شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 8

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <هارون ته ووایه چې په څراغدان باندې اووه څراغونه داسې کېږدي ترڅو د څراغدان مخې ته رڼا ورکړي.>
3 حضرت هارون دا خبره ومنله او لکه څنګه چې ورته ویل شوي وو، څراغونه یې هماغسې کېښودل.
4 څراغدان د سر څخه نیولې تر پایې پورې د ټکول شویو سرو زرو څخه جوړ شوی ؤ او کټ مټ د هغې نقشې په مطابق ؤ لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته ښودلې وه.
5 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
6 <لاویان د اسراییلو له پاتې قوم څخه جدا کړه او پاک یې کړه.
7 د دې دپاره چې هغوی پاک کړې نو داسې وکړه: په هغوی باندې پاکوونکې اوبه وشینده او ورته ووایه چې د خپل بدن ټول ویښتان وخرایي او خپل کالي ومینځي. نو هغوی به پاک شي.
8 هغوی دې یو ځوان غویی او د غلې دانې هغه نذرانه راوړي چې د ښو اوړو څخه جوړه شوې وي او د زیتونو تېل ورسره ګډ وي. بل غویی دې د ګناه د نذرانې په توګه راولي.
9 بیا به د اسراییلو ټول قوم راوغواړې او لاویانو ته به ووایې چې د مقدسې خېمې مخې ته لاړ شي.
10 هلته به زما په حضور کې قوم خپل لاسونه د لاویانو په سرونو باندې کېږدي.
11 هارون به لاویان د قوم له خوا د یو خاص سوغات په توګه ماته وړاندې کړي، ترڅو هغوی زما خدمت وکړي.
12 له هغې وروسته دې لاویان خپل لاسونه د غوایانو په سرونو باندې کېږدي. بیا به یو غویی د ګناه د نذرانې په توګه قرباني شي او بل د سوزېدونکې نذرانې په توګه، ترڅو د لاویانو دپاره کفاره ادا شي.
13 لاویان د یو خاص سوغات په توګه ماته وقف کړه او هارون او د هغه زامن د هغوی مشران کړه.
14 په دې ډول به لاویان د نورو اسراییلیانو څخه جدا کړې او هغوی به زما شي.
15 وروسته له هغې چې تا لاویان پاک او وقف کړل، بیا به هغوی ته اجازه ورکړل شي چې په مقدسه خېمه کې کار وکړي.
16 لاویان یوازې زما دي او هغوی مې د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای قبول کړي دي.
17 کله چې ما د مصریانو مشران زامن او اولني زېږېدلي حیوانات ووژل، دا پرېکړه مې وکړه چې په هرې اسراییلي کورنۍ کې مشران زامن او د هغوی د رمو او پادو څخه هر اولنی زېږېدلی نر حیوان به زما وي.
18 مګر اوس ما د اسراییلو د ټولو مشرانو زامنو په ځای لاویان انتخاب کړي دي.
19 د ټولو اسراییلیانو څخه مې لاویان هارون او د هغه زامنو ته د سوغاتونو په توګه ورکړي دي چې په مقدسه خېمه کې د قوم په خاطر کار وکړي او د هغوی دپاره کفاره ادا کړي، ترڅو کله چې اسراییلیان مقدس ځای ته ورنژدې کیږي، په هغوی باندې کوم آفت رانه شي.>
20 لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، نو حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د اسراییلو ټول قوم لاویان وقف کړل.
21 لاویانو خپل ځانونه پاک کړل او خپل کالي یې ومینځل او حضرت هارون هغوی د یو خاص سوغات په توګه څښتن ته وقف کړل او د هغوی د پاکوالي دپاره یې کفاره ادا کړه.
22 له دې وروسته لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، لاویانو د حضرت هارون او د هغه د زامنو د مرستیالانو په توګه په مقدسه خېمه کې کار کاوه.
23 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
24 ‏-
25 <هغه لاویان چې عمر یې د پنځه ویشتو او پنځوسو کالو ترمنځ وي کولی شي چې په مقدسه خېمه کې کار وکړي. مګر څنګه چې د پنځوسو کالو څخه یې عمر زیات شي نور باید کار ونه کړي.
26 هغوی کولی شي چې د مقدسې خېمې په وظیفو کې د نورو لاویانو سره مرسته وکړي مګر په خپله باید د کوم کار مسئولیت په غاړه ونلري. په دې ډول لاویانو ته وظیفې وسپاره.>