ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 35

اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل،
2 ”ستا په خيال دا دعوىٰ به صحيح وى، چې تۀ وائى چې د خُدائ پاک په نظر کښې زۀ صادق يم،
3 خو تۀ بيا هم د هغۀ نه تپوس کوې چې په دې کښې زما څۀ ګټه ده، او د ګناه د نۀ کولو په وجه ما ته څۀ فائده مِلاو شوې ده؟
4 زۀ به تا او ستا ملګرو له جواب درکړم.
5 آسمان ته نظر وکړه او وګوره، هغه وريځې وګوره، کومې چې ستا نه اوچتې دى.
6 کۀ تا ګناه کړې وى، نو په خُدائ پاک باندې څۀ اثر پرېوځى؟ او کۀ تۀ بار بار غلطيانې کوې، نو تۀ به د هغۀ څۀ وکړې؟
7 کۀ تۀ صادق يې، نو دې نه هغۀ ته څۀ فائده ده؟ خُدائ پاک ته ستا د يو څيز ضرورت هم نشته.
8 ستا بدعملى صرف ستا په شان بنى آدم باندې اثر کوى، او ستا ښۀ عمل هم صرف په نورو بنيادمو اثر کوى.
9 د ظلمونو د زياتېدو په وجه خلق فرياد کوى، او د زورَورو د ظلم په وجه د مدد دپاره چغې وهى.
10 خو هيڅ څوک دا نۀ وائى چې خُدائ پاک زما پېدا کوونکے چرته دے؟ څوک چې د غم په وخت هم په خولۀ باندې سرودونه راولى،
11 هغه مونږ ته د دُنيا د ځناورو نه زياته ښودنه کوى، او مونږ د هوا د مارغانو نه زيات هوښياروى؟
12 چې کله بدعمله فرياد کوى، نو خُدائ پاک د هغوئ د غرور په وجه جواب نۀ ورکوى.
13 په حقيقت کښې خُدائ پاک بې‌مقصده فرياد نۀ اورى، او نۀ قادر خُدائ دې ته څۀ توجو ورکوى.
14 تاسو وايئ چې تاسو خُدائ پاک نۀ وينئ، خو کۀ تاسو لږ صبر وکړئ نو هغه به د اِنصاف نه کار واخلى.
15 تاسو وايئ چې خُدائ پاک په غصه کښې سزا نۀ ورکوى، او د بدعملۍ پرواه نۀ ساتى.
16 ايُوبه، تۀ فضول خبرې کوې، او لکه د يو بې‌وقوف په شان خبرې کوې.“