ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 31

ما د خپل ځان سره يو لوظ کړے دے چې يوې پېغلې ته به هم په غلط نظر باندې نۀ ګورم.
2 پاس په آسمان کښې خُدائ پاک به زما دپاره څۀ کوى، او په قادر خُدائ کښې به زما ميراث څۀ وى؟
3 افت په ګناهګارو خلقو نۀ راغورزيږى څۀ، او مصيبت په هغه خلقو چې څوک بدعمله وى؟
4 زۀ چې څۀ هم کوم نو هغۀ ته پته ده، او زما په هر قدم باندې يې نظر دے.
5 ما کله چا ته دروغ وئيلى دى څۀ، او يا مې چا له دوکه ورکړې ده څۀ؟
6 نو زۀ دې د اِنصاف په تله کښې وتللے شم، چې خُدائ پاک ته زما د صداقت پته ولګى.
7 کۀ زما قدم د هغۀ د لارې نه اوړېدلے وى، او زما زړۀ زما د سترګو په خواهش پسې تلے وى، يا کۀ د څۀ بل څۀ ګناه شوى وى،
8 نو ما پرېږده چې څۀ وکَرم او نور يې وخورى، او زما کَرلے فصل دې تباه شى.
9 کۀ زۀ د ګاونډى په ښځه باندې مئين شم، او د هغې په دروازه کښې په طمع کښېنم،
10 نو بيا دې زما ښځه د نورو دپاره مېچن وکړى، او پرېږده چې نور سړى د هغې سره څملى.
11 ځکه چې دا به د شرم نه ډک کار وى، او دا به د سزا حقدار جرم وى،
12 ځکه چې دا به د دوزخ په شان تباه کوونکے اور وى، او زما به هر څۀ تباه کړى.
13 کۀ زما وينځې يا غلام ما ته شکايت کړے وى، او ما هغوئ سره اِنصاف نۀ وى کړے،
14 نو بيا زۀ خُدائ پاک ته څنګه مخامخ کېدے شم؟ کله چې هغه حِساب کِتاب کوى نو زۀ څۀ جواب ورکړم؟
15 هغه خُدائ پاک چې زۀ يې پېدا کړے يم، زما نوکران يې هم پېدا کړى دى.
16 ما کله هم د غريبانانو مدد نۀ دے پرېښے، او نۀ مې کونډې مايُوسه کړې دى،
17 يا مې په روټۍ کښې د شومتوب نه کار اخستے وى، او دا مې يتيمانانو له نۀ وى ورکړې
18 ځکه چې د ځوانۍ نه ما د يتيمانانو خيال لکه د يو پلار په شان ساتلے دے، او ټول عُمر مې په کونډو پام کړے دے.
19 کۀ ما څوک په تکليف کښې ليدلے وى چې جامې يې نۀ وى، يا دومره غريب وى چې جامې نۀ شى اخستے،
20 نو ما ورله د کپړو دپاره د خپلو ګډو وړئ ورکړې ده چې ځان په کښې ګرم کړى، او هغوئ زما شکريه ادا کړې ده.
21 کۀ ما د يتيمانانو خِلاف خپل لاس اوچت کړے وى، ځکه چې ما ته پته وه چې په عدالت کښې زما ملګرى شته دے،
22 نو زما لاسونه دې مات شى، او زما د تن نه دې پرې کړے شى.
23 ځکه چې زۀ د خُدائ پاک د مصيبت نه په يره کښې وم، او زۀ د هغۀ د شان او شوکت په وړاندې نۀ شوم ودرېدلے.
24 کۀ ما په سرو زرو يقين کړے وے، يا مې په سوچه سرو زرو باندې اعتبار کړے وے،
25 کۀ ما د خپل مال دولت په وجه خوشحالى کړے وے، يا چې ما سره ډېر څۀ دى،
26 کۀ ما په هغه وخت کښې نمر ته کتلے په کوم وخت کښې چې دا ځلېدو، يا مې سپوږمۍ ته کتلے چې د شان او شوکت سره روانه وى،
27 او کۀ زما زړۀ په پټه د دې عبادت شروع کړے وے، او د دُعا دپاره مې ورته لاسونه اوچت کړے وے،
28 دا به يو غلطى وے او قاضيانو به د دې په وجه سزا راکړے وے، ځکه چې زۀ به د خُدائ تعالىٰ مجرم وے.
29 کۀ زۀ د هغه خلقو په تباهۍ باندې خوشحاله وے چا چې زما نه نفرت کولو، يا مې په هغه وخت کښې خوشحالى کولے چې بدعملى په هغوئ باندې غالِبه شوې وه،
30 ما په خپله خولۀ باندې داسې ګناه نۀ ده کړې چې هغوئ ته مې د مرګ ښېرې کړے وے.
31 زما په خاندان کښې هر يو کس ته پته ده، چې زما کور ته څوک هم راغلى دى نو د هغوئ ښۀ مېلمستيا شوې ده.
32 ما په پردو خلقو هيڅکله بې‌غورى نۀ ده کړې چې هغوئ په کوڅه کښې شپه تېره کړى، او ما مسافرو ته خپلې دروازې کولاو ساتلې دى.
33 کۀ ما خپله ګناه د نورو خلقو په شان پټه کړې وې، او غلطى مې په خپل زړۀ کښې پټه ساتلې وې،
34 ځکه چې زۀ د ګڼې نه يا د خلقو د بې‌عزتۍ نه يرېدلے يم، چې غلے پاتې يم او د کور نه نۀ يم وتلے،
35 نو اے کاش چې ما ته چا غوږ نيولے وے. زۀ ليکلى درکوم چې هره يوه خبره رښتيا ده. او قادر خُدائ دې زما فرياد واورى، او زما مخالفين دې ليکلے اِلزام راوړى چې زۀ يې وګورم.
36 بې‌شکه زۀ به په فخر سره د اِلزام مقابله وکړم او زۀ به دا د تاج په شان په سر کړم.
37 زۀ به هغۀ له د خپل عمل حِساب کِتاب ورکړم، او د هغۀ په حضور کښې به زړَور ولاړ يم.
38 کۀ ما هغه زمکه قبضه کړې وى چې کومه زۀ کرَم او دا مې د خپل اصلى مالِک نه اخستې وى،
39 کۀ د دې پېداوار ما بغېر د پېسو نه خوړلے وى، او کۀ ما د دې مالِکان وژلى وى،
40 نو پرېږده چې د غنمو په ځائ ازغى وشى، او د اوربشو په ځائ دې ګنده واښۀ وشى.“ د ايُوب خبرې ختمې شوې.