ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 25

بيا شوحى بِلداد جواب ورکړو،
2 ”اختيار او يره د خُدائ پاک سره دى، هغه په آسمانى بادشاهۍ کښې امن قائموى.
3 د هغۀ آسمانى لښکر څوک شمارلے شى؟ د هغۀ رڼا په چا باندې نۀ ځليږى؟
4 نو بنى آدم د خُدائ پاک په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟ څوک چې د مور نه پېدا شوے وى نو هغه کس څنګه صفا کېدے شى؟
5 ګوره، د هغۀ په وړاندې ځلېدونکى سپوږمۍ او ستورى هيڅ هم نۀ دى.
6 نو بيا انسان څۀ څيز دے يو مېږے کۀ يا يو چينجے؟ د خُدائ پاک په نظر کښې د يو انسان څۀ اهميت دے؟“