ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 7

نى آدم په دُنيا کښې سخت محنت نۀ کوى څۀ، او د هغوئ ژوند د مزدور په شان نۀ دے څۀ؟
2 لکه چې غلامان د سورى په ارمان وى، او لکه مزدوران د خپلې تنخواه په طمع وى.
3 په مياشتو مياشتو زما څۀ مقصد نشته، او د غم شپې ما له راکړے شوې دى.
4 کله چې زۀ څملم نو وايم چې، زۀ به کله پاڅم؟ خو شپه اوږده وى، او تر سحر پورې په کټ کښې اوړم راوړم.
5 زما بدن د دانو او چينجو نه ډک دے، زما څرمن سخا شى او بيا وشليږى.
6 زما عُمر د سيلۍ په شان تېز روان دے، او په نااُميدۍ کښې ختميږى.
7 ياد ساته چې زما ژوند صرف يوه ساه ده، او زما سترګې به بيا هيڅکله ښۀ ورځ ونۀ ګورى.
8 تۀ ما اوس وينې خو بيا به مې ونۀ ګورې، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به نۀ يم.
9 لکه څنګه چې وريځ کمه شى او فنا شى، نو چې څوک لاندې قبر ته لاړ شى نو هغه ترې نه بيا هيڅکله نۀ شى راختلے،
10 هغوئ بيا واپس خپلو کورونو ته نۀ شى راتلے، او هغوئ به هيڅکله نۀ ښکارى.
11 نو په دې وجه زۀ به خپله خولۀ نۀ بندوم، زۀ به د خپل زړۀ د درد اظهار کوم، زما زړۀ د غصې نه تاو کړے دے.
12 زۀ سمندرى بلا يم څۀ؟ چې ما د نظر لاندې ساتې؟
13 زۀ د دې دپاره څملم چې آرام وکړم، د دې دپاره چې د درد نه خلاص شم.
14 نو تۀ بيا ما په خوبونو کښې يروې او په تصور کښې مې يروې،
15 نو زما دپاره د ساه بندېدل ښۀ دى، د داسې کړاؤ نه په مرګ خوشحال يم.
16 زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به همېشه ژوندے نۀ يم. په دې لنډ تنګ ژوند کښې ما پرېږده.
17 بنى آدم څۀ څيز دے، چې تۀ يې دومره خاص ګڼې، چې تۀ هغوئ ته دومره توجو ورکوې،
18 هر سحر يې معائنه کوې، او هر وخت هغوئ معلوموې؟
19 تۀ به ما له د يوې لحظې موقع رانۀ کړې چې ساه پکښې واخلم؟
20 اے د بنيادمو ليدونکيه، کۀ زۀ ګناه کوم، نو په تا باندې څۀ اثر کوى؟ تا زۀ ولې په نښه کړے يم؟ زۀ په تا باندې بوج جوړ شوے يم څۀ؟
21 تۀ زما غلطيانې ولې نۀ معاف کوې او زما ګناه ولې نۀ لرې کوې؟ زۀ به ډېر زر په لحد کښې پروت يم، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به مړ يم.“