ايُوب
څپرکی 18
بيا شوحى بِلداد جواب ورکړو، 
2 ”تر کومې پورې به تۀ خبرې کوې؟ د مطلب خبره کوه، نو بيا به مونږ خبرې وکړُو. 
3 مونږ په ځناورو کښې ولې شمېرلے شُو؟ مونږ ستاسو په نظر کښې ولې کم عقلان يُو؟ 
4 تۀ په غصه کښې هسې خپل ځان سوزوې، ستا دپاره دې دُنيا پرېښودلے شى څۀ، يا غرونه دې ستا دپاره د خپل ځائ نه لرې کړے شى څۀ؟ 
5 په حقيقت کښې د بدعمله خلقو ډيوه ختمه کړے شوې ده، او بيا به د هغې شُغلې بلې نۀ شى. 
6 د هغوئ په خېمه کښې رڼا په تيارۀ بدله شوې ده، او د هغوئ دپاسه ډيوه مړه کړے شوې ده. 
7 د هغوئ مضبوط قدمونه خطا شوى دى، او د هغوئ خپلو منصوبو هغوئ ناکامه کړى دى. 
8 ځکه چې هغوئ په يو جال کښې انښتى دى، او هغوئ په يوه کنده کښې پرېوځى. 
9 د هغوئ پونده په دام کښې ګېريږى، او هغه يې کلک ونيسى. 
10 يو جال په زمکه کښې پټ دے، او د هغوئ په لاره کښې يو دام پټ دے. 
11 هغوئ د هر طرف نه يريږى، او چې چرته هم ځى نو يره ورپسې وى. 
12 د هغوئ طاقت د لوږې په وجه ختم شوے دے، او تباهى د هغوئ د غلطۍ په انتظار کښې ده. 
13 بيمارى د هغوئ څرمن خورى، او مرګ د هغوئ اندامونه خورى. 
14 چې په کومو خېمو کښې هغوئ په حِفاظت کښې وُو نو هغوئ ويستلے شوى دى، او هغوئ د دهشت بادشاه ته راوستلے شوى دى. 
15 د هغوئ په خېمو کښې هيڅ څوک هم پاتې نۀ دى، او د هغوئ د کورونو دپاسه د ګوګړو باران دے. 
16 د هغوئ جرړې لاندې اوچې شوې دى، او د هغوئ څانګې پاس مړاوې شوې دى. 
17 د هغوئ نوم به د زمکې نه ختم شى، او په لارو کوڅو کښې به د هغوئ ذکر نۀ کيږى. 
18 هغوئ د رڼا نه تيارې ته ديکه کړے شوى دى، او د دُنيا نه شړلے شوى دى. 
19 د هغوئ اولاد نشته، او د هغوئ د خاندان يو کس هم ژوندے پاتې شوے نۀ دے. 
20 د نمرخاتۀ طرف نه واخله تر نمرپرېواتۀ پورې چې څوک هم د هغوئ د اَنجام نه خبريږى، نو د يرې نه لړزيږى. 
21 دوئ به وائى چې دا د بدعمله خلقو کور دے، د هغه چا څوک چې د خُدائ پاک نه منکر وى.“