شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 7

کله چې حضرت موسیٰ د مقدسې خېمې د ودرولو څخه وزګار شو، نو خېمه او د هغې ټول سامان او د قربانۍ ځای او د هغه ټول سامان یې مسح کړ او هغه یې څښتن ته وقف کړ.
2 بیا د اسراییلو دولس قبیلوي مشران یعنې هماغه نفر چې د خلکو د سرشمېرنې مشري یې په غاړه وه مقدسې خېمې ته
3 د هغو سوغاتونو سره راغلل چې د څښتن دپاره وو. هغوی شپږ ګاډۍ ګانې او دولس غوایان راوړل، هر مشر یو یو غویی او دوو مشرانو یوه یوه ګاډۍ راوستله.
4 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
5 <دا سوغاتونه د هغوی څخه قبول کړه چې د مقدسې خېمې په کار کې ورڅخه ګټه واخیستل شي او هغه لاویانو ته د هغه کار دپاره ورکړه چې هر یو یې په مقدسه خېمه کې اجرا کوي.>
6 نو حضرت موسیٰ ګاډۍ ګانې او غوایان واخیستل او هغه یې لاویانو ته
7 ‏-
8 چې د حضرت هارون د زوی ایتامار تر مشرۍ لاندې وو ورکړل. حضرت موسیٰ جرشونیانو ته د هغوی د کار دپاره دوه ګاډۍ ګانې او څلور غوایان ورکړل او څلور ګاډۍ ګانې او اته غوایان یې مراریانو ته د هغوی د کار دپاره ورکړل.
9 مګر قهاتیانو ته یې هیڅ ورنه کړل، ځکه چې هغوی د هغو مقدسو شیانو مسوولان وو چې باید په خپلو اوږو باندې یې یوسي.
10 کله چې د قربانۍ ځای مسح کړای شو، مشرانو خپلې نذرانې د هغه د وقف کولو دپاره راوړلې او هغه یې د قربانۍ د ځای په مخ کې وړاندې کړې.
11 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <مشرانو ته ووایه چې تر دولسو ورځو پورې دې یو یو مشر هره ورځ خپله نذرانه د قربانۍ د ځای د وقف کولو دپاره راوړي.>نو هر مشر دا لاندیني سوغاتونه راوړل:
12-83‏-
د سپینو زرو یو پیشقاب چې وزن یې یونیم کیلوګرام ؤ او د وینې د شیندلو دپاره د سپینو زرو یوه کاسه چې وزن یې اته سوه ګرامه ؤ. دواړه د ښو اوړو او زیتونو د تېلو څخه ډک وو، دا د غلې دانې د نذرانې په توګه وو او وزن یې د مقدس ځای د اندازې په مطابق ؤ:- د خوشبویۍ څخه ډک د سرو زرو یو پیشقاب چې وزن یې یوسلو لس ګرامه ؤ- یو ځوان غویی، یو پسه او یو یو کلن وری د سوزېدونکې نذرانې په توګه- یو وز د ګناه د نذرانې په توګه- او د سلامتۍ د نذرانې په توګه دوه غوایان، پنځه پسونه، پنځه وزان او پنځه وري چې هر یو یو کلن ؤ.قبیلوي مشرانو خپل سوغاتونه او نذرانې په لاندیني ترتیب سره راوړلې:په اوله ورځ د یهودا د قبیلې څخه نحشون د عمیناداب زویپه دوهمه ورځ د یساکار د قبیلې څخه نتنائیل د صوغر زویپه دریمه ورځ د زبولون د قبیلې څخه الیاب د حیلون زویپه څلورمه ورځ د روبین د قبیلې څخه الیصور د شدیئور زویپه پنځمه ورځ د شمعون د قبیلې څخه شلومیئیل د صوریشدای زویپه شپږمه ورځ د جاد د قبیلې څخه الیاساف د دعوئیل زویپه اوومه ورځ د افرایم د قبیلې څخه الیشمع د عمیهود زویپه اتمه ورځ د منسي د قبیلې څخه جملیئیل د فدهصور زویپه نهمه ورځ د بنیامین د قبیلې څخه ابیدان د جدعوني زویپه لسمه ورځ د دان د قبیلې څخه اخیعزر د عمیشدای زویپه یوولسمه ورځ د اشیر د قبیلې څخه فجعیئیل د عکران زویپه دولسمه ورځ د نفتالي د قبیلې څخه اخیرع د عینان زوی.
84 ‏-
- 88 په دې ډول کله چې د قربانۍ ځای مسح او څښتن ته وقف کړای شو، دغو دولسو مشرانو دا لاندیني سوغاتونه راوړل:- دولس د سپینو زرو قابونه او دولس د سپینو زرو کاسې چې د وینې د شیندلو دپاره وې او د ټولو وزن د مقدس ځای د اندازې په مطابق اته ویشت کیلوګرامه ؤ.- دولس د سرو زرو پشقابونه چې وزن یې یونیم کیلوګرامه ؤ او د خوشبویۍ څخه ډک وو.- دولس غوایان، دولس پسونه او دولس یو کلن وري د غلو دانو د نذرانو سره د سوزېدونکو نذرانو په توګه.- دولس وزان د ګناه د نذرانو په توګه.- څلورویشت غوایان، شپېته پسونه، شپېته وزان او شپېته یو کلن وري د سلامتۍ د نذرانو په توګه.
89 کله به چې حضرت موسیٰ غوښتل چې د څښتن سره خبرې وکړي نو مقدسې خېمې ته به ورننوت. هلته به هغه د دوو کروبیانو له منځ څخه د کفارې د پوښ دپاسه چې د لوظ په صندوق باندې پروت ؤ، د څښتن غږ اورېده چې د هغه سره یې خبرې کولې.