ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 11

بيا ضوفر نعماتى جواب ورکړو،
2 ”د ډېرو خبرو جواب په کار نۀ دے څۀ؟ ولې يو سړے په ډېرو خبرو خپل ځان بې‌ګناه ثابتولے شى څۀ؟
3 ستا فالتو خبرې دې نور خلق غلى کړى څۀ؟ کله چې تۀ د چا سپکاوے کوې، نو څوک به تا ته ګوته نۀ نيسى څۀ؟
4 ځکه چې تۀ وائې چې زما عقيده ټيک ده، او زۀ د خُدائ پاک په نظر کښې صفا يم،
5 کاش چې خُدائ پاک کلام کړے وے، او هغۀ تا ته صفا وېنا کړے وے،
6 او هغه به تا ته د حِکمت رازُونه وښائى. ځکه چې رښتينے حِکمت په ډېرو طريقو سره حاصليږى. نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک تا له د هغې نه کمه سزا درکوى چې څومره تۀ د ګناه په وجه حقدار يې.
7 ولې تۀ د خُدائ پاک هغه پټې خبرې معلومولے شې؟ او يا تۀ د قادر خُدائ حد معلومولے شې څۀ؟
8 دا حد د آسمان نه اوچت دے، تۀ څۀ کولے شې؟ او د مرګ د کندې نه ډُوب دے، تا ته څۀ پته ده؟
9 د دې پېمانه د زمکې نه اوږده ده، او د سمندر نه پلنه ده.
10 کۀ خُدائ پاک راشى او تا په قېدخانه کښې واچوى، او هغه د اِنصاف دپاره عدالت جوړ کړى، نو هغه څوک ايسارولے شى؟
11 ځکه چې هغۀ ته پته ده چې څوک دوکه باز دے، او هغه يې د هرې ګناه نه خبر وى.
12 خو يو کم عقل کس به په هغه وخت هوښيار شى، چې کله د يوې کوچاڼې نه يو انسان پېدا شى.
13 کله چې ستا خپل زړۀ تيار شې، او لاسونه هغۀ ته اوچت کړې
14 د ګناهونو نه ځان خلاص کړې، او بدعملى د خپل کور نه ختمه کړې،
15 نو يقيناً به بيا تۀ خپل سر بغېر د څۀ شرم نه اوچت کړې، تۀ به په امن کښې يې او نور به نۀ يرېږې.
16 تۀ به خپل غم هېر کړې، او داسې به دې هېر شى لکه چې بيا به دې هيڅ خيال کښې نۀ راځى.
17 او ستا ژوند به د غرمې د نمر نه زيات روښانه وى، او تيارۀ به دې هم د سحر د رڼا په شان وى.
18 او ستا به اعتماد پېدا شى، ځکه چې اُميد شته، او تۀ به بچ شې او په حِفاظت کښې به آرام کوې.
19 تۀ به څملې او هيڅ څوک به تا نۀ يروى، ډېر خلق به ستا نه د مدد اُميد ساتى.
20 خو د بد کاره خلقو سترګې به ړندې شى، او هغوئ به د تېښتې ټولې لارې خطا کړى، او هغوئ به صرف د مرګ په انتظار وى.“