شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 24

بلعام په دې یقین درلود چې څښتن به ورته وفرمایي چې اسراییلیانو ته بیا برکت ورکړه. نو هغه د فال څخه هیڅ کار وانه خیست چې معلومه کړي څښتن د هغه څخه څه غواړي چې ویې کړي، لکه څنګه یې چې دوه ځلې مخکې کړي وو. د دې په ځای یې د دښتې خواته وکتل
2 او د اسراییلو خلک یې ولیدل چې قبیله په قبیله یې خېمې ودرولې وې. بیا د خدای پاک روح په هغه باندې نازل شو
3 او بلعام دا پیغام ورکړ:<د بعور د زوی بلعام پیغام دید هغه چا خبرې چې سترګې یې خلاصې شولې
4 چې اورېدلی شي خبرې د خدایڅوک چې رویا ویني د مطلق قادر خدای له خواڅوک چې پړمخې پرېوزي او خلاصې یې دي سترګې
5 د اسراییلو قومهستاسو کمپ دی څومره ښکلی
6 د خرماګانو د اوږدو قطارونو په شاند سیند په غاړه د باغونو په شانچې دي کرلي څښتن د عود د ونو په شاند سیند په غاړه د صبر د ونو په شان
7 په دوی به وي باران پرېمانهپه آبي ځمکو کې کري به خپل تخمونهله اجاج څخه به لوی د دوی پادشاه ويوي به سرلوړې پادشاهي د هغه
8 خدای دوی راوویستل له مصر څخهپه ډېر قوت سره جنګیږي دی هغوی دپارهخپل دښمنان تباه کوي هغهماتوي د دوی هډوکياو په غشو هغوی ولي
9 دغه قوم د قوي زمري په شان دیچې ویده وي هیڅوک نه شي کړای جرأتچې یې راویښ کړيپه هغو به برکت وي څوک چې وایي برکت په اسراییلووي لعنت به په هغوی چې لعنت په اسراییلو باندې وایي>
10 کله چې بالاق دا واورېدل، نو د قهره یې خپل لاسونه سره ومروړل او ویې ویل: <ما د دې دپاره راوغوښتلې چې زما په دښمنانو باندې لعنت ووایې، مګر تا هغوی ته درې ځلې برکت ورکړ.
11 اوس ځه ورک شه، خپل کور ته لاړ شه! ما ستا سره وعده کړې وه چې ښه انعام به درکړم، خو څښتن ورڅخه بې برخې کړې.>
12 بلعام په ځواب کې وویل: <ما ستا استازو ته چې ماته دې رالېږلي وو، ویلي وو
13 چې حتیٰ که چېرې ته ماته خپله ماڼۍ چې د سرو زرو او سپینو زرو څخه ډکه ده هم راکړې، بیاهم زه نه شم کولی چې د څښتن د امر په خلاف کوم کار وکړم. زه به یوازې هغه څه وایم چې څښتن یې راته وایي.
14 اوس زه بېرته خپلو خلکو ته ورځم، خو مخکې له دې چې لاړ شم، زه تاته د هغه څه په هکله یو خبرداری درکوم چې اسراییلیان به یې یوه ورځ ستا د قوم سره وکړي.>
15 بیا بلعام دا پیغام ورکړ:<د بعور د زوی بلعام پیغام دید هغه چا خبرې چې سترګې یې خلاصې شولې
16 چې اورېدلی شي خبرې د خدایاو هغه پوهه مومي د خدای تعالیٰ له خوا نهڅوک چې رویا ویني د مطلق قادر خدای له خواڅوک چې پړمخې پرېوزي او خلاصې یې دي سترګې
17 خپلې رویا کې چې څه ما لیدليپېښ شوي نه دي لا تر اوسه پورېخو یوه ورځ به راښکاره شي لکه ستوري په شاند اسراییلو یو پادشاههغه به تاسو موآبیان ورک کړياو د شیث ټول قوم به له منځه یوسي
18 هغه به ومومي بری په دښمنانو په ادوم کېاو د هغوی خاوره به کړي خپل ملکیتخو قوي به اسراییل شي
19 پادشاهي به وکړي د اسراییلو پادشاهد هر ښار پاتې شوي ژوندي خلکبه له منځه یوسي>
20 بیا بلعام په خپله رویا کې عمالیقیان ولیدل او دا پیغام یې ورکړ:<عمالیق د ټولو قومونو څخه ډېر قوي دیمګر په آخر کې به هغه د تل دپاره له منځه لاړ شي>
21 هغه په خپله رویا کې قینیان ولیدل او دا پیغام یې ورکړ:<ستاسو ځای د اوسېدلو دی په امنداسې امن لکه ځاله چې وي جوړه په ګټ باندې
22 مګر تاسو قینیان به شئ تباهآشوریان چې کله تاسو اسیران کړي>
23 بلعام دغه پیغام ورکړ:<هیڅوک ژوندی پاتې کېدلی نه شيکه خدای پلان د تباهۍ ولري
24 رابه شي له سواحله د قبرسه کشتۍ ګانېرابه وړي خلک چې کړي فتح آشور او عابرخو په آخر کې به قبرس په خپله هم برباد شي>
25 بیا بلعام راپاڅېده او بېرته خپل کور ته روان شو او بالاق هم لاړ.