شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 19

څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
2 <د اسراییلو قوم باید موسیٰ ته یوه داسې سره غوا راولي چې کوم عیب په کې نه وي او هیڅکله ورباندې قلبه نه وي شوې.
3 هغوی به هغه العازار کاهن ته ورکړي، بیا به هغه د کمپ څخه بیرون وویستل شي او د هغه په حضور کې به حلاله شي.
4 بیا به العازار د هغې څخه لږه وینه واخلي او په خپله ګوته باندې دې اووه ځلې د مقدسې خېمې مخې ته وشیندي.
5 بیا ټوله غوا باید د پوستکي، غوښې، وینې او کولمو سره د هغه په مخ کې وسوزول شي.
6 کاهن دې د صبر د ونې لږ لرګي، د وېلني بوټی او سور تار په اور کې واچوي.
7 د مراسمو څخه وروسته دې کاهن خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي. بیا هغه کولی شي چې بېرته کمپ ته ننوزي، مګر تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.
8 هغه سړی چې غوا یې سوزولې وي هم باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، مګر هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.
9 یو سړی چې ناپاک نه وي د سوزېدل شوې غوا ایرې دې واخلي او د کمپ څخه دباندې دې په یو پاک ځای کې واچوي. د اسراییلو قوم کولی شي چې دا ایرې د هغو اوبو سره ګډې کړي چې د ګناه د پاکولو په مراسمو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
10 هغه سړی چې ایرې راټولوي باید خپل کالي ومینځي، مګر تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي. د اسراییلو قوم او هغه بېګانه خلک چې د دوی په منځ کې اوسیږي باید تل د دې قانون اطاعت وکړي.
11 که چېرې څوک یو مړي ته لاس وروړي، اووه ورځې به ناپاک وي.
12 مګر که چېرې په دریمه ورځ او بیا په اوومه ورځ په هغو اوبو باندې چې د غوا ایرې ورسره ګډې وي خپل ځان پاک کړي، هغه به پاک شي. که په هغو ورځو کې خپل ځان پاک نه کړي، نو ناپاک به پاتې شي.
13 که چېرې څوک مړي ته لاس وروړي او خپل ځان پاک نه کړي هغه ناپاکه پاتې کیږي، ځکه چې د پاکوالي اوبه ورباندې نه دي اچول شوې. هغه نفر مقدسه خېمه ناپاکه کړې او د اسراییلو د قوم څخه باید وشړل شي.
14 په هغه حالت کې چې یو نفر په خېمه کې مړ شي، نو هغه څوک چې د هغه نفر د مرګ په وخت کې په خېمه کې وي یا څوک چې خېمې ته ورننوزي هغه به اووه ورځې ناپاک وي.
15 هر منګی او لوښی چې په خېمه کې وي او سرپوښ ونلري، هغه ناپاک کیږي.
16 که چېرې څوک د یو داسې نفر مړي ته لاس وروړي چې په وسله باندې وژل شوی وي یا په خپل مرګ مړ شوی وي یا که چېرې د انسان هډوکي یا قبر ته لاس وروړي، هغه به اووه ورځې ناپاک وي.
17 ‏-
18 مخکې له دې چې هغه نفر له نجاست څخه پاک شي، یو څوک چې پاک وي باید د سوزول شوې غوا لږې ایرې واخلي او د چینې د اوبو په یو لوښي کې دې هغه ولړي. همدا نفر باید د وېلني د بوټي یوه څانګه په اوبو او ایرو کې غوټه کړي، بیا دې هغه په خېمه او هرڅه چې په هغې کې دي او د هر هغه چا په شمول چې په خېمه کې ؤ وشیندي. که چېرې هغه د انسان هډوکي یا قبر یا مړي ته لاس وروړی وي، هغه اوبه باید په هغه نفر باندې وشیندل شي.
19 هغه نفر چې پاک وي په ناپاکه نفر باندې دې په دریمه او اوومه ورځ هغه اوبه وشیندي. په اوومه ورځ هغه نفر چې پاکیږي باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي نو ماښام به هغه پاک شي.
20 که چېرې یو نفر په مذهبي لحاظ ناپاک وي او خپل ځان پاک نه کړي هغه ناپاک پاتې کیږي، ځکه چې په هغه باندې د پاکوالي اوبه نه دي اچول شوې. هغه مقدسه خېمه ناپاکه کړې او د اسراییلو د قوم څخه باید وشړل شي.
21 دا قوانین به هیڅکله بدل نه شي. کوم نفر چې د پاکوالي په خاطر هغه اوبه شیندي باید خپل کالي هم ومینځي. که څوک دې اوبو ته لاس وروړي هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.
22 یو ناپاک نفر چې هر شي ته لاس وروړي هغه شی به ناپاک شي او که بل نفر هغه شي ته لاس وروړي، هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وي.>