شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 27

محله، نوعه، حجله، ملکه او ترصه د صلفحاد لورګانې وې. صلفحاد د حافر زوی ؤ، حافر د جلعاد زوی ؤ، جلعاد د ماخیر زوی ؤ، ماخیر د منسي زوی ؤ او منسي د حضرت یوسف زوی ؤ.
2 یوه ورځ د هغه لورګانې د مقدسې خېمې دروازې ته لاړلې او هلته یې د حضرت موسیٰ، العازار کاهن، د اسراییلو نورو مشرانو او د اسراییلو د ټول قوم سره لیدنه کتنه وکړه. هغوی وویل:
3 <زمونږ پلار په دښته کې مړ شو او د هغه څخه هیڅ زامن پاتې نه شول. هغه د قورح د پیروانو څخه چې د څښتن په مقابل کې یې سرکشي کړې وه، نه ؤ بلکه هغه د خپلې ګناه له کبله مړ شو.
4 یوازې په دې خاطر چې هغه هیڅ زامن نه درلودل، ولې زمونږ د پلار نوم له خپلې طایفې څخه ورک شي؟ مونږ ته د خپل پلار د خپلوانو په منځ کې ځمکه راکړئ.>
5 حضرت موسیٰ د هغوی دعوه څښتن ته وړاندې کړه
6 او څښتن هغه ته وفرمایل:
7 <د صلفحاد لورګانې چې څه غواړي هغه صحیح دي. هغوی ته د خپل پلار د خپلوانو په منځ کې ځمکه ورکړه. پرېږده چې د هغه میراث د دوی شي.
8 اسراییلیانو ته ووایه: کله چې یو سړی بې زویه مړ شي، د هغه لور ته به د هغه ځمکه په میراث پاتې شي.
9 که چېرې هغه هیڅ لور ونلري، د هغه ورونو ته به ځمکه په میراث پاتې شي.
10 مګر که چېرې هغه هیڅ ورونه ونلري، د هغه ترونو ته به ځمکه په میراث پاتې شي.
11 که چېرې هغه ترونه ونلري، په هغه طایفه کې باید د هغه ترټولو نژدې خپلوان ته د هغه ځمکه ورکړل شي. د اسراییلو قوم باید دا د یو قانوني شرط په توګه رعایت کړي، لکه څنګه چې ما څښتن تاته حکم وکړ.>
12 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د عباریم غرونو ته وخېژه او هغه ځمکه وګوره چې زه یې اسراییلیانو ته ورکوم.
13 کله چې ته هغه ووینې، نو د خپل ورور هارون په شان به مړ شې،
14 ځکه چې تاسو دواړو د صین په دښته کې زما د امر څخه سرکشي وکړه. هغه وخت چې ټول قوم په مریبه کې زما په ضد شکایت وکړ، تاسو د هغوی په مخکې زما د پاک قدرت احترام ونه کړ.> (مریبه په قادش کې د صین په دښته کې یوه چینه ده.)
15 حضرت موسیٰ دعا وکړه:
16 <ای څښتن خدایه، ای د ژوندون سرچینې، زه دعا کوم چې داسې یو نفر وټاکه چې د قوم مشري کولی شي.
17 ستا قوم یو داسې نفر ته اړتیا لري چې په جګړه کې ورته لارښودنه وکړي. که نه، نو هغوی به د داسې مېږو په شان شي چې بې شپونه یو خوا او بل خوا سرګردانه ګرځي.>
18 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د نون زوی یوشع لایق سړی دی، خپل لاس د هغه په سر باندې کېږده.
19 بیا یې د العازار کاهن او اسراییلیانو په مخ کې ودروه او یوشع د هغوی د نوي مشر په توګه وټاکه.
20 د خپلو اختیاراتو څخه دې لږ څه هغه ته ورکړه، ترڅو د اسراییلو ټول قوم د هغه اطاعت وکړي.
21 کله چې د څښتن څخه د لارښوونې د اخیستلو دپاره ضرورت پېښ شي نو یوشع باید العازار ته ورشي. العازار به د اوریم او تمیم په استعمالولو سره د هغه رضا معلومه کړي. په دې ډول به یوشع او د اسراییلو ټول قوم ته معلومه شي چې څه باید وکړي.>
22 څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته حکم کړی ؤ، هغه هماغسې وکړل. هغه یوشع د العازار کاهن او د ټول قوم په مخکې ودراوه،
23 بیا هغه د یوشع په سر باندې خپل لاس کېښود او هغه یې د اسراییلو مشر وټاکه.