شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 28

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <دا حکم د اسراییلو قوم ته ورسوه او هغوی ته ووایه: ګورئ ماته به په ټاکلي وخت کې د نذرانو په خاطر هغه خواړه وړاندې کوئ چې په اور باندې تیاریږي. د داسې نذرانې بوی په ما باندې ښه لګیږي.
3 دا هغه نذرانې دي چې په اور باندې تیاریږي او باید څښتن ته د ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې دپاره وړاندې شي: دوه یو کلن وري چې هیڅ عیب په کې نه وي.
4 یو وری به په سهار کې قرباني کیږي او بل په ماښام کې.
5 هر وری باید د یو کیلوګرام ښو اوړو سره چې یو لیتر د زیتونو سوچه تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي.
6 دا هغه ورځنۍ سوزېدونکې نذرانه ده چې د اول ځل دپاره د سینا د غره په څنګ کې څښتن ته د یوې خوشالوونکې خوشبویۍ په توګه وړاندې شوې وه.
7 په آخر کې د دغو دوو نذرانو سره یو یو لیتر د انګورو شربت د څښلو د نذرانې په توګه باید څښتن ته په قربانګاه باندې توی شي.
8 دوهم وری په ماښام کې د غلې دانې او څښلو د هماغه شان نذرانې سره تیار کړئ کوم چې تاسو یې په سهار کې تیاروئ. دا یوه داسې نذرانه ده چې په اور باندې تیاریږي او یو داسې بوی دی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
9 ‏-
10 د هر سبت په ورځ باید تاسو د عادي ورځنیو نذرانو څخه علاوه دوه یو کلن وري وړاندې کړئ. په دغو وریو کې باید هیڅ عیب نه وي. هغه باید د څښلو د نذرانې او د دوو کیلوګرامه ښو اوړو سره چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي یعنې د غلې دانې د نذرانې سره یوځای وړاندې شي.
11 د هرې میاشتې په اوله ورځ دوه ځوان غوایان، یو پسه او اووه یو کلن وري چې په ټولو کې هیڅ عیب نه وي، څښتن ته د سوزېدونکې نذرانې دپاره وړاندې کړئ.
12 درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي باید د هر غویي سره د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي
13 او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي. دا د سوزېدونکې نذرانې دپاره دي، دا یوه داسې نذرانه ده چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي.
14 ‏-
15 د هر غویي سره دوه لیتره، د پسه سره یونیم لیتر او د هر وري سره یو لیتر د انګورو شربت د څښلو د نذرانې په توګه وړاندې کړئ. په آخر کې باید یو وز د ګناه د نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کړئ. دا هغه سوزېدونکې نذرانې دي چې د ورځنیو عادي نذرانو څخه علاوه باید د هرې میاشتې په اوله ورځ وړاندې شي.
16 د هر کال د اولې میاشتې په څوارلسمه ورځ څښتن ته د احترام کولو په خاطر د فسحې اختر لمانځئ.
17 په پنځلسمه ورځ به د فطیرې ډوډۍ اختر وي چې یوه هفته به دوام ومومي. په دې دوران کې باید فطیره ډوډۍ وخوړل شي.
18 د دې اختر په اوله ورځ باید تاسو د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او په دې ورځ باید هیڅ ورځنی کار ونه کړئ.
19 څښتن ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه دوه ځوان غوایان، یو پسه او اووه یو کلن وري چې په ټولو کې هیڅ عیب نه وي وړاندې کړئ.
20 د هر غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي
21 او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي.
22 همدارنګه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ او په دې ډول د قوم دپاره کفاره ادا کړئ.
23 دا دې د عادي سهارنۍ سوزېدونکې نذرانې څخه علاوه وړاندې شي.
24 په دې ډول د اوو ورځو دپاره هره ورځ د عادي سوزېدونکې نذرانې او د هغې د څښلو د نذرانې څخه علاوه د هغې نذرانې دپاره خواړه تیار کړئ چې په اور باندې تیاریږي. د هغې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
25 په اوومه ورځ د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او هیڅ ورځنی کار مه کوئ.
26 د لو کولو د اختر په اوله ورځ کله چې تاسو څښتن ته د نوې غلې دانې نذرانه وړاندې کوئ، باید د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او هیڅ ورځنی کار دې ونه کړای شي.
27 د دوه ځوانو غوایانو، یو پسه او اووه یو کلن وریو سوزېدونکې نذرانه چې ټول باید بې عیبه وي وړاندې کړئ. د هغې خوشبویي په څښتن باندې ښه لګیږي.
28 د هر غویي سره دې درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او د هر پسه سره دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي
29 او یو کیلوګرام د هر وري سره.
30 همدارنګه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ او په دې ډول د قوم دپاره کفاره ادا کړئ.
31 دغه نذرانې او د څښلو نذرانه دې د ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې او د غلې دانې د نذرانې څخه علاوه وړاندې شي. ګورئ چې په هغو ټولو حیواناتو کې باید هیڅ عیب نه وي.