغوئ به بيا هغه شان آباد کړم لکه څنګه چې هغوئ وړاندې وُو.
8 زۀ به هغوئ د هغه ټولو ګناهونو نه پاک کړم کوم چې هغوئ زما خِلاف کړى دى، او زۀ به د هغوئ هغه سرکشى معاف کړم کومه چې هغوئ زما خلاف کړې ده.
9 نو بيا به دا ښار ما ته د ټولې دُنيا د خلقو په وړاندې خوشحالى، شُهرت، او عزت راکړى، کله چې دوئ د هغه ټولو ښۀ څيزونو په حقله واورى کوم چې زۀ د يروشلم سره کوم. او خلق به د دې ټول امن او آبادۍ نه متاثره شى او د يرې نه به په لړزان شى.
10 مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو د دې ځائ په حقله وايئ چې، دا ځائ خو د صحرا په شان دے چې په کښې نه انسان او نه ځناور شته. خو د يهوداه ښارونه او د يروشلم کوڅې خالى دى کومې چې په ميرو بدلې شوې چې نۀ په کښې انسان او نۀ په کښې ځناور شته، نو يو ځل بيا به هلته،
11 د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.
12 مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ څۀ هم چې دا مُلک اوس د صحرا په شان دے او د انسانانو او ځناورو نه خالى دے خو په دې کښې به بيا د څرن زمکه راپېدا شى چې شپونکى به ورته خپلې رمې څرولو دپاره راولى.
13 مالِک خُدائ فرمائى چې، د غريزه مُلک په ښارونو، او د غونډو په شا او خوا، او د نجب په صحرا، د بنيامين په علاقه کښې، د يروشلم په شا او خوا، او د يهوداه په ښارونو کښې به شپونکى يو ځل بيا خپل ګډورى وشمارى.
14 مالِک خُدائ فرمائى چې، هغه وخت راتلونکے دے چې زۀ به خپله هغه مهربانه وعده پوره کړم چې کومه ما د يهوداه او د اِسرائيل سره کړې وه.
15 په هغه وخت کښې به زۀ د داؤد د اولاد نه يوه صادقه څانګه راوټوکوم، هغه به په ټول مُلک کښې هغه کارونه کوى کوم چې د اِنصاف او صداقت وى.
16 په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او يروشلم به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.
17 مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، د داؤد په اولاد کښې به همېشه يو کس د بنى اِسرائيلو په تخت ناست وى.
18 او هم داسې به اِمامان همېشه د ليوى قبيلې نه وى څوک به چې تل زما خِدمت کوى او ما ته به سوزېدونکې نذرانې، او د غلو نذرانې او قربانۍ پېش کوى.“
19 نو بيا د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته راغلو چې،
20 ”مالِک خُدائ فرمائى چې، کۀ چرې تاسو زما لوظ د ورځې او د شپې د مقرر شوى نظام په حقله ماتولے شئ، چې شپه او ورځ په خپل مقرر شوى وخت رانۀ شى
21 نو بيا به هغه وخت زما لوظ زما د خِدمتګار داؤد سره او زما لوظ د ليويانو سره چې زما اِمامان دى او زما په حضور کښې خِدمت کوى به هم ماتېدے شى، نو بيا به د داؤد اولاد کښې نور څوک نۀ وى چې د هغۀ په تخت بادشاهى وکړى.
22 زۀ به د خپل خِدمتګار داؤد نسل او ليويان کوم چې زما اِمامان دى او زما په وړاندې خِدمت کوى د آسمان د ستورو او د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره زيات کړم.“
23 مالِک خُدائ بل پېغام يرمياه ته ورکړو،
24 ”آيا تا د خلقو خبرو ته غوږ نۀ دے نيولے چې هغوئ وائى، مالِک خُدائ اوس هغه دوه قومونه رد کړى دى کوم چې اول هغۀ غوره کړى وُو؟ نو هغوئ زما د قوم سپکوالے کوى او د يو قوم په حيثيت يې نۀ منى.
25 خو مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې ما د ورځې او د شپې سره لوظ نۀ وو کړے او د زمکې او آسمان نظام مې نۀ وو جوړ کړے،
26 نو بيا به زۀ د يعقوب او د خپل خِدمتګار داؤد اولاد نامنظور کړم، او نۀ به د يعقوب او د داؤد د اولاد نه څوک خوښ کړم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب په اولاد حکومت وکړى. ځکه چې زۀ به هغوئ د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم.“