شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 17

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <د اسراییلو خلکو ته ووایه چې دولس امساګانې درکړي یعنې د هرې قبیلې د مشر څخه یوه یوه دانه. د هر سړي نوم د هغه په امسا باندې ولیکه
3 او بیا د هارون نوم د لاویانو په امسا باندې ولیکه. د هر قبیلوي مشر دپاره دې یوه یوه امسا وي.
4 دا امساګانې په مقدسه خېمه کې د لوظ د صندوق په مخ کې چېرته چې زه تاسو سره ملاقات کوم کېږده.
5 بیا به د هغه نفر امسا غوټۍ ونیسي چې زه یې انتخابوم. په دې ډول به ستاسو په ضد د دغو اسراییلیانو پرله پسې شکایتونو ته د پای ټکی کېږدم.>
6 حضرت موسیٰ د اسراییلیانو سره خبرې وکړې او د هغوی هر یو مشر حضرت موسیٰ ته امسا ورکړه، یعنې د هرې قبیلې څخه یوه یوه دانه چې ټولې دولس وې او د حضرت هارون امسا هم په کې شامله وه.
7 بیا حضرت موسیٰ ټولې امساګانې په خېمه کې د څښتن د لوظ د صندوق مخې ته کېښودلې.
8 په سبا ورځ کله چې حضرت موسیٰ خېمې ته ورننوت، هغه ولیدل چې د حضرت هارون امسا چې د لاوي د قبیلې نماینده ګي یې کوله تېغ وهلی. هغې غوټۍ کړې وې، ګلان یې نیولي وو او بادام یې کړي وو!
9 حضرت موسیٰ هغه دولس امساګانې له خېمې څخه راوویستلې او خلکو ته یې ورښکاره کړې. هر مشر خپله امسا راپیدا کړه او هغه یې واخیسته.
10 مګر څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د هارون امسا بېرته د لوظ صندوق ته مخامخ کېږده! پرېږده چې هغه هلته پاتې وي او د هغه چا دپاره چې د سرکشۍ کولو په باره کې فکر کوي د خبرداري په توګه وي. که چېرې دا خلک زما په هکله شکایت بس نه کړي نو زه به یې له منځه یوسم.>
11 لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، حضرت موسیٰ هماغسې وکړل.
12 اسراییلیانو حضرت موسیٰ ته فریاد وکړ او ویې ویل: <مونږ مړه کېږو! زمونږ دپاره کوم امید نشته، مونږ ټول له منځه ځو!
13 حتیٰ هرڅوک چې مقدسې خېمې ته ورنژدې شي هغه به مړ شي. نو مونږ ټول به مړه شو!>