ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 6

ايُوب جواب ورکړو، ”کاش چې زما غم تللے شوے وے، او زما ټول مصيبتونه په تله کښې اچولے شوى وے.
3 ځکه چې دا به د سمندر د شګو نه درانۀ وى، نو په دې وجه زما خبرې ګډې وډې وې.
4 ځکه چې زۀ د قادر خُدائ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خوريږى، د خُدائ پاک افتونه په ما باندې راروان دى.
5 ولې زۀ د شکايت کولو حق نۀ لرم؟ ولې ځنګلى خرونه او غوَيى آواز نۀ کوى څۀ چې کله هغوئ خوراک نۀ لرى؟
6 چې څۀ څيز بې‌خونده وى نو هغه د مالګې نه بغېر خوړلے شى څۀ، يا د هګۍ په سپينو کښې څۀ مزه شته؟
7 کله چې زۀ دې ته وګورم نو زما لوږه ختمه شى، په داسې خوراک زۀ بيمارېږم.
8 کاش چې زما خواست منظور شى، او خُدائ پاک زما خواهش پوره کړى،
9 زړۀ مې غواړى چې تباه مې کړى، او چې هغه خپل لاس راوږد کړى او ما ووژنى.
10 دا به زما دپاره تسلى وى، زۀ به په بې‌رحمه درد کښې هم خوشحاله يم، ځکه چې ما به بيا هم د مقدسې هستۍ د خبرو نه اِنکار نۀ وى کړے.
11 زما دومره طاقت نشته چې زۀ دا برداشت کړم، او چې زما څۀ اُميد نشته نو بيا زۀ ولې ژوندے يم؟
12 زما طاقت لکه د کاڼو دے څۀ؟ زما بدن د اوسپنې نه جوړ دے څۀ؟
13 په حقيقت کښې زۀ د خپل ځان سره د مدد کولو وس نۀ لرم، او خلاصون زما نه تلے دے.
14 يو کس له په کار وى چې په خپل کمزورى دوست باندې رحم وکړى، خو تاسو سره د قادر خُدائ يره نۀ وى او په ما اِلزام لګوئ.
15 زما وروڼو، تاسو ما سره د خوړ په شان دوکه بازى کوئ، چې کله باران نۀ وى نو دا اوچ شى.
16 چې د ويلې شوې واورې د اوبو نه ډک وى،
17 خو د ګرمۍ په وخت کښې دا اوبۀ اوچې شى، کله چې ګرمى شى، نو دا فنا شى.
18 د اوبو لټولو دپاره قافلې خپلې لارې بدلې کړى، خو د څښلو دپاره اوبۀ نۀ وى، نو هغوئ مړۀ شى.
19 د تيما قافلې دا اوبۀ لټوى، او د شيبا مسافر دا اُميد لرى چې اوبۀ به پېدا کړى.
20 د قافلې يقين وى چې هغوئ به اوبۀ پېدا کړى، خو چې کله هلته ورسيږى نو هغوئ مايُوسه شى او اُميد يې ختم شى.
21 اوس تاسو هم د دې اوچ خوړ په شان يئ چې بې‌کاره دے، تاسو زما مصيبت وليدلو او ويرېدئ.
22 ولې ما وئيلى دى څۀ، چې ما له تُحفه راکړئ؟ يا مې د پېسو دپاره تا ته کله مِنت کړے دے څۀ؟
23 يا دا چې د دشمن د لاس نه مې بچ کړئ؟ يا د ظالمانو نه مې خلاص کړئ؟
24 ما ته وښايئ او زۀ به خاموش شم، ما پوهه کړئ چې زۀ څنګه په غلطه يم.
25 رښتيا خبرې څومره د درد نه ډکې وى. خو ستاسو د دې بحث نه مطلب څۀ دے؟
26 ستاسو خيال دا دے څۀ چې زما خبرې به صحيح کړئ، او د نا اُميده سړى خبرې بې‌مطلبه ګڼئ؟
27 تاسو به يتيمان هم خرڅ کړئ، او تاسو به د خپل دوست په سر هم پېسې واخلئ.
28 خو اوس ما ته وګورئ، ولې زۀ به تاسو ته دروغ وايم څۀ؟
29 خپل سوچ بدل کړئ او بې‌اِنصافه مۀ جوړېږئ، داسې وګڼئ چې زۀ په حقه يم.
30 ستاسو څۀ خيال دے زۀ دروغ وايم څۀ؟ ستاسو په خيال کښې زۀ په رښتيا او دروغو کښې فرق نۀ شم کولے؟