ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 17

زما زور ختم شوے دے او زما ورځې لنډې شوې دى، او قبر زما دپاره تيار دے.
2 زما نه ګېرچاپېره مسخرې کوونکى راتاو دى، او زۀ ګورم چې هغوئ ما ته سپکې خبرې کوى.
3 اے خُدايه پاکه، تۀ زما ضمانت وکړه، ځکه چې بل هيڅ څوک به زما ذمه وارى وانۀ خلى.
4 ځکه چې تا د هغوئ په ذهنونو باندې پړدې لګولې دى، هغوئ مۀ پرېږده چې په ما غالب شى.
5 څوک چې د خپلې فائدې دپاره دوستان دوکه کوى، نو د هغوئ د اولاد سترګې به ړندې شى.
6 خُدائ پاک زۀ د خلقو دپاره د خندا کړے يم، هغوئ زما په مخ باندې توکاڼى توکى.
7 د غم په وجه زما سترګې سرې شوې دى، او زما بدن اوچ کلک شوے دے.
8 کله چې نېکان خلق ما وګورى نو په لړزان شى، او بې‌ګناه خلق د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو مخالفت کوى.
9 خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى.
10 اوس تاسو ټول چرته ما ته څۀ سمه خبره وکړئ، خو بيا به هم په تاسو کښې يو هوښيار کس پېدا نۀ کړم.
11 زما دوران تېر شو او زما منصوبې ناکامه شوې، زما نه زما اُميدونه ختم شول.
12 هغوئ د شپې نه ورځ جوړوى، او رڼا ته تيارۀ وائى.
13 زۀ د مرګ په طمع يم، او زۀ به تل په تيارۀ کښې پروت يم،
14 کۀ زۀ قبر ته ووايم چې تۀ زما پلار يې، او چينجو ته ووايم چې تاسو زما مور يا خور يئ،
15 نو بيا زما اُميد چرته دے؟ او دا چا ته ښکارى؟
16 نو زما ټول اُميدونه به په قبر کښې فنا شى؟ او زما ټول ارمانونه به خاورې شى څۀ؟“