شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 6

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل
2 چې د اسراییلو قوم ته داسې ووایي: <که چېرې ستاسو څخه څوک که هغه نر وي یا ښځه غواړي چې د خاص نذر په ورکولو سره خپل ځان ما څښتن ته وقف کړي،
3 نور باید شراب یا بیر ونه څښي او نه دې کوم ډول سرکه استعمال کړي. د انګورو شربت دې نه څښي، انګور یا ممیز دې نه خوري.
4 ترڅو پورې چې هغه وقف شوی وي باید کوم شی چې د انګورو څخه جوړیږي ونه خوري، حتیٰ تخمونه او پوستکي یې هم ونه خوري.
5 ترڅو پورې چې هغه وقف شوی وي، باید خپل ویښتان کم نه کړي او خپله ږیره ونه خرایي. په هغه ټوله موده کې چې هغه څښتن ته وقف شوی وي، باید نذر ورکړي او خپل ویښتان پرېږدي چې لوی شي.
6 ‏-
7 د هغه ویښتان خدای ته د هغه د وقف کېدلو نښه ده، نو هغه باید خپل ځان مړي ته په ورنژدې کېدلو سره ناپاک نه کړي، که څه هم هغه د هغه د پلار، د هغه د مور، د هغه د ورور یا د خور مړی وي.
8 ترڅو پورې چې هغه نذر ورکوي، هغه به څښتن ته وقف وي.
9 که چېرې د هغه وقف شوي ویښتان یو چاته په ورنژدې کېدلو سره چې یوناڅاپه مړ شي ناپاک شي، هغه باید اووه ورځې صبر وکړي او بیا خپل سر وخرایي نو هغه به په مذهبي لحاظ پاک شي.
10 په اتمه ورځ به هغه نفر دوه کوترې یا دوه قمري ګانې د مقدسې خېمې دروازې ته کاهن ته راوړي.
11 کاهن به یو مارغه د ګناه د نذرانې په توګه او بل به د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړي چې د هغه دپاره کفاره ادا کړي ځکه چې هغه مړي ته په ورنژدې کېدلو سره ګناه کړې ده. هغه دې په هماغه ورځ د خپلو ویښتانو د پاکولو مراسم ترسره کړي.
12 نو څښتن ته دې هغه نفر خپل وخت بیا وقف کړي. تېرې شوې ورځې نه حسابیږي، ځکه چې د هغه مقدس ویښتان ناپاکه شول. هغه باید د تاوان د نذرانې په توګه یو یو کلن وری راوړي.
13 کله چې هغه نفر خپله هغه موده پوره کړي چې هغه په کې دا وعده کړې ده چې نذر به ورکوي، باید دا مراسم سرته ورسوي. د مقدسې خېمې دروازې ته به ورشي
14 او څښتن ته دې درې داسې حیوانات وړاندې کړي چې کوم عیب په کې نه وي، یعنې یو یو کلن وری د سوزېدونکې نذرانې دپاره، یوه یو کلنه مېږه د ګناه د نذرانې دپاره او یو پسه د سلامتۍ د نذرانې دپاره.
15 هغه دې یوه ټوکرۍ فطیره ډوډۍ هم وړاندې کړي یعنې پنډې ډوډۍ چې د داسې ښو اوړو څخه تیارې شوې وي چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او داسې نرۍ ډوډۍ چې تېل ورباندې موښل شوي وي او د غلې دانې او د څښلو نذرانې هم باید ورسره وي.
16 کاهن به دا ټول څښتن ته حاضر کړي او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه دې وړاندې کړي.
17 هغه به پسه د سلامتۍ د نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړي او هغه به د ډوډۍ د ټوکرۍ سره وړاندې کړي، همدارنګه هغه به د غلې دانې او څښلو نذرانې هم وړاندې کړي.
18 له هغې وروسته به هغه نفر د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې ودریږي، خپل سر به وخرایي او ویښتان به په هغه اور کې واچوي په کوم باندې چې د سلامتۍ نذرانه سوزول کیږي.
19 کله چې د پسه د اوږې غوښه وایشول شوه، کاهن به هغه واخلي او د ټوکرۍ د یوې پنډې ډوډۍ او یوې نرۍ ډوډۍ سره به یې د هغه نفر په لاسونو کې کېږدي.
20 هغه به یې بېرته کاهن ته ورکړي او کاهن به یې ما څښتن ته د وقف کولو دپاره پورته ونیسي. بیا کاهن کولی شي چې د پسه د اوږې غوښه، سینه او د هغه شاتنۍ پښه وخوري ځکه چې دا د نذرانې څخه د هغه برخه ده. له دې وروسته به هغه نفر نور نذر نه ورکوي او ازادانه شراب څښلی شي.
21 دا قانون د هغو خلکو دپاره دی چې نذر ورکوي. که چېرې کوم نفر وعده کړې وي چې څښتن ته برسېره په هغو شیانو چې هغه یې په عادي حالت کې ورکوي کوم بل شی د نذر په توګه ورکړي، نو هغه دې د خپلې وعدې سره سم خپل خاص نذر ورکړي.>
22 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
23 <کله چې هارون او د هغه زامن د اسراییلو قوم ته برکت ورکوي، هغوی باید داسې ووایي:
24 څښتن دې برکت درکړياو تاسو دې وساتي
25 هغه دې په تاسو باندې رحماو مهرباني وکړي
26 څښتن دې درسره ښه وکړياو تاسو ته دې سلامتیا درکړي>
27 بیا څښتن وفرمایل: <که چېرې هغوی زما په نوم د اسراییلو په قوم باندې برکت وایي، زه به هغوی ته برکت ورکړم.>