شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 23

بلعام بالاق ته وویل: <دلته زما دپاره اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړه، بیا اووه غوایان او اووه پسونه راوله.>
2 څنګه چې بالاق ته ویل شوي وو، هغه هماغسې وکړل او هغه او بلعام په هره قربانګاه باندې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ.
3 بیا بلعام بالاق ته وویل: <دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ودرېږه، زه ځم چې وګورم څښتن زما سره د ملاقات دپاره راځي او که نه. هرڅه چې هغه راته ووایي هغه به تاته ووایم.> نو بلعام د غونډۍ سرته یوازې لاړ
4 او خدای پاک د هغه سره ملاقات وکړ. بلعام هغه ته وویل: <ما اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړي دي او په هر یو باندې مې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړی دی.>
5 څښتن بلعام ته یو پیغام ورکړ، بیا یې هغه بېرته ولېږه چې بالاق ته یې ورسوي.
6 نو هغه بېرته لاړ او ویې لیدل چې بالاق د موآبیانو د ټولو مشرانو سره د خپلې نذرانې په څنګ کې ولاړ دی.
7 بلعام دا پیغام ورکړ:<د موآب پادشاه بالاق زه راوستلمله سوریې یعنې ختیځو غرونوهغه ویل راشه خبرې وکړه ما دپارهته لعنت ووایه په قوم د اسراییلو باندې
8 څنګه په هغه چا لعنت ووایمپه چا چې خدای لعنت ویلی نه وي؟څنګه د هغوی په ضد خبرې وکړمد چا په ضد چې څښتن نه دي کړې؟
9 لوړو ګټانو څخه زه شمه هغوی لیدلیشمه کتلی هغوی زه د غونډیو څخهدا یو قوم دی چې اوسیږي ځانلههغوی خپل ځانونه په نورو قومونو کې نه شماري
10 د اسراییلو اولاده ده لکه خاورو په شاندوی دومره ډېر دي چې حساب یې نه شيپرېږده چې مړ شمه زه د خدای د قوم په شانپرېږده په سوله کې چې مړ شم د نېکانو په شان>
11 بیا بالاق بلعام ته وویل: <دا څه دې راسره وکړل؟ ما د دې دپاره راوغوښتلې چې زما په دښمنانو باندې لعنت ووایې. مګر د هغې په ځای تا هغوی ته برکت ورکړ!>
12 بلعام په ځواب کې وویل: <زه یوازې هغه څه ویلی شم چې څښتن راته وایي.>د بلعام دوهم پیغام
13 بالاق بلعام ته وویل: <راځه چې یو بل ځای ته لاړ شو چېرته چې ته کولی شې یوازې ځینې اسراییلیان ووینې، له هماغه ځای څخه زما په خاطر په هغوی باندې لعنت ووایه.>
14 نو هغه بلعام د صوفیم پټي ته چې د پیسګاه د غره په سر ؤ بوته. په هغه ځای کې هم هغه اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړل او په هر یو باندې یې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ.
15 بلعام بالاق ته وویل: <دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې په څنګ کې ودرېږه او زه به هلته د څښتن سره ملاقات وکړم.>
16 څښتن د بلعام سره ملاقات وکړ او یو بل پیغام یې ورکړ، بیا یې ورته وفرمایل: <لاړ شه او بالاق ته یې ورسوه.>
17 بلعام بېرته لاړ او ویې لیدل چې بالاق د خپلې سوزېدونکې نذرانې په څنګ کې د موآبیانو د مشرانو سره ولاړ دی. بالاق پوښتنه وکړه: <څښتن څه وویل؟>
18 بلعام بیا پیغام ورکړ:<راشه ای بالاقه د صفور زویهغوږ دې ونیسه چې څه درته زه وایم
19 خدای د خلکو په شان نه دی چې درواغ ووایيانسان نه دی چې بدله اراده کړيرسوي سرته چې کړي کومې وعدېڅه چې وایي هغه کاندي
20 ماته شوې لارښوونه چې زه ورکړم برکتخدای چې کوم وخت کې برکت ورکويهغه زه بېرته ګرځولی نه شم
21 کړم پېشګویي چې مستقبل د اسراییلوبه رانه وړي بدبختي او تکلیفونه دوی تهخپل څښتن خدای یې مل دی دوی سرهوایي په جار هغه پادشاه دی د دوی
22 خدای دوی راوویستل له مصر څخهپه ډېر قوت سره جنګیږي دی هغوی دپاره
23 هیڅ جادو او کوډې نشتهچې په ضد د اسراییلو وکړي کارد اسراییلو په باره کې به اوس خلک وایيوګورئ خدای هغوی ته څه وکړل
24 دي هغوی د قهر شویو زمریانو په شانچې دي تیار حملې تهترڅو چې ونه خوري خپل ښکار او وینه یې ونه څښيتر هغې پورې به ونه کړي ارام>
25 نو بالاق بلعام ته وویل: <نه په هغوی باندې لعنت ووایه او نه ورته برکت ورکوه!>
26 بلعام په ځواب کې وویل: <ما مخکې تاته وویل چې زه به هرڅه د څښتن د وینا په مطابق کوم.>
27 بالاق بلعام ته وویل: <ما سره راشه چې یو بل ځای ته دې بوځم. کېدای شي چې خدای تا پرېږدي چې زما دپاره له هغه ځایه په اسراییلیانو باندې لعنت ووایې.>
28 نو هغه بلعام د فغور د غره سرته وخېژاوه چې له هغه ځایه ښکته دښتې ته وګوري.
29 بلعام هغه ته وویل: <دلته زما دپاره اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړه، بیا ماته اووه غوایان او اووه پسونه راوله.>
30 څنګه چې بالاق ته ویل شوي وو هماغسې یې وکړل، هغه په هرې قربانګاه باندې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ.