ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 4

بيا تيمانى اليفز په جواب کښې ووئيل،
2 ”کۀ څوک تا ته يوه خبره وکړى نو تۀ به خفه کېږې څۀ؟ خو د خبرو نه څوک ځان منع کولے شى؟
3 ګوره، تا ډېرو خلقو ته ښودنه کړې ده، تا کمزورى لاسونه تکړه کړى دى.
4 ستا ډاډګيرنې خلق په خپلو پښو ودرولى دى. کوم خلق چې په غورزېدو وُو هغوئ يې نېغ کړى دى.
5 خو اوس مصيبت په تا باندې راغلے دے او تۀ وارخطا يې، چې دا تا له درنزدې شى نو تۀ پرېشانه شې.
6 ستا اعتماد د خُدائ پاک يره نۀ ده څۀ، او ستا نېک عمل تا له اُميد نۀ درکوى؟
7 اوس دا سوچ وکړه، داسې څوک شته چې بې‌ګناه وى او تباه شى؟ او داسې څوک صادق شته چې تباه شوے وى؟
8 چې څومره ما ته پته ده، چې چا دا بې‌اِنصافى کړې ده چې چا مصيبت کَرلے دے، نو هغۀ مصيبت رېبلے دے.
9 د خُدائ پاک د ساه په ذريعه هغوئ سزا موندلې ده، او د هغۀ د غصې د زور په وجه هغوئ تباه شوى دى.
10 بدعمله د ازمرى په شان غړمبيږى، خو خُدائ پاک هغوئ غلى کوى او غاښونه يې ماتوى.
11 لکه چې تکړه ازمرے د ښکار د کمى په وجه هلاکيږى، او د دې واړۀ بچى خوارۀ وارۀ شى.
12 اوس ما ته پټ پټ يو خبر راغلو، او زما غوږُونو ته د دې غلے شان آواز راغلو.
13 په نيمه شپه ما يو يروونکے خوب وليدو، دا په هغه وخت وو چې خلق په دروند خوب اودۀ وُو،
14 يره او لړزان په ما باندې راغلل، چې دې زما ټول بدن وخوځولو.
15 يو روح زما په وړاندې تېر شو او زما په بدن وېښتۀ نېغ ودرېدل.
16 هغه روح ولاړ وو، خو ما ته پته نشته چې دا څۀ وُو. زما د سترګو په وړاندې يو شکل وو، هر څۀ خاموش وُو، بيا ما يو آواز واورېدو،
17 ولې انسان کولے شى چې د خُدائ پاک په وړاندې صادق شى څۀ؟ ولې انسان د خالِق نه زيات پاک کېدے شى څۀ؟
18 تر دې پورې چې هغه په خپلو خِدمتګارانو باندې هم اعتماد نۀ کوى، او هغه د خپلو فرښتو کار ته هم غلط وائى،
19 نو هغه به په انسان باندې څومره کم اعتماد وکړى څوک چې د خاورې نه جوړ وى. نو څوک چې د خاورى نه جوړ وى هغه به د پتنګ په شان په آسانۍ ذرې ذرې شى.
20 سحر روغ وى او ماښام مړ شى. او څوک هم پرې خبر نۀ شى او د تل دپاره تباه شى.
21 د هغوئ نه خپل ټول مال اخستے شوے دے، هغوئ په جاهليت مړۀ شى.