ايُوب

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42


څپرکی 19

بيا ايُوب جواب ورکړو،
2 ”تۀ به تر کومې پورې ما له تکليف راکوې، او په خپلو خبرو به زما زړۀ غوڅوې؟
3 تا لس ځلې زما بې‌عزتى کړې ده، تۀ چې ما له کوم تکليف راکوې په هغې تۀ شرمېږې نۀ څۀ؟
4 او کۀ دا رښتيا هم وى چې ما غلطى کړې ده، نو ستا په کښې څۀ کار دے؟
5 تۀ په خپل نظر کښې زما نه لوئ يې، زما تکليف د ګناه د ثبوت دپاره استعمالوې.
6 نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک زۀ په غلطه کړے يم، او زما نه ګېرچاپېره يې جال خور کړے دے.
7 ګوره، زۀ د فرياد چغې هم وهم، خو څوک ما له جواب نۀ شى راکولے، زۀ په زوره زوره چغې وهم، خو اِنصاف نشته.
8 خُدائ پاک زما لارې بندې کړې دى او زۀ خوځېدے نۀ شم، او هغۀ زما په لار کښې تيارې جوړې کړې دى.
9 هغۀ زما نه عزت اخستے دے، او زما د سر نه يې تاج اخوا کړے دے.
10 هغه د هر طرف نه ما راغورزوى او زۀ ختم يم، هغۀ د ونې په شان زما د اُميد جرړې راويستلې دى.
11 هغه زما خِلاف سخت غصه شوے دے، او هغه مې خپل دشمن ګڼى.
12 د هغۀ فوجيان راغونډ شوى دى، هغوئ په ما باندې حملې دپاره لارې تيارې کړې دى. او زما د خېمې نه ګېرچاپېره يې خېمې لګولې دى.
13 زما خپلوان ما نه ځان لرې ساتى، او زما دوستان زما خلاف شوى دى.
14 زما خپلوانو او زما نزدې دوستانو زۀ پرېښے او هېر کړے يم،
15 زما په کور کښې مېلمنو زۀ هېر کړے يم، زما وينځې ما پردے سړے ګڼى، زۀ د هغوئ په نظر کښې يو مسافر يم.
16 زۀ چې خپل نوکر راوغواړم نو هغه ما له نۀ راځى، زۀ هغۀ ته سوال زارى کوم.
17 زما د خولې بوئ هم زما په ښځه باندې بد لګى، زما خپل خاندان زما نه نفرت کوى.
18 واړۀ ماشومان هم ما ته سپک ګورى، کله چې زۀ هغوئ سره خبرې کول غواړم نو هغوئ ما ته شا کړى.
19 زما نزدې ملګرى زما نه نفرت کوى، او چې د چا سره ما مينه کوله نو هغوئ زما نه مخ اړولے دے.
20 په ما کښې صرف هډوکى او څرمن پاتې دى او ډېر په مشکله د مرګ نه تښتېدلے يم.
21 اے زما دوستانو، په ما باندې رحم وکړئ، په ما باندې رحم وکړئ، ځکه چې د خُدائ پاک ګزار زۀ وهلے يم.
22 تاسو د خُدائ پاک په شان ولې ما پسې يئ، تاسو زۀ ښۀ نۀ يم کړولے څۀ؟
23 کاش چې زما خبرې ليکلے شوے وے، کاش چې زما خبرې په يو کِتاب کښې بيان شوے وے.
24 کاش چې د اوسپنې او د پيتلو د قلم سره دا خبرې په يو ګټ باندې د تل دپاره نقش شوے وے.
25 زما يقين دے چې زما خلاصونکے ژوندے دے، او چې په آخر کښې به هغه د زمکې دپاسه ودريږى،
26 او چې کله زما څرمن بلکل ختمه شى، نو بيا به زۀ په خپلو سترګو خُدائ پاک ووينم،
27 زۀ به هغه په خپله وګورم، او زۀ به هغه په خپلو سترګو ووينم. ما سره صرف هم دغه فکر دے.
28 ستا حق نۀ جوړيږى چې ما له تکليف راکوې، او وائې چې دا ستا خپله غلطى ده.
29 د سزا نه پخپله يرېږه ځکه چې ستا رويه د سزا لائقه ده، او بيا به تا ته پته ولګى چې حساب کِتاب شته.“