شمېر

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 18

بڅښتن حضرت هارون ته داسې وفرمایل: <هرڅه چې په مقدسه خېمه کې پېښیږي ته، ستا زامن او نور لاویان د هغو په مقابل کې مسئولیت لرئ خو څه چې کاهنان کوي د هغه په مقابل کې ته او ستا زامن مسئولیت لرئ.
2 خپل خپلوان یعنې لاویان راوله چې ستا سره کار وکړي او ستا او ستا د زامنو سره د خېمې په کار کې مرسته وکړي.
3 هغوی به تاته مسئول وي او د مقدسې خېمې ټولې وظیفې به ترسره کوي، خو هغوی باید د قربانۍ ځای یا هغو پاکو شیانو ته چې په مقدس ځای کې دي نژدې ورنه شي. که چېرې دا کار وکړي هغوی او تاسو دواړه به ووژل شئ.
4 هغوی باید ستاسو سره کار وکړي او د خېمې د ټولو کارونو په اړه دې خپل مسئولیت ترسره کړي، مګر بل هیڅوک نه شي کولی چې تاسو سره کار وکړي.
5 یوازې ته او ستا زامن باید د مقدس ځای او د قربانۍ د ځای دپاره وظیفې اجرا کړئ، ترڅو زما قهر بیا د اسراییلو په قوم باندې نازل نه شي.
6 دا زه یم چې ستاسو خپلوان لاویان مې تاسو ته د مرستیالانو په توګه د اسراییلیانو څخه انتخاب کړي دي. هغوی ماته وقف شوي دي، ترڅو وکولی شي چې په مقدسه خېمه کې خپلې وظیفې سرته ورسوي.
7 مګر یوازې ته او ستا زامن کولی شئ چې د قربانۍ په ځای او ډېر مقدس ځای کې د کاهنانو په توګه خدمت وکړئ. د کاهنانو په توګه ستاسو کار زما له خوا تاسو ته یو سوغات دی او که بل څوک هڅه وکړي چې دا کار وکړي، هغه باید ووژل شي.>
8 څښتن حضرت هارون ته وفرمایل: <دا په یاد وساته چې زه تاته هغه نذرانې درکوم، یعنې هغه ټولې خاصې نذرانې چې اسراییلیان یې ماته راکوي او د قربانیو په توګه نه سوزول کیږي. زه هغه تا او ستا اولادې ته د هغې برخې په توګه درکوم چې تل ترتله به درکول کیږي.
9 د ډېرو مقدسو نذرانو څخه چې په قربانګاه باندې نه سوزول کیږي، دا لاندینۍ نذرانې ستاسو دي: د غلې دانې نذرانې، د ګناه نذرانې او د تاوان نذرانې. هرڅه چې ماته د یوې مقدسې نذرانې په توګه وړاندې کیږي ستا او ستا د زامنو دي.
10 څرنګه چې دا شیان مقدس دي نو باید په مقدس ځای کې وخوړل شي، مګر یوازې نارینه اجازه لري چې هغه وخوري.
11 برسېره پردې، نورې خاصې نذرانې چې اسراییلیان یې ماته وړاندې کوي هغه به ستا وي. هغه به د تل دپاره تا، ستا زامنو او ستا لورګانو ته درکوم. ستا د کورنۍ هر غړی چې په مذهبي لحاظ پاک وي هغه خوړلی شي.
12 د هغو ټولو اولنیو ښو محصولاتو څخه چې اسراییلیان یې هر کال ماته راکوي زه یې تاسو ته درکوم، یعنې د زیتونو تېل، د انګورو شربت او غلې دانې.
13 د هغوی د پټیو او د انګورو د باغونو د فصلونو اوله برخه هم ستاسو ده. قوم به هغه ماته وړاندې کړي، بیا هرڅوک چې ستاسو په کورنۍ کې پاک وي له هغې څخه لږه اخیستلی شي.
14 هرڅه چې په اسراییلو کې بې له کوم قید او شرط څخه ماته وقف شوي وي ستاسو به شي.
15 په هرې اسراییلي کورنۍ کې مشر زوی او د هغوی د رمو او پادو اولني زېږېدلي نران حیوانات زما دي. مګر مشر زوی او هر اولنی زېږېدلی ناپاک نر حیوان باید بېرته په بیه واخیستل شي.
16 د مشر زوی بیه به چې لږ تر لږه د یوې میاشتې وي پنځه مثقاله سپین زر وي چې وزن یې د مقدس ځای د اندازې په مطابق وي.
17 مګر د غواګانو، مېږو او وزو اولني زېږېدلي بچي بېرته په بیه نه اخیستل کیږي. هغه بېخي زما دي او باید قرباني شي. وینه یې په قربانګاه باندې وشیندئ او وازګه یې د داسې نذرانې په توګه وسوزوئ چې په اور باندې تیاریږي، دا بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
18 تاسو کولی شئ چې د دې حیواناتو غوښه وخورئ لکه څنګه چې د خاصې نذرانې سینه او شاتنۍ ښي پښه خوړلی شئ.
19 هغه ټولې خاصې نذرانې چې اسراییلیان یې ماته وړاندې کوي هغه به تل تا، ستا زامنو او لورګانو ته درکوم. دا یو نه ماتېدونکی لوظ دی چې زه یې تا او ستا د اولادې سره کوم.
20 تاسو ته به په اسراییلو کې ځمکه درنه کړل شي چې ستاسو میراث شي او نه به د جایداد کومه برخه درکړل شي. زه څښتن یم او زه ستاسو دپاره هم برخه یم او هم ستاسو میراث.>
21 څښتن حضرت هارون ته وفرمایل: <د اسراییلیانو لس فیصده فصلونه او د هرو لسو نویو زېږېدلو حیواناتو څخه یو حیوان زما دی. مګر دا ټول لاویانو ته د هغوی د کار او خدمت په بدل کې چې په مقدسه خېمه کې یې کوي ورکوم.
22 نور اسراییلیان باید خېمې ته ورنژدې نه شي او په دې ډول دې خپل ځانونه د مرګ سزا ته نه جوړوي.
23 له همدې وخت څخه به یوازې لاویان په خېمې باندې پام کوي او د هغې پوره مسئولیت به په غاړه اخلي. دا دایمي اصول دی چې ستاسو په اولادې باندې به هم عملي کیږي. لاویان باید په اسراییلو کې خپله ځمکه ونلري.
24 د هغې په ځای به هغوی ته هغه حاصلات او هغه نوي زېږېدلي حیوانات ورکول کیږي چې اسراییلیان یې ماته وړاندې کوي.>
25 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
26 <لاویانو ته داسې ووایه: کله چې تاسو د اسراییلیانو څخه د حاصلاتو او نوي زېږېدلو حیواناتو عشر واخلئ، باید د هغو عشر ما څښتن ته وړاندې کړئ.
27 ‏-
28 لکه څنګه چې اسراییلیان ماته د غلو دانو او د انګورو د شربت برخه راکوي، نو تاسو هم باید د هغه ټول عشر څخه چې د اسراییلیانو څخه یې اخلئ یوه برخه ماته د نذرانې په توګه جدا کړئ. هغه باید هارون ته ورکړل شي.
29 نو څه چې تاسو اخلئ، ډېره ښه برخه به یې زما وي.
30 کله چې تاسو ډېره ښه برخه وړاندې کړه نو کولی شئ چې پاتې برخه یې خپل ځان ته وساتئ، لکه څنګه چې دهقان د نذرانې له ورکولو څخه وروسته څه چې پاتې شوي وي هغه ساتي.
31 تاسو او ستاسو کورنۍ کولی شئ چې پاتې شوې برخه په هرځای کې وخورئ، ځکه چې دا په مقدسه خېمه کې د کار کولو دپاره ستاسو اجوره ده.
32 د هغې په خوړلو به تاسو ته سزا نه درکول کیږي په دې شرط چې تاسو مخکې ماته ډېرې ښې برخې وړاندې کړې وي. هغه سوغاتونه او قربانۍ ګانې چې قوم یې راوړي باید مقدسې پاتې شي او مخکې له دې چې ماته وړاندې شي تاسو د هغو څخه کومه برخه وخورئ نو وبه وژل شئ.>