ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 41

سمندرى بلاګانې تۀ د کُنډې سره راويستلے شې، يا د دې ژبه د پړى سره تړلے شې څۀ؟
2 ولې تۀ دې ته پېزوان اچولے شې، يا يې په ژامنه کښې کُنډه اچولے شې؟
3 ولې دا به د رحم دپاره تا ته ډېر مِنتُونه وکړى؟ يا به نرمې خبرې درته وکړى؟
4 دا به تا سره يو لوظ وکړى څۀ چې ټول عُمر به ستا غلام وى؟
5 ولې تۀ به دا د يو مارغۀ په شان وساتې څۀ، يا تۀ به دا وتړې څۀ دپاره د دې چې ستا وينځې ورسره لوبې وکړى؟
6 ولې سوداګر به د دې سودا وکړى؟ چې په بازار کښې يې خرڅ کړى؟
7 ولې د هغې په څرمن باندې غشى څۀ اثر کوى، او د دې سر د نېزو سره غوڅولے شې؟
8 کۀ تۀ خپل لاس د دې سره ولګوې، نو د جنګ په مزه به پوهه شې، او بيا به هيڅکله داسې نۀ کوې.
9 نه، د دې نيول څۀ فائده نۀ کوى، او کوم ښکارى چې د دې د نيولو کوشش کوى نو هغه به راوغورزولے شى.
10 هيڅ څوک هم دا جرأت نۀ شى کولے چې کار ورسره وساتى. او د دې په وړاندې څوک ټېنګېدے شى؟
11 چا ما له څۀ راکړى دى چې زۀ بدله ورکړم؟ د آسمان نه لاندې هر څۀ زما دى؟
12 زۀ به د دې د بدن د اندامونو په حقله خاموشى نۀ اختياروم، يا د دې د لوئ طاقت او د دې د ښۀ بدن په حقله به وايم.
13 د دې نه څرمن څوک ويستے شى؟ د دې ډکه څرمن څوک سورے کولے شى؟
14 د دې د خولې ژامنې څوک کولاولے شى؟ ځکه چې د دې غاښونه خلق يروى.
15 د دې ملا د ډالونو قطارونو نه جوړه ده، دا د يو بل سره کلک انښلى.
16 د يو بل سره دومره نزدې دى، چې د دې په مينځ کښې هوا هم نۀ شى تېرېدلے.
17 دا د يو بل سره تړلى شوى دى، دې يو بل نيولے دے او د يو بل نه نۀ جدا کيږى.
18 د دې انټوشى لکه د رڼا پړق وى، او د دې سترګې د سحر د سوروالى په شان دى.
19 د دې خولې نه د ډيوو شُغلې ځى، او د اور ذرې ترې نه راوځى.
20 د دې د پوزې نه لوګے راوځى، لکه چې د پتيلې لاندې د بلو لوخو لوګے وى.
21 د دې ساه سکارۀ بلوى، او د دې خولې نه يوه لمبه راوځى.
22 د دې څټ مضبوط دے، او چې چرته هم ځى نو هلته يره راځى.
23 د دې د غوښې موړې د يوې بلې سره انښتې دى، دا مضبوطې جوړې دى او نۀ خوځيږى.
24 د دې زړۀ د کاڼى په شان سخت دے، لکه د ژرندې د کاڼى په شان سخت دے.
25 کله چې دا په خپله پاڅى نو طاقتور خلق ويريږى، او يرې نه وتښتى.
26 داسې تُوره نشته چې زخمى يې کړى، نۀ پرې نېزه، نۀ غشے او نۀ ورباندې نرۍ نېزه څۀ اثر کوى.
27 دا اوسپنه د بوسو په شان ګڼى، او زېړ د ورَستو شوو لرګو په شان ګڼى.
28 غشى دا نۀ شى شړلے، او د ليندې کاڼى خو ورته ګپ ښکارى.
29 لَوړ د بوسو په شان ګڼى، او د نرو نېزو په راويستلو پورې دا خندا کوى.
30 د دې خېټه د تېرو ماتو شوو شيشو په شان ده، دا په خټه باندې داسې نښه پرېږدى لکه چې په مېخونو سورے شوے وى.
31 دا سمندر د يشېدلو اوبو په شان خوځوى، او دا سمندر داسې شاربى لکه شُملې.
32 دا د خپل ځان شا ته يو پړقېدونکې کرښه پرېږدى، او سمندر تک سپين کړى
33 په زمکه باندې د دې ثانى نشته، دا يو داسې مخلوق دے چې نۀ يريږى.
34 دا په ټولو کښې ډېر مغرور دے، دا د ټولو ځناورو بادشاه دے.“