يرمياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52


څپرکی 45

يرمياه نبى باروک د نيرياه زوئ ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال چې د يهوداه بادشاه وو پېغام ورکړو د دې نه وروستو کله چې باروک په طومار کښې هغه څۀ وليکل کوم چې ورته يرمياه فرمائيلى وُو.
2 ”اے باروکه، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې تاسو ته فرمائى چې،
3 تا ووئيل چې افسوس دې په ما وى. زۀ د غمونو او تکليفونو د لاندې شوے يم. ولې زما دا دردونه کافى نۀ وُو څۀ؟ مالِک خُدائ زما په غمونو کښې اضافه وکړه. زۀ د اسويلو نه ستړے ستومانه شوے يم او هيڅ قسم آرام راته نۀ ملاويږى.
4 باروکه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به دا قوم تباه کړم کوم چې ما آباد کړے دے. او څۀ چې ما کَرلى دى هغه به د بېخ نه راوباسم.
5 ولې تۀ د خپل ځان دپاره د دې نه نور هم زيات د خاص سلوک اُميد کوې څۀ؟ داسې مۀ کوه. زۀ به لوئ افت په دې خلقو نازل کړم. خو تۀ چرته هم ځې نو زۀ به تا ته ستا ژوندون درکړم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“