ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 26

بيا ايُوب جواب ورکړو،
2 ”تا د هغه چا مدد څنګه وکړو چې هيڅ طاقت يې نۀ وو. تا هغه کس څنګه بچ کړو چې هيڅ زور يې نۀ وو.
3 تا يو کم عقل کس له څنګه مشوره ورکړه، او نصيحت دې ورته وکړو.
4 ستا څۀ خيال دے چې څوک به ستا خبرې اورى، او تا ته دا خبرې چا ښودلى دى؟“
5 ”د زمکې لاندې په اوبو کښې د مړو روحونه لړزيږى.
6 د مړو دُنيا خُدائ پاک ته ښکاره ده، او د تباهۍ ځائ پټ نۀ دے.
7 خُدائ پاک آسمان خور کړے دے، او زمکه يې بغېر د څۀ څيز نه راځوړنده کړې ده.
8 هغه اوبۀ په خپله ټينګه وريځ کښې راغونډوى، او وريځ د دروند والى په وجه نۀ شليږى.
9 هغه د سپوږمۍ مخ پټوى، او په دې باندې د هغۀ وريځې خوَرې شى.
10 هغۀ د اوبو دپاسه د آسمان لمن جوړه کړه، هغۀ د رڼا او تيارې په مينځ کښې حد مقرر کړو.
11 د آسمان بنيادونه ولړزيږى، او دا د هغۀ په رټنه باندې ودرزيږى.
12 د خپل طاقت په ذريعه هغۀ سمندر قلار کړو، او د خپلې پوهې په ذريعه يې سمندرى بلا تباه کړه.
13 د هغۀ د ساه په ذريعه آسمان ښائسته شو، او د هغۀ لاس تښتېدونکې بلا وشلوله.
14 دا د هغۀ د طاقت معمولى کارنامې دى، دا د يو معمولى آواز په شان دے چې مونږ اورېدلے وى. خو داسې څوک شته چې ورته د هغۀ د دروند آواز د زور پته لګى؟“