شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 34

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل
2 چې د اسراییلو قوم ته داسې حکم وکړي: <کله چې تاسو د کنعان خاورې ته ورننوزئ، یعنې هغې خاورې ته چې تاسو ته یې درکوم، نو ستاسو سیمه به دغه سرحدونه ولري:
3 جنوبي سرحد به د صین دښته او د ادوم شمال لوېدیځ سرحد وي. دا سرحد به د ارام د دریاب په جنوبي آخري سر کې شروع شي.
4 له هغه ځای څخه به هغه د لوېدیځ خواته ورسیږي، مګر د جنوب خواته به وروګرځي چې د عقربیم غاښی، د صین کلی او د قادش برنیع ښار په کې شامل شي. له هغه ځای څخه به دا سرحد حصرادار او عصمون ته ورسیږي،
5 چېرته چې به هغه د هغه خوړ په لوري وروګرځي کوم چې د مصر په سرحد کې دی او د مدیترانې په بحیره کې به ختم شي.
6 د مدیترانې بحیره به لوېدیځ سرحد وي.
7 شمالي سرحد به د مدیترانې په بحیره کې شروع شي بیا به د ختیځ په لور د هور غره ته ورسیږي.
8 له هغې وروسته به هغه د حمات د غاښي په لار صدد ته ورسیږي.
9 د صدد څخه به سرحد په ختیځ کې زفرون ته ورسیږي او په حصرعینان کې به ختم شي.
10 ختیځ سرحد به په شمال کې په حصرعینان کې شروع شي بیا به جنوب خواته شفام
11 او ربله ته ورسیږي چې د عین په ختیځې خوا کې دی. له هغه ځای څخه به هغه د جنوب په لور د جلیل د جهیل ختیځو غونډیو ته ورسیږي،
12 بیا به د اردن د سیند په لار د ارام د دریاب د شمالي برخې آخري سرته ورسیږي. کومه ځمکه چې د هغو څلورو سرحدونو په منځ کې وي هغه به ستاسو شي.>
13 نو حضرت موسیٰ اسراییلیانو ته داسې حکم وکړ: <دا هغه ځمکه ده چې تاسو به یې د پچې اچولو له مخې ترلاسه کړئ، یعنې هغه ځمکه چې څښتن د نهه نیمو قبیلو دپاره ټاکلې ده.
14 د روبین، جاد او د منسي نیمې قبیلې خپله ځمکه ترلاسه کړې ده چې د هغوی د کورنیو له مخې وېشل شوې ده.
15 دا اریحا ته مخامخ د اردن د سیند په ختیځ کې ده.>
16 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
17 <العازار کاهن او د نون زوی یوشع به خلکو ته ځمکه ووېشي.
18 د هرې قبیلې څخه یو یو مشر وټاکه چې د هغوی سره د ځمکې په وېشلو کې مرسته وکړي.
19 ‏-
28 دا د هغوی د نومونو لست دی:د یهودا د قبیلې څخه - د یفنه زوی کالیبد شمعون د قبیلې څخه - د عمیهود زوی شموئیلد بنیامین د قبیلې څخه - د کسلون زوی الیدادد دان د قبیلې څخه - د یجلي زوی بقيد منسي د قبیلې څخه - د ایفود زوی حنیئیلد افرایم د قبیلې څخه - د شفطان زوی قموئیلد زبولون د قبیلې څخه - د فرناک زوی الیصافاند یساکار د قبیلې څخه - د عزان زوی فلتیئیلد اشیر د قبیلې څخه - د شلومي زوی اخیهوداو د نفتالي د قبیلې څخه - د عمیهود زوی فدهئیل.>
29 دا هغه نفر دي چې څښتن ورباندې امر وکړ چې د اسراییلیانو دپاره د ځمکې په وېشلو کې د العازار او یوشع سره مرسته وکړي