ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 2

پيو ځل آسمانى مخلوق راغلو چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو.
2 مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان ووئيل، ”زۀ په زمکه ګرځېدم راګرځېدم.“
3 نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ په زمکه باندې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بې‌داغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى. هغه تر اوسه پورې په خپل صداقت کښې قائم دے، اګر چې تا زۀ د هغۀ خِلاف لمسولم، چې بغېر د څۀ وجې نه يې په غضب آخته کړم.“
4 بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”خلق د خپل ژوند بچ کولو دپاره هر څۀ ورکوى.
5 خو کۀ د هغۀ په بدن باندې تکليف راولې، نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“
6 نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده هغه ستا په اختيار کښې دے خو هغه ژوندے پرېږده.“
7 نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو او په ايُوب باندې يې د سر نه تر پښو پورې خرابې دانې راوخېژولې.
8 نو ايُوب د خاورې د مات لوښى يوه ټوټه واخستله او ځان يې ورباندې ګرولو او په ايرو باندې کښېناستو چې خپل خفګان څرګند کړى.
9 نو ايُوب ته خپلې ښځې ووئيل، ”تر اوسه پورې تۀ لا په خپل صداقت قائم يې؟ په خُدائ پاک لعنت ووايه او مړ شه.“
10 خو هغۀ خپلې ښځې ته وفرمائيل، ”تۀ خو لکه د کم عقلې ښځې په شان خبرې کوې، ولې مونږ به د خُدائ د طرفه صرف ښۀ څيزونه اخلو څۀ او هيڅکله به ترې نه بد نۀ اخلو؟“ خو د دې ټولو خبرو باوجود ايُوب د خُدائ پاک خِلاف يوه خبره هم ونۀ کړه.
11 نو چې کله د ايُوب درې ملګرى د هغه ټولو مصيبتونو نه خبر شول کوم چې په ايُوب باندې راغلى وُو، نو هغوئ هر يو د خپل خپل کور نه روان شول هغوئ په يو ځائ ايُوب له ورغلل چې د تسلۍ خبرې ورته وکړى. د هغوئ نومونه دا دى، اليفز تيمانى، بِلداد شوحى، او ضوفر نعماتى.
12 کله چې هغوئ ايُوب د لرې نه وليدلو، نو هغه د پېژندګلو نه وتے وو خو چې کله يې وپېژندو نو په چغو چغو يې وژړل، هغوئ د غم نه خپلې چُوغې وشلولې او په سر باندې يې خاورې واچولې.
13 هغوئ د هغۀ سره په زمکه باندې اووۀ شپې او اووۀ ورځې ناست وُو او يو کس هم هغۀ ته يوه خبره هم ونۀ کړه، ځکه چې هغوئ ته پته وه چې د هغۀ تکليف ډېر زيات دے.