ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 38

نو مالِک خُدائ د طوفان نه ايُوب له جواب ورکړو،
2 ”هغه څوک دے چې بغېر د څۀ پوهې نه زما د عقل په حقله تپوسونه کوى؟
3 نو اوس ټينګ شه، او زما د سوال جواب راکړه.
4 کله چې ما د زمکې بنياد کېښودو نو تۀ چرته وې؟ کۀ تا ته دومره پته وى نو ما ته ووايه.
5 چې دا به څومره غټ وى د دې پته چا لګولى ده؟ او په دې چا د ناپ کرښه راښکلې ده؟
6 د دې بنيادونه په څۀ باندې ودرېدل، او د دې د ګوټ کاڼے چا کېښودو؟
7 چې کله د سحر ستورو په يو ځائ سندرې وئيلې او ټولو فرښتو د خوشحالۍ نه چغې وهلې.
8 کله چې سمندر زمکې ته راخلاص شو، نو دا چا قابو کړو؟
9 کله چې ما وريځ د دې لِباس جوړ کړو، او دا ما په تکه توره تيارۀ کښې راونغښتلو،
10 او د دې دپاره مې حدونه جوړ کړل، او را ايسار مې کړو چې د حد نه وانۀ وړى،
11 او ورته مې ووئيل چې د دې نه وړاندې به نۀ راځې، او ستا زورَورې چپې دې دلته ايسارې شى.
12 تا کله حُکم کړے دے چې سحر دې شى، او نمر ته دې وئيلى دى چې د نمرخاتۀ طرف نه راوخېژى؟
13 تا سحر له حُکم ورکړے دے چې په زمکه خور شى، او چې د شپې بدعملى ختمه کړى؟
14 او بيا زمکه د رڼا د وجې صفا ښکارى، او رنګ يې د رنګدارو جامو په شان شى.
15 رڼا د بدعمله خلقو کارونه بندوى، او هغوئ نور ظلم زياتے نۀ شى کولے.
16 تا هغه چينې ليدلې دى چې سمندر ترې نه جوړيږى، يا تا د دې ډوبوالے معلوم کړے دے؟
17 د مرګ دروازه تا ته ښکاره شوې ده څۀ؟ يا تا د تکې تورې تيارې دروازې ليدلې دى څۀ؟
18 تۀ د دُنيا په لوئ والى پوهه شوے يې څۀ؟ کۀ د دې نه خبر يې نو ما ته ووايه.
19 رڼا د کوم ځائ نه راځى، او د تيارې ځائ چرته دے،
20 تۀ دا هر يو خپل خپل کور ته بوتلے شې څۀ؟ تا ته پته شته چې هغې ته کومه لار تلې ده؟
21 خو تۀ خو به د دې هر څۀ نه خبر يې کنه؟ ځکه چې د دې پېدا کېدو نه وړاندې تۀ موجود وې، او تۀ د ډېرې مودې يې.
22 تۀ د واورې ګودامونو ته ننوتلے يې څۀ، يا تا د ږلۍ ګودامونه ليدلى دى څۀ؟
23 هغه چې ما د مصيبت د وخت دپاره ساتلى دى، او د جنګ جګړې دپاره مې ساتلى دى؟
24 هغه ځائ ته تلے يې څۀ چرته چې نمر راخېژى، او د کوم ځائ نه چې د نمرخاتۀ هوا لګى؟
25 د دروند باران لارې چا جوړې کړې دى، او د تندر د برېښنا دپاره يې لار صفا کړې ده،
26 په هغه مُلک باندې څوک باران راولى چرته چې هيڅ څوک نۀ اوسيږى، په هغه صحرا باندې، چې هغه د بنيادمو نه خالى وى،
27 چې هغه تږې او اوچه زمکه اوبۀ کړى، او چې په هغه زمکه باندې واښۀ راشنۀ کړى؟
28 ولې د باران پلار شته څۀ، يا پرخه چا پېدا کړې ده؟
29 د واورې مور څوک ده؟ او د آسمان يخ له ژوند څوک ورکوى،
30 کومه چې اوبۀ د کاڼى په شان سختې کړى، او د سمندر مخ کلک کړى؟
31 تۀ عقدِ ثُريا ستورو ته لار ښودلے شې، يا جبار ستورے په مينځ بېلولے شې څۀ؟
32 ولې تۀ منطقتُ البُروج ستورو ته خپل موسمونه ښودلے شې، يا تۀ بناتُ النعش ستورى ته سره د هغې د بچو لار ښودلے شې؟
33 تۀ د آسمان په قانون پوهېږې څۀ؟ يا تۀ د هغوئ قانون په زمکه باندې قائمولے شې څۀ؟
34 ولې تۀ خپل آواز وريځو ته رسولے شې څۀ، د دې دپاره چې باران ووروى؟
35 تۀ برېښنا ځلولے شې څۀ؟ يا دا پخپله مرضۍ باندې راغورزولے شې څۀ؟
36 خبره په زړۀ کښې چا اچولې ده، او دماغو له پوهه چا ورکړې ده؟
37 داسې هوښيار شته چې وريځې وشمېرى؟ يا د آسمان نه باران ورولے شى داسې لکه چې د منګى نه اوبۀ توئ کړے شى،
38 په هغه اوچه زمکه باندې چې د خاورې نه يې لوټې جوړې شوې وى؟
39 ولې تۀ د ازمرى دپاره ښکار کولے شې، او د وړو زمرو لوږه پوره کولے شې،
40 کله چې هغه په خپلو غارونو کښې پټ وى، يا په بوټو کښې د ښکار په اِنتظار ناست وى؟
41 کارغانو دپاره د خوراک بندوبست څوک کوى، کله چې د هغوئ بچى خُدائ پاک ته ژړا کوى، او د خوراک د نشتوالى په وجه سرګردانه ګرځى؟